د جاپان نړیوال هوايي شرکت لپاره لومړی ځل یوه ښځه مشره ټاکلې شوې ده

د عکس سرچینه، REUTER
د جاپان هوايي شرکت په لومړي ځل یوه ښځه مشره ټاکلې ده. دا د یوه لوی نړیوال هوايي شرکت لپاره حیرانوونکې ګومارنه بلل کېږي.
میتسوکو توتوري په ۱۹۸۵ کال کې د الوتنې د دې شرکت خدمه وه، هغه وايي، هیله لري چې د دې ګومارنه نورو مېرمنو ته د دې جرات او زړه ورکړي، چې پر خپلو راتلونکو موخو فکر وکړي او مخکې لاړې شي.
د دې شرکت پخوانی مشر یوجي اکاساکا وه، آغلې توتوري به د روان کال اپریل پر لومړۍ نېټه د اکاساکا پر ځای خپله دنده پیل کړي.
ښاغلی اکاساکا به بیا د یوشیهارو یوکي پر ځای د هوايي شرکت تر ټولو لوړ پوړي مشر په توګه وګومارل شي.
دا بدلونونه وروسته له هغې راغلل چې، د جاپان کې یوې مساپر وړونکې الوتکې د ساحلي ګارډ کوچنۍ الوتکې سره ټکر وکړ.
په مساپر وړونکې الوتکه کې ټول ۳۷۹ کسه عمله وژغورل شول، خو د کوچنۍ ساحلي ګارډ الوتکې له ۶ کسه عملې پنځه کسان یې مړه شول.
آغلې توتوري وايي، په خپله دنده کې به خوندیتوب ته به لومړیتوب ورکوي.
هغې یوې خبري غونډې ته ویلي: "ما د خپل مسلک ډېره برخه د خوندیتوب او پیرودونکو خدمتونو په لومړۍ لیکه کې تېره کړې ده. خوندیتوب د هوايي شرکتونو بنسټ دی، زه به دې اصولو ته ژمنه یم."
نوموړې همدا راز ویلي چې، دلته ډېرې نورې مېرمنې هم شته چې خپل مسلک کې د پرمختګ لپاره مبارزه کوي، هیله لري چې "د دې ګومارنه هغوی وهڅوي، یا د یوه بل ګام پورته کولو جرئت ورکړي."
د فلایټ ګلوبل په نامه د هوايي الوتنو یو تخصصي ویب سایټ د مالوماتو له مخې، د ۲۰۲۲ کال تر پایه ۱۲ ښځې د ۱۰۰ هوايي شرکتونو په لوړو بستونو کې په دندو ګومارل شوي چې د تېر کال پرتله د ۶ کسانو زیاتوالی ښيي.
د روانې میاشتې پیل کې جوانا ګراتي د جېټ بلو ایرویز هوايي شرکت د اجرایه مشرې په توګه وګومارل شوه، هغه د امریکا د یوه لوی هوايي شرکت لومړنۍ ښځینه مشره ده.
همدا زار ډېر لږ لیدل کېږي، چې جاپان کې دې ښځې د لویو شرکتونو مشري وکړي.
دولت غواړي، تر ۲۰۳۰ کاله لویو کاروبارونو کې د مشرۍ بستونو دریمه برخه ښځو ته وسپاري.
دوی همدا راز له سوداګرۍ برخې هم تمه لري، چې تر ۲۰۲۵ کال لږ تر لږه یوه اجرایوي مشره وګوماري.
جاپان کې تر ۲۰۲۱ کاله ۱۳،۲ سلنه د مشرۍ بستونه د ښځو وو، چې د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان غړو هېوادونو کې تر ټولو ټيټه کچه وه.











