د افغانستان د کنګل شویو درې نیم میلیارد ډالرو لګولو د څرنګوالي په اړه پرېکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د امانتي صندوق څارونکي بورډ غړو د دغه هېواد د کنګل شویو درې نیم میلیارد ډالرو د لګولو د څرنګوالي په اړه پرېکړه کړې ده.
دا پرېکړه ددغه بورډ په لومړنۍ غونډه کې شوې چې پرون سویس کې جوړه شوې وه.
ددغه بورډ یوه غړي ویلي، د دوی هدف دا دی چې د افغانستان خلک له دې پیسو ګټه واخلي.
د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په تېره سپتمبر میاشت کې اعلان وکړ چې په دې هېواد د افغانستان له کنګل شویو شاوخوا اوه میلیارد ډالرو درې نیم میلیارد ډالر به یې سویس کې یوه نوي امانتي صندوق ته ولېږدول شي.
د افغان فنډ څارنډلې څلورو غړو خپله لومړنۍ غونډه تېره ورځ (دوشنبه) د سویس په جنیوا کې کړې ده.
دا غونډه ددغه بورډ له جوړېدا شاوخوا دوې میاشتې وروسته جوړېږي.
ددغه بورډ غړي او د افغانستان د افغانستان بانک د عالي شورا اوسني غړي شاه محمد محرابي وايي، ددغه صندوق موخه د افغانستان د خلکو د درې نیم میلیارده ډالرو خوندي کول دي چې ګټه ترې واخیستل شي او خلک د خپلې اړتیا وړ توکو پېرودلو توان ولري.
هغه په سویس کې د افغان فنډ د صندوق د څارنې غړو په د شوې پرېکړې په اړه وویل:
"په لومړنۍ ناسته کې په دې برخو کې پرېکړې وشوې: د یوه ګډ ریاست جوړول او د افغان مشورتي کمېټې رامنځ ته کول، دویمه پرېکړه دا وه چې پیسې به کومو برخو کې لګول کېږي. د یوه اجراییوي منشي ګومارل او همدارنګه د ارزونې او د څار کمېټې جوړول".

د عکس سرچینه، SCHILLERINSTITUTE- GETTY IMAGE
خو ښاغلي محرابي نور جزییات ورنه کړل، په ځانګړې توګه دی وايي یوه پرېکړه دا وه چې پیسې به چېرې ولګول شي، خو دا یې روښانه نه کړه چې د افغانستان د بهرنیو اسعارو دغه درې نیم میلیارد ډالره زېرمې به په کومو سکټورونو او څه ډول ولګول شي.
دغه دریمګړی صندوق د امریکا او سویس حکومتونو او ځینو افغان اقتصادي کارپوهانو په مشوره جوړ شوی دی او د سویس له بي ای اېس بانک سره بانکي حساب لري.
ددې صندوق د څارنې لپاره څلور کسیزه کمېټه ټاکل شوې ده.
په سویس کې یو چارواکی، په دې هېواد کې د امریکا سفیر، د افغانستان د مالیې پخوانی وزیر انوار الحق احدي او د افغانستان بانک د عالي شورا غړی شاه محمد محرابي د دغه بورډ غړي دي.
طالبان ددغه صندوق برخه نه دي او لاسرسی ورته نه لري او د امریکا حکومت وايي ددې تضمین به کېږي چې دا شتمني به په ناقانونه ونه لګول شي، ځکه نو د طالبانو حکومت ددغه صندوق له جوړېدو سره مخالفت وکړ او ټینګار یې دا دی چې د افغانستان ټولې کنګل شوې شتمنۍ دې ازادې او د افغانستان بانک ته وسپارل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په نړیوال بانک کې د افغانستان د بهرنیو اسعارو شاوخوا نهه میلیون ډالره زېره چې څه باندې اوه میلیارد ډالر یې په امریکايي بانکونو کې دي، د امریکا له خوا کنګل شوې وې.
د طالبانو په ګډون ځینو هېوادونو لکه روسیې، چین او ایران په وار وار ددغو اسعارو د خلاصون او د افغانستان خلکو ته د ورکولو غوښتنه کړې ده.
د امریکا حکومت یې په ځواب کې ویلي، تر هغو به د افغانستان بانک ته ددغه هېواد شتمني ونه سپاري چې دې بانک ځینې شرطونه نه وي پرځای کړي.
امریکا غواړي چې د افغانستان بانک د طالبانو له نفوذه ځان ازاد کړي. د پیسو د قاچاق د مخنیوي لپاره مناسب میکانیزمونه رامنځ ته کړي او همداشان یو ازاد او نړیوال یا دریمګړي څارونکي ته یې د چارو څارلو اجازه ورکړي.











