امریکا د افغانستان کنګل شویو شتمنیو ازادولو په اړه د طالبانو غوښتنه رد کړې

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

په دوحه کې د افغان طالبانو له استازو سره تر دوه ورځنیو مخامخ خبرو وروسته د امریکا متحدو ایالتونو چارواکو ویلي 'هغو ډلو ته به د افغانستان کنګل شویو شتمنیو ته لاسرسی نه ورکوي چې د امریکا لخوا پرې بندیزونه لګول شوي'.

له دې سره داسې ښکاري چې امریکا یو ځل بیا د افغانستان د څه باندې ۹ میلیارده ډالره دولتي شتمنۍ د ازادولو په اړه د طالبانو غوښتنه رد کړې ده.

د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزرات په یوه اعلامیه کې راغلي، متحده ایالتونه ژمن دي چې افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي، خو هغه ډلې او کسان چې د امریکا بندیزونه پرې لګېدلي، شتمنیو ته لاسری نشي‌موندلی.

یاده دې وي چې د افغان طالبانو ګن مشران دا مهال د امریکا په تور لېست او همدا راز د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې شامل دي.

افغان طالبانو له دې دوه ورځنیو خبرو وروسته ویلي وو،‌ له امریکایي‌ پلاوي سره یې د کنګل شویو شتمنیو او همدا راز د تور لېست پر موضوع خبرې کړې دي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې داسې کومه اشاره نه ده شوې چې ایا پر دې موضوعاتو خبرې شوې دي او که نه.‌

د افغانستان دولتي‌ شتمنیو په اړه دا ناندرۍ داسې مهال دوام لري چې یاد هېواد له اقتصادي او بشري ناورین سره مخ دی او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې راتلونکو میاشتو کې ښایي ۹۷ سلنه وګړي یې له سختې لوږې سره مخ شي.

طالبان وایي، امریکا باید سیاسي مسایل له بشري مرستو جلا وساتي او د افغان دولت کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي، خو امریکا ټینګار کوي چې د دې شتمنیو له ازادولو پرته به افغانستان سره هر ډول بشري مرستې کوي.‌

د مرموزو وژنو په اړه د امریکا اندېښنه

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ په یوه جلا ټویټ کې بیا ویلي،‌ امریکا د افغان امنیتي‌ ځواکونو د پخوانیو غړو پر هدفي‌ وژنو او لادرکه کېده ژوره اندېښنه لري،‌ او طالبان له دې اندېښنې خبر دي.

نوموړي ویلي،‌ پر طالبانو یې غږ کړی چې باید خپلو لیکو کې د عمومي‌ بښنې ژمنه عملي‌کړي،‌ او هغو کسانو سره حساب وکړي چې په دې وژنو کې لاس لري.

یاده دې وي‌ چې د بشري حقونو د څار سازمان د سه شنبې پر ورځ خپل تازه رپوټ کې ویلي وو، طالبانو واک ته له رسېدو راهیسې یوازې په ۴ ولایتونو کې د افغان پولیسو او ملي امنیت سل تنه پخواني غړي وژلي دي.

خو طالبانو له بي بي بي سي سره خبرو کې دا رپوټ رد کړی او وایي،‌ له هېچا غچ نه اخیستل کېږي،‌ او که د دوی وسلوالو په خپل سر څوک وژلي وي نو حساب به ورسره کېږي.‌

د دوحې په خبرو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی شامل و،‌ او همدا راز د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي‌ استازي‌ ټام وېسټ د امریکایي پلاوي مشري کوله.

د امریکا ځانګړي استازي له دې کبله د طالبانو ستانیه کړې چې افغانستان کې اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو بهیر کې یې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د قطر په دوحه کې د دواړو خواو تخنیکي ډلو هم جلا ناستې ترسره کړې دي او دواړه لوري وایي، هوکړه شوې ده چې راتلونکي کې هم دا ډول کتنو ته دوام ورکړل شي.