ټرمپ وايي د کوکا کولا یو مهم امریکایی ترکیب به بدل کړي

.

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, انا فاګای
    • دنده, بي بي سي، واشنګټن

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي د څښاک کوکا کولا شرکت هوکړه کړې په خپل هغه څښاک کې به د جوارو شربت پر ځای د ګني هغه وکاروي چې امریکا کې پلورل کېږي.

کوکا کولا شرکت په خپلو امریکایی محصولاتو کې د جوارو شربت کاروي، خو د ټرمپ د روغتیا وزیر رابرټ اېف کېنېډي د دې اجزا د روغتیايي اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

ټرمپ پر خپله خواله رسنۍ ټروت سوشل (Truth Social) لیکلي: "ما د کوکا کولا له شرکت سره په امریکايي محصولاتو کې د ریښتیني ګنیو کارولو په اړه خبرې وکړې او هغوی راسره ومنله. زه غواړم د کوکاکولا له ټولو چارواکو مننه وکړم. "

د کوکا کولا ویاند پرته له دې چې د ترکیب په اړه یې ډېر جزیات ورکړي وویل، دوی "د ولسمشر ټرمپ د لېوالتیا ستاینه کوي" او وايي: "زموږ د کوکا کولا محصول لړۍ کې د نوښتګرو وړاندیزونو په اړه نور جزییات به ډېر ژر له خلکو سره شریک شي".

ټرمپ د چهارشنبې پر ورځ د خپلې خواله رسنۍ په یوه پوسټ کې وویل: "دا به د دوی لخوا یو ډېر ښه ګام وي او تاسو به یې وګورئ. دا غوره دی!"

که څه هم په متحده ایالاتو کې پلورل کېدونکی کوکا کولا په عادي ډول د جوارو په شربت خوږېږي، خو په نورو هېوادونو لکه، مکسیکو، بریتانیا او استرالیا کې بیا د ګني خوږه په کې کارول کېږي.

په اپرېل میاشت کې، د کوکا کولا اجراییوي رییس جېمز کوېنسي پانګوالو ته وویل: "موږ په خپلو مشروباتو کې د بورې د کمولو په اړه پرمختګ ته دوام ورکوو".

هغه وویل، دغه اتلانټا مېشت شرکت "د ترکیبونو بدلولو او زموږ د نړیوالې بازار موندنې سرچینو او د خپرېدو شبکې په کارولو زموږ تل بدلېدونکی ترکیب د دې لپاره کارولی چې په اړه یې پوهاوی او لېوالتیا ډېره شي".

خو کېدلی شي د ګنیو د کارونې په اړه هر ډول پرېکړه د امریکايي بزګرانو لپاره خواشینوونکې پایلې ولري.

د جوارو پاکولو ټولنې او اجرایوي مشر جان بوډ په یوه وینا کې وویل: "د لوړ فرکټوز لرونکو جوارو شربت پر ځای د ګنیو خوږه کارول به د زرګونو امریکایي خوراکي توکو تولیدونکو دندې له منځه یوسي، د بزګرۍ عواید به کم کړي او د بهرنۍ خوږې وارد به زیات کړي، په داسې حال کې چې هېڅ ډول تغذیوي ګټه به هم نه لري. "

د متحده ایالاتو روغتیا وزیر او د هغه د امریکا بیا روغه کړئ په نوم غورځنګ له شرکتونو غوښتي چې د جوارو شربت، د زړوغوړ او د مصنوعي خوراکي رنګونو په څېر اجزا له خپلو محصولاتو لیرې کړي ځکه دا مواد له روغتیايي ستونزو سره تړاو لري.

کېنېډي د امریکایانو د بورې د مصرف په اړه هم نیوکه کړې او د راپورونو له مخې پلان لري چې د سږکال په دوبي کې د هېواد په کچه د خوراکي رژیم لارښوونې تازه کړي.

ټرمپ په عام ډول ډایټ کوک یا بې خوږې کوکاکولا څښي. هغه کوکا کولا چې د اسپارټام په نامه مصنوعي خوږه يه کې کارول کېږي. هغه د اوول دفتر د ریزولوټ په نوم میز کې یوه داسې تڼۍ جوړه کړې چې په کېکاږلو یې ورته دغه څښاک راوړل کېږي.