متقي: تاجکستان سره پر پوله د پېښې کلکې پلټنې مو پیل کړې

امیر خان متقي کابل کې یوې غونډې ته وینا کوي

د عکس سرچینه، @rtapashto

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وویل "چا ته د ضرر اراده نه لرو، خو د چا ضرر هم نه شو زغملی.‌"

په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی وايي،‌ له تاجکستان پر پوله د "پېښو کلکه پلټنې یې پیل کړې دي."

په تېره نژدې یوه میاشت کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پر پوله لږترلږه درې امنیتې پېښې شوې چې چینايي کار کوونکو په ګډون یې تاجک سرتېري‌ هم وژلي دي.

تر ټولو وروستۍ پېښه تېره اونۍ وه چې د دوو پوله‌ساتونکو له وژل کېدو وروسته، د تاجکستان سرحدي ځواکونو له طالبانو حکومت غوښتي چې ''د تاجکستان له خلکو بښنه وغواړي'' او د افغانستان او تاجکستان پر پوله د امنیت د ټینګښت لپاره لا نور اغېزناک ګامونه پورته کړي.

ښاغلي متقي چې پر افغانستان د پخواني‌ شوروي اتحاد د یرغمل ۴۶مې کلیزې (د جدي شپږمې) په مناسبت یې کابل کې یوې جوړې شوې ناستې ته وینا کوله، پرته له دې چې د کومې ډلې یا هېواد نوم واخلي، تور پورې کړ چې "ځینې کړۍ د افغانستان او تاجکستان ترمنځ‌ اړیکي خرابوي."

نوموړی یو ‌ځل بیا هغه څرګندونې تکرار کړې چې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکارېږي.

هغه وویل "چا ته د ضرر اراده نه لرو، خو د چا ضرر هم نه شو زغملی.‌"

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر ظاهرآ‌ له بل ګاونډي، پاکستان سره هم د دوی د حکومت اختلافاتو ته اشاره درلوده.‌

هغه وویل "موږ نه غواړو چا ته ضرر ورسېږي او هر‌څه د مفاهمې له لارې حل کړو، خو مخالف لوری هم باید ښه نیت ولري او پر مفاهمې باور ولري."

ښاغلي متقي زیاته کړه، "له خپلو ارزښتونونو دفاع کوو،‌ نه غواړو هېوادونو د نړۍ د سیالو ډګر شو."

تاجکستان د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو دواړو لوریو سیاسي لیدنې او تګ راتګ درلودلی دی.

تېره میاشت د دغه هېواد د چارواکو یو پلاوی کابل ته تللی و.

اوسمهال په دوشنبه کې د افغانستان سفارت د تېر حکومت د سفیر لخوا اداره کېږي.

دغه راز، د افغانستان جمهوري نظام له سقوط وروسته د یوې وسله‌والې ډلې چې ځان د ''افغانستان د ملي مقاومت جبهه'' بولي، ځینې مشران هم تاجکستان ته تللي دي.

د پولې د امنیت ټینګښت ته نور ګامونه

ډګرمن زربان نوروزبیکوف او جګړن عصمت الله ګربانوف، هغه تاجک سرحدي ساتونکي وو چې په دې وروستیو کې له افغانستان سره په پوله کې ووژل شول.

د عکس سرچینه، TAJIK BORDER TROOPS

د عکس تشریح، ډګرمن زربان نوروزبیکوف او جګړن عصمت الله ګربانوف، هغه تاجک سرحدي ساتونکي وو چې په دې وروستیو کې له افغانستان سره په پوله کې ووژل شول.

د یادونې ده چې د تاجکستان سرحدي ځواکونو له افغانستان سره پر پوله له ناپېژانده وسله‌والو کسانو سره په نښته کې د خپلو د دوو پوله‌ساتو له وژل کېدو وروسته د طالبانو له حکومت غوښتي وو چې د پولې د امنیت د ټینګښت لپاره لا نور اغېزناک ګامونه پورته کړي.

د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې سرحدي ځواکونو په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر دې هم تورن کړی و، چې ګواکې د نړیوالو ژمنو په عملي کولو او د تاجکستان له دولتي پولې سره د امنیت او ثبات د تامین او له ترهګرو سازمانونو سره په مبارزه کې یې ''جدي غفلت او بې مسؤليتي'' ښودلې ده.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

دوی ویلي وو، چې پوله‌ساتي یې له افغانستان سره پر پوله د یوې ''ترهګرې ډلې'' له غړو سره په نښته کې وژل شوي.

د تېرې نومبر میاشتې په وروستیو کې هم د تاجکستان په شمس‌الدین شاهین او درواز سرحدي سیمو کې د ډرون بریدونو پایله کې، چې ویل کېدل د افغانستان له خاورې شوي، پېنځه چینايي کارکوونکي ووژل شول او د چین او تاجکستان پنځه نور وګړي ټپیان شول.

د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت هغه مهال هم دا بریدونه د داسې ''کړیو'' کار بللی و چې ''په سیمه کې د هېوادونو ترمنځ د ګډوډۍ، بې‌ثباتۍ او بې‌باورۍ رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.''