روغتيا کې د ښځو روزنه
د افغانستان جنوب ختیځ کې لسګونه نجونې لرې پرتو سیمو ته ځي چې خلکو ته په کې د روغتیا خدمتونه وړاندې کوي. د پکتیا، خوست پکتیکا او غزني ولایتونو دغو نجونو د روغتیا برخو کې نوې زده کړې کړې دي. دا هغه ولایتونه دي چې د روغتيا ښځينه کارکوونکې او ډاکټرانې په کې ډېرې کمې دي. نوې فارغې شوې نجونې وایې په ډېرو سیمو کې خلک ښځینه ناروغانې نارینه ډاکټرانو ته نه بیایې ځکه نو ښځې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. د پکتیا ولایت نجونې بيا غواړي سيمه کې یې دې د پوهنې په برخه کې کار ته پام ډېر شي. صابرعزیز له کابله پرې راپور لري.