بلېنکن: پر رفح د اسرائیلو برید به "تباه کوونکی" وي

فلسطین

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن خبرداری ورکړی چې پر رفح د اسرائیلو پراخ برید به پرته له دې چې حماس ختم کړي، "تباه کوونکی" وي. نوموړی وايي په جګړه کې د وژل شویو ولسي خلکو شمېر د حماس ډلې په لیکو کې د وژل شویو پر تله ډېر دي.

سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سولیون هم له خپل اسرائیل سیال تساهي هنګبي سره په ټیلیفوني اړیکه کې ورته اندېښنه ښودلې.

د سپینې ماڼۍ یوه ویناپاڼه کې راغلي چې "پر رفح چې له یو میلیون ډېرو کسانو په کې پناه اخیستې،‌ د ځمکې له لارې د احتمالي پوځي برید په اړه سولیون د ولسمشر جو بایډن پخوانۍ اندېښنه بیا تکرار کړه."

انتوني بلېنکن له اېن‌بي‌سي شبکې سره خبرو کې ویلي پر رفح ښار د اسرائیلو پراخ برید به ناورین وي.

نوموړي دا هم ویلي چې "له جګړې وروسته پړاو کې د غزې د کنټرول لپاره د پلان نشتوالی به اسرائیل د حماس له وسله‌والو او جنګیالیو سره د بغاوت جال کې ګیر پاتې شي."

غزه کې جګړې زور اخيستی؛ ګوتېرېش د سملاسي اوربند غوښتنه کړې

غزه

د عکس سرچینه، EPA

د غزې په شمال او جنوب کې جګړې زور اخيستی دی او شاوخوا ۳۰۰ زره فلسطينيان چې په رفح کې يې پناه اخيستې وه، د اسرائیلو له خوا د خبرداري له امله بې ځايه شوي دي.

په غزه کې د بشري ناورين په اړه اندېښنې مخ په ډېرېدو دي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرېش يو ځل بيا ټینګار کړی چې په غزه کې جګړې "بشري کړاو" رامنځته کړی او په جګړه کې په ښکېلو خوا او منځګړو هېوادونو يې غږ کړی چې "سملاسي اوربند وکړي."

ښاغلي ګوتېرېش همدا ډول "له کوم قيد او شرط پرته د يرغمل شويو وګړو د خوشي کولو" او د "بشري مرستو د زياتوالي" غوښتنه هم کړې ده.

په همدې مهال مصر چې په غزه کې د اوربند د خبرو يو مهم منځګړی دی، اعلان کړی چې د جرمونو نړيواله محکمه کې د اسرائيلو له خوا د "نسل وژنې" قضيه کې له جنوبي افريقا سره يو ځای کېږي.

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

بل پلو د اسرائیلو پوځ تېره شپه اعلان وکړ، چې د حماس د بيا ځای پر ځای کېدو د مخنيوي په پار يې په جباليا سيمه کې پوځي عمليات پيل کړي دي.

د حماس پوځي څانګې عزالدين قسام د يکشنبې په ورځ وويل چې د غزې په شمال جباليا کمپ کې يې له اسرائيلو سره نښتې کړې دي.

جباليا په غزه کې د بېځايه شويو وګړو يو تر ټولو لوی کمپ دی چې د اوسېدونکو شمېر یې له ۱۰۰ زرو ډېر اټکل شوی دی. دلته ډېری هغه فلسطينيان مېشت دي چې په ۱۹۴۸ کال کې د اسرائیلو د دولت جوړېدو پر مهال له خپلو سیمو بېځايه شوي وو.

پر اسرائيلو د حماس د اوکتوبر اوومې نېټې له بريد راهيسې د غزې شمال جباليا کې په پرلپسې ډول ځمکني او هوايي بريدونه ترسره کېږي.

یوه عیني شاهد بي بي سي ته وويل پر دغه کمپ له تېرې شپې راهيسې تر سهاره هوايي بریدونو دوام درلود.

د غزې شمالي برخې يوه اوسېدونکي بي بي سي ته ويلي چې اسرائیلي پوځ پاڼې شيندلې او له خلکو يې غوښتي چې د غزې لوېديځ ته ولاړ شي.

دغه کس وايي، "کله چې ځای پر ځای شو بيا راته بل ځای ته د وتلو نوی امر کېږي."

د غزې شمال کې يوه بل تن بي بي سي ته وويل، د وتلو د امر سربېره په خپل کور کې پاتې کېږي. دی وايي، "موږ مخکې بېځايه شوي وو، بمبارۍ راباندې وشوې، بيا بېرته راغلو، کورونه مو ويجاړ شوي، بيا نه بېځايه کېږو."

رفح کې کړکېچن حالت؛ د غزې شمال او جنوب کې جګړه

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو مرستندويه ادارې تائيد کړه چې له تېرې اوونۍ راهيسې شاوخوا ۳۰۰ زره فلسطينيان له رفح ښاره بېځايه شوي دي.

یادې ادراې د "کډوالو په زوره بېځايه کېدو" په اړه اندېښنه ښودلې ده.

نړيوالو ادارې او د اسرائیلو متحدينو په وار وار د غزې په جنوب کې پر رفح د ځمکني بريد په اړه اسرائیلوته خبرداری ورکړی چې ناوړه انساني پايلې به ولري.

اسرائیل له څو اوونيو راهيسې وايي، په بشپړه توګه د حماس د له منځه وړلو لپاره پر رفح ځمکنی بريد کوي. لومړي وزير بنيامين نتنياهو دا هم ويلي چې د اوربند هوکړه يا نه منل به پر رفح د اسرائیلو د بريد پر پرېکړه اغېز ونه کړي.