طالبان: دوحه کې به امریکایانو سره د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په اړه غږېږو

بلخي

د عکس سرچینه، credit: Balkhi

افغان طالبانو ویلي، راتلونکې اوونۍ به یې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یو جګپوړی پلاوی دوحې ته ځي او هلته به له امریکایي او اروپایي چارواکو سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټر پانه لیکلي، دې کتنه کې به د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په اړه هم خبرې کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم منلې ده چې د افغانستان لپاره یې ځانګړی استازی ټام وېسټ به راتلونکې اوونۍ دوحه کې له طالبانو سره ګوري.

یاد وزارت د دې کتنې د اجنډا مهم ټکي یاد کړي، خو د افغانستان کنګل شویو شتمنیو د ازادوولو په اړه یې څه نه دي ویلي.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، پر دې موضوع سربېره به پر سیاسي مسایلو، بشري مرستو، معارف، روغتیا،‌ امنیت، د سفارتونو بیا پرانیستلو او نورو مسایلو خبرې کېږي.

ښاغلي بلخي ویلي، د طالبانو په دې پلاوي کې به د معارف، عامې روغتیا، مالیې، امنیتي وزارتونو او د افغانستان بانک چارواکي او استازي شامل وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه ویلي؟

ټام

د عکس سرچینه، TOM WEST TWITTER

د عکس تشریح، تامس (ټام) وېست تېره میاشت د زلمي خلیلزاد پر ځای د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ونومول شو

بل لور د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تائید کړې چې د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړی استازی ټام وېسټ به راتلونکې اوونۍ دوحې ته ځي او هلته به د افغان طالبانو له مشرانو سره مخامخ خبرې کوي.‌

د یاد وزارت ویاند نېډ پرایس سه شنبه خبریالانو ته وویل، ښاغلی وېسټ به دوه اوونۍ دوحه کې وي او طالبانو سره به د ترهګرۍ ضد مبارزې او له افغانستان د امریکایي او نورو وګړو پر خوندي ایستنې خبرې کوي.‌

نوموړي زیاته کړه، طالبانو سره کتنه کې به افغانستان سره پر بشري مرستو او د دې هېواد پر اقتصادي‌ وضعیت هم خبرې کېږي.

یاده دې وي چې ټام وېسټ تېره میاشت د زلمي خلیلزاد پر ځای د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ونومول شو.

نوموړي وار د مخه د روسیې، پاکستان او هند په ګډون یو شمېر هېوادونو ته سفرونه کړي او اسلام اباد کې یې د ټرایکا-پلس هېوادونو د غونډې په څنډو کې له طالب چارواکو سره هم کتلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس همدا راز خبریالانو ته وویل،‌ امریکا ژمنه ده چې په افغانستان کې داعش-خراسان ډلې د فعالیتونو مخه ونیسي.

متقي

د عکس سرچینه، RTA

د عکس تشریح، طالبانو بیا بیا پر امریکا غږ کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې ازادې کړي

هغه وویل،‌ له ګڼو نورو هېوادونو سره په ګډه هڅې کوي چې د داعش-خراسان ډلې د مالي‌ ملاتړ سرچینې بندې کړي او پرېنږدي چې دا ډله افغانستان او سیمې ته ګواښ پېښ کړي.

ښاغلي پرایس زیاته کړه، د حکومت لپاره یې دا یو مهم لومړیتوب دی چې د افغانستان له خاورې پر امریکا او یا هم د امریکا پر متحدینو بریدونه ونشي.‌

یاده دې وي چې د افغانستان د دولتي شتمنۍ شاوخوا ۹ نیم میلیارده ډالره دا مهال د امریکا حکومت لخوا کنګل شوي دي‌ او طالبان ورته لاسرسی نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د بشري او اقتصادي‌ ناورین خبرداری ورکوي او د بښنې نړیوال سازمان هم غوښتنه کړې چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې ازادې شي.

طالبانو هم بیا بیا پر امریکا غږ کړی چې افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي لپاره دې کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس که څه هم سه شنبه خپله خبري غونډه کې افغانستان سره د بشري مرستو یادونه وکړه، خو د افغانستان د کنګل شویو دولتي شتمنیو ازادولو په اړه یې څه ونه ویل.

نوموړي وویل، حکومت یې افغانستان کې له بشري او اقتصادي وضعیت خبر دی او امریکا به سږ کال دې لړ کې افغانستان سره د ۴۷۴ میلیونه ډالرو مرسته کوي.‌

نېډا پرایس وویل،‌ دا مرستې به له دریمې لارې، یعنی د طالبانو پر ځای افغانستان کې د امریکا متحدینو یا مرستندویه ادراو په مرسته کېږي.