غزه کې ۵ اسرائیلي سرتېري د 'ټانک په ډزو' وژل شوي دي

غزه

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، اسرائیلي ځواکونه روانه اوونۍ بیا د غزې شمال کې جبالیا ښار ته ننوتل

د اسرائیل پوځ وايي غزه کې په تېروتنې سره د دوی د خپلو ځواکونو یوه برید کې یې پنځه سرتېري وژل شوي دي.

اسرائیلۍ رسنیو ویلي،‌ دغه سرتېري چارشنبه د غزې د شمال په جبالیا ښار کې تر هغې وروسته ووژل شول چې د ټانک د برید هدف وګرځېدل.

په دې پېښه کې اووه نور پوځیان ټپي شوي هم دي.‌

دا تېر اکتوبر په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې اسرائیلي ځواکونو لپاره د خپلې بڼې تر ټولو مرګونې پېښه بلل شوې.

اسرائیلي ځواکونه که څه هم له دغه ښاره وتلي‌ وو خو روانه اوونۍ بېرته ور وګرځېدل.

دوی وايي‌ د حماس وسله وال بیا دغلته منسجم شوي دي.

له تېرې شنبې راهیسې چې اسرائیلي ځواکونو لومړی جبالیا کې هوايي‌ بریدونه وکړل او دوشنبه یې ځمکني ځواکونه ور ننوتل، لسګونه زره ملکي فلسطینیان له دغه ښاره وتلي دي.

پر جبالیا سربېره د غزې د سویل په رفح ښار کې هم، چې د دې تراړې د ټولو شاوخوا ۲ اعشاریه ۳ میلیون اوسېدونکو نږدې نیمايي خلکو پناه پکې اخیستې، په دې وروستیو ورځو کې جګړه سخته شوې ده.

ملګري ملتونه وايي، د تازه تاوتریخوالي او جګړو له کبله له رفح ښاره شاوخوا ۶۰۰ زره او په شمال کې ۱۰۰ زره فلسطینیان بې ځایه شوي دي.‌

غزه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ملګري ملتونه: له جبالیا او د غزې د شمال له نورو سیمو ۱۰۰ زره فلسطینیان بې ځایه شوي

جبالیا ښار کې وژل شویو اسرائیلي سرتېرو د پراشوټ لوا ۲۰۲ېم کنډک کې دنده درلوده.

اسرائیلي رسنیو د دغه هېواد د دفاعي ځواکونو په حواله ویلي، په دې اړه څېړنې کوي چې دغه سرتېري ولې هدف ګرځېدلي.

په لومړنیو څېړنو کې موندل شوې چې دغو سرتېرو د جبالیا کډوالو پنډغالي کې یوه ودانۍ نیولې وه او دا چې ټانکونه هم همدغه ځای ته څېرمه ځای پر ځای وو.

په موندنو کې ویل شوي، چې ټانکونو په دې ودانۍ کې وسله لیدلې وه او دوه ډزې یې پرې کړې دي.

د ۷ ټپي شويو سرتېرو له ډلې د دریو ټپيونه ژور ښودل شوي دي.‌