د خپلې مېرمنې په ګډون د ۴۲ ښځو قاتل څنګه ونیول شو؟

د عکس سرچینه، EPA-EFE
د کېنیا پولیس وايي، یو سړی یې نیولی چې د نهو ښځو د وحشتناکو وژنو په شک په "ځنځیرهيي قاتل " مشهور دی.
تورن د قربانیانو ټوټې ټوټې شوي جسدونه په یوه پخواني کان کې چې اوس د کثافاتو ډېران دی، غورځولي دي.
پولیس وايي، د مشکوک تن نوم کولینز جومایسي خالیسیا دی او ۳۳ کلن دی.
ښاغلي خالیسیا اعتراف کړی چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې یې د خپلې مېرمنې په ګډون ۴۲ ښځې وژلې دي.
مشکوک د دوشنبې په سهار په یوه میخانه کې د اروپا فوټبال پایلوبې ننداره کوله چې ونیول شو.
د تېرې جمعې له ورځې راهیسې چې د کېنیا پلازمېنې نایروبي د موکورو په کان کې لومړی ټوټه شوي جسدونه وموندل شول دغه هېواد حیران او په غوسه کړی.
د کېنیا د جنایي څېړنو د څانګې مشر محمد امین وویل، مشکوک "له ۲۰۲۲ تر تېرې پنجشنبې پورې د ۴۲ مېرمنو په تېر ایستلو، وژلو او په کان کې د غورځولو اعتراف کړی."
هغه زياته کړه، چې تر نيول کېدو وروسته مشکوک تن پوليس افسران د پېښې له ځايه سل متره لیرې خپل کور ته بوتلل.
ښاغلي امین وویل چې د مشکوک له کوره یې د لسو موبايلونو، یو لپ ټاپ، تذکرې او د ښځو د جامو په ګډون مهم شواهد موندلي دي.

د عکس سرچینه، AFP
پولیسو وویل چې دوی یو ساتول چې "د قربانیانو د ټوټې کولو" لپاره کارول کېده او نهه کڅوړلې موندلې دي چې غالبا جسدونه به یې پکې اچول.
د جمعې له ورځې راهیسې، پولیسو د کثافاتو ډنډ بند کړی چېرې چې جسدونه د تخریب په بېلابېلو پړاوونو کې دي او هلته چا ته د ورتګ اجازه نه ورکوي.
د پولیسو په وینا، د قربانیانو عمرونه د ۱۸ او ۳۰ کلونو ترمنځ وو او ټول په ورته ډول وژل شوي او له قربانیانو د یوې تنې د ګرځنده تیلېفون په تړاو د "ځانګړې پلټنې" او "د ورکېدو په هماغه ورځ د هغې د مالي معاملو په اړه څېړنه"د تورن د پېژندنې لامل شوي دي."
د پولیسو په وینا، د عدلي طب متخصص د قربانیانو جسدونه معاینه کوي او له مشکوک د قتل د انګیزې معلومولو لپاره پوښتنې روانې دي.
ټاکل شوې چې جومایسي خالیسیا سبا (سهشنبه) محکمې ته حاضر شي.
ځایی چارواکو له هغو کورنیو - چې "باور لري د دوی عزیزان د دې وحشتناکو وژنو قرباني شوي" وغوښتل چې له پولیسو سره اړیکه ونیسي.
ښاغلي امین وویل: "دا څرګنده ده چې موږ اوس له یوه ځنځیرهيي قاتل سره مخامخ یو، یو رواني ناروغ، قاتل چې د انسان ژوند ته هېڅ درناوی نه لري او هېڅ کرامت او عزت نه لري. "
هغه زياته کړه، چې د يوې قربانۍ له ټیلیفون سره دویم تن هم نیول شوی، چې اوسمهال د پېښې د اصلي عامل همکار ګڼل کېږي.

د عکس سرچینه، EPA-EFE
د کېنیا د پولیسو د څار یوې ډلې مخکې ویلي وو، په دې اړه پلټنه کوي چې ایا پولیس په دې جرمونو کې لاس لري او که نه.
دې ډلې استدلال کاوه چې د کثافاتو ډنډ د پولیسو مرکز ته نژدې دی او افسران یې بل ځای ته لېږدول شوي دي.
د کېنیا د پولیسو مشر ډګلاس کانجا مخکې رسنیو ته ویلي وو چې له دې پوستې د افسرانو د لېږدولو لامل د "وحشیانه" وژنو په اړه "منصفانه او بېپرې تحقیقاتو" ترسره کول دي.
د کېنیا د پولیسو پر چارو د څارنې خپلواکې ادارې هم ویلي چې د "غیرقانوني نیولو او تښتونې په اړه د پولیسو په وړاندې د پراخو تورونو" له امله یې لومړنۍ څېړنې پیل کړې چې ایا د پولیسو او وژنو ترمنځ اړیکه شته که نه.
د بشري حقونو ډلو د کینیا پولیس تورن کړي چې د دې میاشتې په پیل کې یې د مالیاتو د زیاتوالي په تړاو پر لسګونو مظاهره چیانو ډزې کړې او ځینې یې مړه شوي دي.
د کېنیا د پولیسو مشر جافت کوم د جمعې په ورځ وروسته له هغه استعفا وکړه چې ولسمشر ویلیم روټو د خونړیو لاریونونو له امله خپله ټوله کابینه له کاره ګوښه کړه.











