تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نوې څېړنه کې پر عقلي زوال د اخته کېدو دوه نوي خطرونه پېژندل شوي
یوې تازه علمي څېړنې موندلې چې د لید کمېدو او لوړ کلسترول درملنه د عقل زوال خطر کمولو دوه نوې لارې دي.
ساینس پوهان وايي، ۱۴ روغتیايي ستونزې دي چې که کمې شي یا یې بشپړه درملنه وشي، په نړیواله کچه د ډېمېنشا یا د عقل زوال ستونزه نیم په نیمه کموي.
د لانسیټ په نوم کمېسیون په وینا، د منځني عمر خلک او د بېوزله هېوادونو اوسیدونکي به د دغه خطر له منځه وړلو له دغو فکټورونو څخه ډېره ګټه پورته کړي.
د لانسیټ تازه رپوټ اټکل کوي چې تر ۲۰۵۰ کاله به په نړۍ کې د ډېمېنشا یا عقلي زوال ناروغانو شمېر دوه برابره یا ۱۵۰ میلیونو ته پورته شي.
خو ساینسپوهانو دوه نوې لارې موندلې چې کولای شي د دغې ناروغۍ د خطر کمولو کې مرسته وکړي - د نابینايۍ او لوړ کلسترول درملنه.
دوی وايي که د ۱۴ روغتیايي ستونزو درمنله وشي، په نړۍ کې ورسره د عقل زوال ستونزه نیم په نیمه کمېدای شي.
د لید پر کمېدو او لوړ کلسترول سربېره خپګان، فزیکي فعالیت نه لرل، شکر، سیکرټ څکول او ځینې نور موارد هم د عقلي زوال ناروغۍ لامل ګرځېدای شي.
له ټولنې ګوښه پاتې کېدل، ککړه هوا او د اورېدو توانايي له لاسه ورکول هم د دغې ناروغۍ په زیاتېدو کې ونډه لري.
عقلي زوال هغه مهال رامنځته کیږي چې الزایمر او هېرجنتیا په مغزو کې عصبي ریښو ته زیان واړوي او د حافظې د له منځه تللو لامل شي.
الزایمر د ډېمېنشا یا عقلي زوال تر ټولو معمول ډول بلل کېږي.
د دې ناروغۍ یو عمده لامل جینیتکي هم دی چې د انسانانو په واک کې نه دی او له مور و پلار څخه اولادونو ته انتقالیږي.
خو روغتیايي کاروپوهان وایي د ډیمینشیا خطرونو تر ۴۵ سلنه مخنیوی شونی دی یا یې د کمېدو امکان شته.
د لندن د یو سي ايل پوهنتون پروفیسور ګېل لېونګسټن وايي، اقدام لپاره هېڅ وخت ناوخته نه دی او حکومتونه باید د ژوند د سالمې بڼې په رواجولو سره د عقلي زوال یا حافظې له لاسه ورکولو د خطرونو مخنیوي کې مرسته وکړي.
د دې نارغۍ مخنیوي لپاره څېړونکي ځینې سپارښتنې لري.
دوی وايي، حکومتونو باید د هوا د ککړېدو پر مخنیوي سربېره له خلکو سره د وینې فشار، زیات وزن، الکولي څښاک کمولو، سیګرټ پرېښودو، د نابینايي علاج، ورزش او فزیکي فعالیتونو ته په هڅولو کې مرسته وکړي.
څېړونکي وايي، د ژوند د بڼې بدلول کولی شي د عقلي زوال د زیاتېدو لاملونه کنټرول کړي.
ځینې بیا دا ناروغي له زیات عمر سره تړي، خو روغتیا پوهان وايي ډیمینشا د عمر په هر پړاو کې پېښېدلی شي.