زابل کې لومړی ځل نجونې د قابله ګۍ له کورس فارغې شوې

زابل کې لومړی ځل ۲۴ تنه سیمه ییزې قابلې له زدکړو فارغې شوې. روغتیاپالان تمه ښي چي په روغتیايي مرکزونو کې د دې قابله ګانو په ګومارنې سره به د مور او ماشوم د مړینې کچه راټیټه شي.

زابل
د عکس تشریح، په زابل کې په لومړي ځل ۲۴ تنه سیمه ییزې قابلې تر دوه کلونو زدکړو وروسته فارغه شوې.
زابل
د عکس تشریح، روغتیاپالان تمه ښي چي په روغتیايي مرکزونو کې د دې قابله ګانو په ګومارنې سره به د مور او ماشوم د مړینې کچه راټیټه شي.
زابل
د عکس تشریح، د زابل د روغتیا مشر ډاکټر لعل محمد توخی وایي، دغه ۲۴ قابله ګانې د یونیسف په مالي او تخنیکي ملاتړ روزل شوې دي.
زابل
د عکس تشریح، ښاغلی توخی وایي، مخکې ددغه ولایت په اکثریت ولسوالیو کې د نورو سیمو قابلې په دندو بوختې وې، چې ډېر کله د رخصتیو پر مهال به په یادو روغتیایې مرکزونو کي روغتیایي خدمات اغېزمن کېدل.
زابل
د عکس تشریح، د زابل د روغتیا مشر وایي، دغه ۲۴ قابلې به په خپلو ولسوالیو کې دندې سرته رسوي او په دې اړه یې له هري یوې څخه درې کلن تعهد لیک اخیستی دی.
زابل
د عکس تشریح، په وروستیو کلونو کي د زابل په لسو ولسوالیو کي د روغتیا برخي ته پام اوښتي او ګڼو سیمو کې روغتیایې مرکزونه جوړ شوي دي.
زابل
د عکس تشریح، د زابل ولسوالیو خلک په خپلو سیمو کې د روغتیا مرکزونو د نشتون له کبله له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.