امریکا: اسرائیل ښايي غزه کې د امریکايي وسلو په کارولو له نړیوالو قوانینو سرغړونه کړې وي

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
- Author, ټام بټمن
- دنده, د امریکا بهرنیو چارو وزارت کې د بيبيسي خبریال
د امریکا حکومت وايي، اسرائیل ښايي په غزه کې د امریکايي وسلو په کارولو سره له بشري قانون سرغړونه کړې وي. خو راپور وايي چې اسرائيل په غزه کې د حماس پر وړاندې د جګړې لپاره له "سترې پوځي ننګونې" سره مخامخ دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه رپوټ ویلي دا "ارزول کېدی شي" چې د متحدو ایالتونو لخوا ورکړ شوې وسلې په داسې طریقه کارول شوي چې د اسرائیلو له ژمنو سره "متضادې" دي.
دا راپور چې د سپینې ماڼۍ په امر چمتو شوی، د جمعې په ورځ کانګرس ته وسپارل شو.
که څه هم دغه راپور په ښکاره توګه په غزه کې د اسرائیلو د عملیاتو پر یوه برخه ملامتیا اچوي، خو په ډاډ سره نه وايي چې اسرائیلي ځواکونو په خپلو عملیاتو کې له نړیوالو قوانینو سر غړولی دی.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې د امریکا د وسلو د قانوني کارونې په اړه د اسرائیلو ژمنه "د باور او اعتماد وړ" ده - نو ممکنه ده چې اسرائیلو ته د وسلو لېږلو ته دوام ورکړي.
په سند کې دا یادونه هم شوې چې د متحدو ایالتونو حکومت په خپله ارزونه کې "بشپړ معلومات" نه لري او دا چې حماس "د نظامي اهدافو لپاره ملکي زیربناوې او ملکي وګړي د انساني ډال په توګه کاروي." ډېر وخت په جنګي چاېیریال کې د حقایقو موندل ستونزمن وي."

د عکس سرچینه، EPA
دا راپور څو ورځې وروسته له هغه خپرېږي چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په ښکاره ګواښ وکړ که اسرائیل د رفح پر وړاندې ځمکني عملیات وکړي د ځینو بمونو او هاوانونو د لېږلو مخه به ونیسي.
رفح په غزه کې د حماس وروستۍ اډه ده چې زیات شمېر عام فلسطینیان پکې مېشت دي.
د بهرنیو چارو وزارت په خپل راپور کې دا هم موندلې، سره له دې چې اسرائیل د جګړې له پیل وروسته په لومړیو میاشتو کې غزې ته د بشردوستانه مرستو رسولو لپاره د امریکا له هڅو سره همکاري کړې. اوس مهال باور نه لري چې دا هېواد غزې ته د مرستو لېږد بند یا محدود کړي.
اسرائیلو د اکتوبر په اومه په اسرائیلو د حماس د برید په ځواب کې پر غزې پوځي عملیات پیل کړل.
په غزه کې د حماس روغتیا وزارت وايي چې تر دې دمه په دې تراړه کې ۳۴۹۰۰ کسان وژل شوي دي.











