تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګريملتونه: القاعده افغانستان کې نوي روزنځایونه جوړ کړي؛ مجاهد وايي په افغانستان کې د القاعده اړوند هېڅوک نشته
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه رپوټ په کلکه رد کړ چې وايي طالبانو له القاعده شبکې سره د اړیکو پاللو ته دوام ورکړی او دا چې دې ډلې په افغانستان کې نوي روزنځایونه جوړ کړي دي.
د طالبان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پنجشنبه یوه خپاره کړي بیان کې ویلي "د افغانستان اسلامي امارت [د طالبانو حکومت] دغه ناسم تور په کلکه ردوي... په افغانستان کې د القاعدې اړوند هېڅوک شتون نه لري او نه هم اسلامي امارت چا ته اجازه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د چا په ضد استفاده وکړي."
ښاغلي مجاهد دا ادعا هم کړې چې ګوندې د ملګروملتونو له ادرسه د دوی پر حکومت د تورونو لګېدو "یو منظم پروګرام" پيل شوی.
هغه ویلي "موږ پوهیږو چې د امنیت شورا ځينې غړي هیوادونه په افغانستان کي له شکست سره مخ شوي، هغوی به طبعا خپله کینه پالي او دغه راز افواهات به خپروي، خو هغه نور غړي هېوادونه چې له افغانستان سره یې اړیکې ښيې دي، باید اجازه ورنکړي چې د دغه لوی نړیوال نهاد حیثیت خراب شي او تصامیم یې د څو هېوادونو د سياسي اهدافو پر محور وڅرخېږي."
تر دې مخکې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا رپوټ ته په غبرګون کې ویلي و، د امریکا استخباراتي ارزونو ښودلې چې القاعده په افغانستان او نورو سیمو کې په داسې یوه دریځ کې نه ده چې پر امریکا دې د برید جوګه وي.
خو نوموړي زیاته کړې چې د ترهګرۍ هر راز ګواښ بابېزه نه ګڼي.
د یادونې ده چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو څو میاشتې وروسته (د ۲۰۲۲ کال په جولای کې) په کابل کې د امریکا د ډرون په یوه برید کې ووژل شو.
طالبانو تر اوسه په رسمي ډول کابل کې د هغه وژل کېدل نه دي تایید کړي او دا هم مالومه نه ده چې نوموړی څنګه او ولې کابل ته تللی و.
د امنیت شورا رپوټ کې نور څه ویل شوي؟
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا رپوټ کې راغلي چې طالبانو له القاعده شبکې سره نژدې اړیکې ساتلې او دا چې د دې ډلې ځينې مشران په افغانستان کې موجود دي.
د امنیت شورا رپوټ زیاتوي چې القاعدې په افغانستان کې اته نوي روزنځايونه جوړ کړي چې "څلور یې په غزني، لغمان، پروان او ارزګان کې دي".
د رپوټ پر بنسټ، القاعده په "پنجشیر ولایت کې هم د وسلو یو ډیپو لري".
په افغانستان کې د القاعده د شمېر په اړه کره معلومات نشته خو د امنيت شورا راپور کې راغلي چې د دغه ډلې نژدې لس مشهورې څېرې په افغانستان کې دي.
په دغه رپوټ کې ويل شوي القاعده چې له ۳۰ زياتو کلونو راهيسې په افغانستان کې فعاله ده، په "لغمان، کونړ، ننګرهار، نورستان او پروان کې پنځه مدرسې لري."
د امنيت شورا رپوټ کې راغلي چې په افغانستان کې د القاعدې د فعالیتونو د محدودولو لپاره د طالبانو هلې ځلې د دغو دوو ډلو ترمنځ د یو لړ اختلافونو لامل شوې دي.
په ياد رپوټ کې د پاکستاني او افغان طالبانو د اړیکو تر څنګ د "ازبکستان اسلامي غورځنګ"، "اسلامي جهاد اتحاد" په څېر ډلو يادونه شوې چې په وينا يې په افغانستان کې فعاليت لري.
همدا راز د داعش خراسان ډله د افغانستان او سيمې لپاره يو ګواښ بلل شوی خو وايي پر دغې ډلې د طالبانو فشار پایله کې د داعش بريدونه کم شوي دي.
خو اوس د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه رپوټ ته په غبرګون کې ویلي "متأسفانه د امنیت شورا راپورونه له هغو منابعو سرچینه اخلي چې شل کاله د خپلو گټو لپاره د اشغال ترڅنگ ولاړ وو او د افغانستان له آزادۍ، ابادۍ او امنیت سره حساسیت لري."
هغه زیاته کړې "هيله کېږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېنږدي راپورونه يې د سياسي او اقتصادي منفعتطلبو د اهدافو ښکار شي او په افغانستان کې خپل حيثيت او اعتبار له سوال سره مخ کړي."