تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سودان شخړه: د امریکا د مرستو بندېدل؛ "خلک له لوږې نارې وهي"
- Author, باربرا پلېټ او ان سوي
- دنده, بي بي سي، نايروبي
بي بي سي ته معلومه شوې چې د امریکا د بشري مرستو ځنډېدو له امله، د سودان کورنۍ جګړې زيانمن شويو خلکو لپاره جوړ شوي نژدې ۸۰ سلنه د عاجل خوراک پخلنځي تړل شوي دي.
مرستندویانو ویلي، چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اجرائي فرمان له مخې د امریکا د پراختیايي ادارې (USAID) لخوا د مرستو دری میاشتني بندیز له امله له ۱۱۰۰ زیات عامه پخلنځي تړل شوي دي.
د اټکل له مخې نژدې دوه میلیونه خلک، له دې بنديز اغېزمن شوي.
د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو ملېشې (ار اېس اېف) ترمنځ شخړې، چې د ۲۰۲۳ کال په اپرېل کې پیل شوې، لسګونه زره کسان وژل شوي، میلیونونه له خپلو کورونو بېځايه، او ګڼ شمېر خلک د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي.
دغه عامه پخلنځي د بېړني غبرګون خونو په نامه د فعالانو يوې ډلې لخوا چلول کېږي.
د عاجلو مرستو خونو یوه تنظیموونکې، دعا طارق، وايي، "خلک د رضاکارانو دروازي ټکوي. او د لوږې له امله خلک په کوڅو کې نارې وهي."
تېره میاشت د امریکا د ولسمشر ټرمپ ادارې په ناڅاپي توګه ټولې مرستې وځنډولې او د امریکا د پراختيايي ادارې د ختمولو هڅې یې پیل کړې.
که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بېړني خوراکي مرستو لپاره د استثنا اعلان کړې، خو د سودان ډلې او نور سازمانونه وایي، لا هم د دې استثنا د عملي بڼې په اړه جدي ګډوډۍ او اندېښنې موجودې دي
د سودان د بېړنیو پخلنځیو تړل کېدل د هغو سازمانونو لپاره ستر په شا تګ دی، چې د نړۍ تر ټولو لوی د لوږې کړکېچ له منځه وړلو لپاره کار کوي.
په پیل کې دا پخلنځي د ځايي او بهر مېشتو سوداني خلکو د مرستو له لارې پرمخ وړل کېدل، خو وروسته د جګړې له کبله د امریکا د پراختيايي ادارې په ګډون د نړیوالو ادارو د مرستو رسولو لپاره په مهمو مرکزونه بدل شول.
د امریکا د پراختيايي ادارې يوه پخوانۍ چارواکې انډریا ټریسي، دا "ستر په شاتګ" بولي.
د امريکا د پراختيايي ادارې پخوانۍ مشره، سامنتا پاور بيا په دې باور ده چې د ملګرو ملتونو په څېر د دوديزو لارو پر ځای له ځايي ډلو سره بايد کار وشي.
پيسې د هغو نړیوالو مرستندويه سازمانونو له لارې ورکول کېدې چې د امريکا د حکومت مرستې یې ترلاسه کولې.
د دعا طارق په وینا، د امریکا د مرستو بندېدل د دې لامل شوي چې دوی د خرطوم په شپږو سیمو کې له ۲۵ د ډېرو پخلنځیو لپاره توکي و نه شي پېرلی.
نوموړې له بي بي سي سره په خبرو کې وويل، "موږ د جګړې د لا پسې غځېدو لپاره چمتو نه وو. لکه څنګه چې پوځ پر سیمې بریدونه زیات کړل، بازارونه لوټ شول او د خوراکي توکو رسونه بنده شوه. اوس ډېری پخلنځي تړل شوي دي. ځینې هڅه کوي چې له ځايي کب نیوونکو او بزګرانو په پور خواړه ترلاسه کړي، خو ډېر ژر به ګڼ شمېر له سختې لوږې سره مخ شي."
د سودان د متقابلې مرستې ائتلاف وایي، دوی به هڅه وکړي چې د امریکا د پراختيايي ادارې لخوا پرېښودل شوې خلا ډکه کړي.
"زموږ په اند موږ کولای شو دا بېړني پخلنځي بېرته پر پښو ودروو، خو حقیقت دا دی چې خصوصي مرستې به اوس لا زیاتې اړینې وي، ځکه که د بشري مرستو لړۍ بېرته هم پیل شي، دا به هېڅکله د پخوا په څېر نه وي."
