د قابلو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې قابلو ته له سختې اړتیا سره سره ولې کاري فرصتونه ورته په نشت حساب دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د قابلو د روزنې ځينې بنسټونه وايي چې په وروستیو کې زرګونه قابلې روزل شوې دي خو په لرو پرتو سیمو کې یې له کمښت او سختې اړتیا سره سره، بیا هم کاري فرصتونه ورته نه شته او بې روزګاره دي.
د ۲۰۲۰ کال د یوې څېړنې له مخې په دغه هېواد کې ټولټال ۳۷ زره ښځينه قابلې شته خو ایله اووه زره یې په دولتي او شاوخوا پنځه زره یې په خصوصي سکتور کې په دندو بوختې او نورې بې روزګاره دي. په همدې حال کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې کاري فرصتونه ورته ډېروي.
نن د مئ پنځمه د قابلو نړیواله ورځ ده او په دغه رپوټ کې مو په افغانستان کې د دوی وضعیت ته لنډه کتنه کړې.
"اوس ملالۍ زېږنتون کې موږ سره ۱۳۰ قابلې کار کوي خو د ناروغانو بېروبار ډېر زیات او په مقابل کې یې قابلې ډېرې کمې دي"
دا خبره ډاکټره ملالۍ رحیم فیضي کوي چې په افغان پلازمېنه کابل کې د تر ټولو لوی ملالۍ زېږنتون مشره ده. دغه مرکزي زېږنتون ته هره ورځ پخپله د کابل، د شاوخوا سیمو او ان له لرې پرتو ولایتونو او ولسوالیو لسګونه میندواره مېرمنې د زېږون او یا هم د نسايي ولادي اړوند ناروغیو د درملنې لپاره وروړل کېږي. هغه ځای چې د قابلو ارزښت او موجودیت ښايي تر بل هره ځایه ډېر پکې جوت او مهم وي، ځکه چې د میندوارو مېندو او نړۍ ته د نویو راتلونکو ماشومانو د ژوند او مرګ خبره وي.

آغلې فیضي زیاتوي، "هره ورځ تر اتیا ولادتونه کېږي، د زېږون اړوند دېرش څلوېښت نور عملیاتونه او کیسونه هم وي، نو دا ۱۳۰ قابلې چې ما تاسې ته یادې کړې، په دولتي روغتونونو کې د ناروغانو شمېر ته په کتو بیخي کمې دي."
خو د نارسمي یا د زدکوونکو قابلو له پلوه بیا دا زېږنتون غني دی، ځکه چې یوازې روغتون نه بلکې د تازغه فارغو شویو یا فارغېدونکو قابلو لپاره د عملي زدکړې یو ښه ځای هم دی. هم کار زده کوي او هم هلته د ډاکټرانو لاس پرې سپک وي.
ځکه خو یې مشره ډاکټره ملالۍ رحیم فیضي وايي،"کله زموږ روغتون کې د زدکړیالو قابلو شمېر تر ناروغانو ډېر شي. دوی له خپلو پوهنتونونو امر اخلي، وزارت ته یې وړي او بیا یې وزارت د یوه اداري سیسټم له لرې موږ ته رالېږي، موږ سره یوه یوه نیمه میاشت کار کوي او په پای کې د عملي تجربې او ستاژ صدیق پاڼه هم ورکوو او رخصتوو یې."
د پوهنتونونو د بندښت له کبله نجونو قابلګۍ ته مخه کړې؟

