طالبان او ازبک پوځي چارواکي تاشکند کې پر 'دوه اړخیزو همکاریو' غږېدلي

د راپورونو له مخې، د ازبکستان د سرحدي ځواکونو او استخباراتي جګپوړو چارواکو په تاشکند کې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت له یوه پلاوي سره کتلي او خبرې اترې کړې دي.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې د ازبکستان د دولتي امنیت د سرحدي ځواکونو قومندان سلیم جان حسنوف د ملي دفاع وزارت د ۲۰۹ قول اردو له قومندان رحمت الله محمد او ورسره پلاوي سره د سرحدي او دوه اړخیزو اړیکو او همکارۍ په اړه خبرې اترې وکړې.

افغانستان او ازبکستان ۱۴۴ کیلومتره ګډه پوله لري او په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ راهیسې ازبکستان له طالب چارواکو سره تماسونه نیولي او د طالبانو د حکومت چارواکو او پلاوي څو څو ځلې ازبکستان ته سفرونه کړي دي.

په وروستیو کې په تاشکند کې د افغانستان سفارت هم د طالبانو د حکومت استازي ته وسپارل شو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د معرفۍ له مخې، د ازبکستان په تاشکند کې د افغانستان د سفارت مسؤولیت د طالبانو شارژدافېر ته سپارل شوی دی.

سرچینې بي بي سي ته تایید کړې وه، چې د طالبانو د کانونو د وزیر شهاب الدین دلاور زوی مغفور الله شهاب، چې دوه میاشتې وړاندې د لومړي سکرتر (لومړي منشي) په توګه ټاکل شوی و، په تاشکند کې د افغانستان د سفارت چارسمبالی شو.

تاشکند د طالبانو له حکومت سره نژدې اړیکي لري. په وروستیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دغه سفارت ته دوه نوي ډیپلوماټان معرفي کړي وو. د طالبانو یو بل استازی به هم ژر تاشکند ولاړ شي.

د روانې فبرورۍ میاشتې پیل کې د ازبکستان د استخباراتو او سرحدونو د چارو مشر عبدالسلام عزیزوف په کابل کې له لوړ پوړو طالب چارواکو سره وکتل. ویل شوي، چې ښايي طالبانو ته د افغان سفارت د لېږد په اړه تفاهم ته رسېدلی وي.

شاوخوا دوې اونۍ وړاندې، د طالبانو حکومت په کابل کې د افغانستان په چارو کې د سیمې د هېوادونو د ځانګړي استازي کوربه و، چې طالبانو له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو د افغانستان په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه.

د تېر کال مارچ میاشتې وروستیو کې د طالبانو حکومت ملي دفاع سرپرست وزیر د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف، د افغانستان د چارو له استازي عصمت الله رحیموف او مل پلاوي سره کابل کې کتلي وو.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت له ازبکستان سره د اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړي دي.

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له جملې څخه یوازې تاجکستان د طالبانو له حکومت سره دیپلوماتیکې اړیکې او سیاسي همکاري نه لري، سره له دې چې د افغانستان د اړتیا وړ برېښنا یوه برخه لا هم له تاجکستان څخه واردېږي.