د امریکا د بهرنيو چاور وزارت له سودان سره د مرستو د بيا پيلېدو په اړه پوښتنه ځواب نه کړه خو وايي، له هغو ادارو سره يې معلومات شريک کړي چې غوښتنليکونه يې بريالي شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بي بي سي پوښتنې ته په ځواب کې وویل، "د مرستو د بیا کتنې پروسه د بهرنيو مرستو د ختمولو په معنی نه ده، بلکې د دې لپاره ده چې دې مرستو ته له سره وکتل شي، چې امریکا لا خوندي، پياوړې او بډایه کړي."
د خوړو نړیوال پروګرام (ډبليو اېف پي) وايي دوی د امریکا د پراختيايي ادارې له خوا د سودان لپاره په ۱۳ برخو کې د مرستو کې اجازه ترلاسه کړې ده، خو وايي د راتلونکو مرستو لپاره لا ډاډ نشته.
په ۲۰۲۴ کال کې امریکا د سودان تر ټولو ستر انفرادي مرسته کوونکی هېواد و، هغه هم د مستقیمو مرستو له لارې او هم د ملګرو ملتونو د سودان د بشري مرستو پلان کې د ګډون له لارې.
د ملګرو ملتونو لوړپوړو چارواکو بي بي سي ته ویلي، چې د واشنګټن د پالیسۍ بدلون به یوازې په سودان پورې محدود نه وي، ځکه له دوه میلیونو زیات سوداني وګړي اوس ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام يوه چارواکي رانيه داغش د جنوبي سودان په رينک او مالکال کمپونو له ليدنې وروسته وايي،"ما خلک ولیدل چې له جګړې تښتېدلي وو نه له لوږې."
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ سيمه ييز مشر وايي، موږ بايد هر څه "محدود" کړو. نوموړی چې چاد او مصر کې د کډوالو کمپونو ته ورغلی و بي بي سي ته وويل، "موږ له شدید فشار سره مخ یو. دا بېخي سخت حالت دی."
ځايي ټولنو په دواړو هېوادونو کې د کډوالو هرکلی کړی، داغش، جنوبي سودان ته په اشاره وايي، "دغه هېواد ته يو ميليون اضافي کسان چې له وړاندې په کې له ۶۰ سلنه ډېر خلک له بېړنۍ لوږې سره مخ دي." ورغلي.
ډېري کورنۍ اوس یوازې په یوه وخت ډوډۍ بسنه کوي، ماشومانو او مشرانو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
خو داغش وایي:
"تاسو به ګورئ چې کړکېچ ځپلي ماشومان به ستاسو پر وړاندې ورو ورو کمزوري کېږي. تاسو به میندې ووینئ چې ماشومانو ته تی يا شيدي نشی ورکولی، ځکه نه يې لري."
اکثره کډوال ښځې، ماشومان او زاړه کسان دي. دوی وایي، ډېری روغ رمټ نارینه یا خو وژل شوي او یا لادرکه دي. دا کسان د خپلو ماشومانو ژغورلو لپاره تېښتې ته اړ شوي او هېڅ هم ورسره نشته.
جګړې د کډوالو ژوند ته سخت زیان اړولی دی. ډېری هغه کډوال چې داغش ورسره لیدلي، د سودان له کرنیزو سیمو راغلي. جګړې د دوی ژوند او معیشت ګډوډ کړی دی.
دوی غواړي چې سوله راشي، ترڅو خپلو کورونو ته ستانه شي، خو جګړه نژدې دوه کاله کېږي چې روانه ده او پای یې نه تر سترګو کېږي.
هغه مرستندویه ادارې چې معمولا به یې مرسته کوله، اوس له سختو فشارونو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري چې له وړاندې د پيسو له کمښت سره مخه وه، وایي، دوی اړ شوي چې خپلې مرستې محدودي کړي.
تېر کال يادې ادارې يوازې ۳۰ سلنه مرستې ترلاسه کړې وې چې له امله یې اړ شول "هر څه" کم کړي، حتی د کډوالو لپاره خواړه او اوبه.
د يادې ادارې مشر وايي، "موږ لا هم ارزونه کوو، له خپلو شریکانو سره کار کوو، ترڅو پوه شو چې دا وضعیت زموږ اړتیاوو ته څومره زیان رسوي."
د ستونزو او ناوړه شرایطو له امله، ځینې کډوال اوس هڅه کوي چې د خليج، اروپا او نورو درېيمو هېوادونو ته په خطرناکو لارو کډه وکړي.