د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غوښتنه کړې چې فلسطين د دې سازمان خپلواک غړی شي

د عکس سرچینه، REUTERS
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د یوه پرېکړه لیک په تصویبولو سره له امنیت شورا غوښتي چې د خپلواک فلسطین هېواد په موضوع له سره کتنه وکړي.
په پرېکړه لیک کې راغلي، فلسطین باید د ملګرو ملتونو د ۱۹۴ هېواد په توګه د دې سازمان رسمي غړی شي.
له دې وړاندې امریکا متحده ایالتونو په امنیت شورا کې د فلسطین په رسمیت پېژندلو طرحه ویټو کړې وه. د امریکا دغه پرېکړه ځینو غندلې هم ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
هممهاله د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسئول جوزیف بورېل ویلي و، ښايي اسپانیا، ایرلنډ، سلوانیا او ځينې نور اروپايي هېوادونه د خپلواک هېواد په توګه د فلسطين په رسمیت پېژندلو لپاره خپل پلان د روانې مې میاشتې په ۲۱ اعلان کړي.
ښاغلي بورېل، د اسپانیا اړوندې یوې راډيو سره مرکه کې ویلي، چې ښایې دا ګام د جګړې په لړ کې ډېر څه بدل نه کړي خو دا سمبولیک خوځښت به دا وښيي چې د "خپلواک فلسطین هېواد" په رسمیت پېژندلو لپاره اراده شته.
نوموړی وایي: "دا یو سبمولیک عمل دی خو سیاسي ماهیت لري."
د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسئول دا هم وایي، ښايي ځينې نورهېوادونه لکه بلجیم هم له دې نوښت سره یو ځای شي.
د سلوانیا لومړي وزیر رابرټ ګلوب هم د روانې اوونۍ په لومړیو کې ویلي وو، هېواد به یې د راتلونکې میاشتې تر نیمايي پورې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.

د عکس سرچینه، EPA
دارنګه د اسپانیا لوموړي وزیر پدرو سانچز هم په مارچ کې ویلي وو، اسپانیا او ایرلند له سلوانیا او مالتا سره هوکړه کړې چې په دې برخه کې به ګډ ګام اخلي.
له دې ډول پریکړې سره له وړاندې اسرائیل مخالف دي.
خو په غزه د اسرائیلو له جګړې وروسته، ډېرو هېوادونو خپل دریځ بدل کړی او هڅه کوي فلسطین د خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.
د یو شمېر اروپايي هېوادونو دا ګام وروسته له هغې اخیستل کېږي، چې اسرائیلو په رفح ښار له نړیوالو مخالفتونو سره سره عملیات پيل کړي دي.
تازه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش خبرداری ورکړی چې په رفح د اسرائیلو ځمکني عملیات به هلته د "لوی ناورین" لامل شي.

د عکس سرچینه، ANADOLU
ښاغلی ګوتیرش وایي، دا کار له هغو خلکو سره چې له لوږې د مرګ په پوله ولاړ دی، د مرستو هڅې له ستونزو سره مخ کوي.
ملګري ملتونو سرمنشي یو ځل بیا د بیړني اوربند غوښتنه کوي:" موږ له خپلو ټولو همکارانو سره هڅې کوو چې خلکو ته مرستې او روغتونو ته سون توکي ورسوو."
د رپوټونو له مخې په رفح کې ټول روغتونونه له جدي بیړني حالت سره مخ دی او ځينو له وړاندې د سون او نورو توکو نه رسیدو له امله خپل فعالیتونه کم کړي دي.
په خان یونس او د غزې په نورو ښارونو کې هم د ورته حالت یادونه شوې ده.