د عکس سرچینه، Getty Images
له هغه راهیسې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن او نجونې یې له منځنيو او لوړو زدکړو منع کړې دي، یوازې د طب اړوند ځينې څانګې شته چې د ښځينه زدکوونکو پر مخ یې دروازې نه دي تړل شوې. قابلګي هم همداسې یوه څانګه ده.
ښايي ځکه په دې وروستیو کې ښکاري چې له ۱۲ ټولګي فارغو شویو نجونو د دې مسلک زدکړې ته کار ویلی دی.
د کابل یوه اوسېدونکې چې نه غواړي پېژندګلو یې په ډاګه شي، بي بي سي ته وویل چې تېر کال له ۱۲مه تر فارغېدو وروسته یې کانکور ته چمتوالی پیل کړ چې هسې نه د ۱۲ ټولګي ازموینو غوندې ناڅاپه د کانکور غږ ورباندې وشي خو وايي، د نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو بند پاتېدو زړه ماتې کړې دي او اوس یې تر نیمايي ډېرو ټولګیوالو په ځينو خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې د قابلګۍ او نرسنګ زدکړې پیل کړې دي.
دوی د میاشتې دوه اوونۍ په پوهنتون کې تیوري یا کتابي زدکړه کوي او نیمه میاشت نور یوه اړوند روغتون ته د عملي زدکړې لپاره ورځي.
که دا شوق دی او که مجبوریت خو د ځينو شمېرو له مخې یې په افغانستان کې د قابلو شمېر ډېر کړی دی خو هغومره کاري فرصت ورته نه شته.
لا هم زرګونه مسلکي قابلې بې روزګاره دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د ۲۰۲۰ کال د یوې څېړنې له مخې وايي چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳۷ زره قابلې وې چې له ډلې یې اووه زره په دولتي او نږدې پنځه زره نورې یې په خصوصي سکتور کې په دندو بوختې وې.
خو دې ته په کتو چې افغانستان د مور او ماشوم د مړینې له پلوه هم د زیانمنو هېوادونو په سر کې دی او د ځینو ولایتونو په ولسوالیو کې د ډاکټرانو تر څنګ ان قابلې هم په نشت حساب دي، ولې شته قابلو ته کاري فرصتونه نه شته؟
د ملالۍ زېږنتون مشره ملالۍ رحیم فیضي یې یو لامل هم د ټول هېواد په کچه په دولتي روغتونونو کې د قابلو لپاره ځانګړی شوی محدود یا کم تشکیل او لرو پرتو سیمو ته کمه پاملرنه ښيي.
دا زیاتوي چې هم دې په دولتي روغتونونو کې د قابلو د جزب لپاره بستونه ډېر شي او هم دې لرو پرتو ولایتونو ته ولېږل شي.
آغلې فیضي وايي، " د افغانستان په ولایتونو او لرو پرتو سیمو کې د قابلو موجودیت ډېر زیات اړین دی چې د مور ماشوم د مړینې کچه ټيټولی شي او قابلې پرته له دې چې ناروغ مرکز ته ولېږدول شي، هماغلته یې درملنه وکړي. مرکز کې خو امکانات شته او هر روغتون ځانګړي تشکیلات لري خو که دولتي روغتونونو کې هم بستونه ډېر شي او قابلې پکې جزب شي او هم لرو پرتو ولسوالیو کې هم استخدام شي نو ښه به شي"
"قابلو ته کاري زمینې برابروو"

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت په دې برخه کې تېر حکومت ملامتوي چې ګواکې د قابلو اړتیا ته په کتو یې هغوی ته کافي کاري فرصتونه نه دي برابر کړي او وايي، دوی دې کمي ته متوجه دي او حلوي یې.
د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي، "په تېر یوه نیم کال کې د عامې روغتیا وزارت نږدې د شپږ نیم زره نوي روغتیايي پرسونل د استخدام پروسه پر مخ بېولې، ۵۰ سلنه یې ښځينه دي چې قابلې او نرسانې دي او د دوی د روزنې او ظرفیت لوړنې لپاره هم پر بېلابېلو برنامو کار روان دی او غواړو روغتیايي اړتیاو ته په کتو ټول کمی پوره کړو."
د یادولو ده چې په وروستیو شاوخوا شلو کلونو کې زرګونه نجونې د قابلګۍ او د طب د نورو څانګو تر څنګ په بېلابېلو برخو کې پر لوړو زدکړو سمبال شوې خو د ناامنۍ له کبله چا زړه نه ښه کاوه چې په لرو پرتو سیمو کې کار وکړي. له همدې کبله ځينې داسې ولسوالۍ او آن ولایتونه وو چې هېڅ ښځينه ډاکټره یې نه درلوده او یا د ټول ولایت په کچه یې یوازې یوه متخصصه ډاکټره لرله.














