ولې قطر د اسرائیل او حماس تر منځ د سولې هوکړې منځګړیتوب نه شي کولای؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, جیرمي هویل
- دنده, بي بي سي
قطر حکومت وايي، د اسرائیل او حماس تر منځ د سولې هوکړې لپاره منځګړیتوب ځکه لغو کوي، چې په خبره یې هېڅ یو لوری هم مذاکراتو ته لېوال نه دی.
داسې رپوټونه هم ورکړل شوي، چې امریکا پر قطر فشار ډېر کړی، چې هلته د حماس دفتر باید وتړل شي.
قطر چې یو کوچنی خو شتمن هېواد دی، په منځني ختیځ کې یې د ځان لپاره د سولې مرکچي رول موندلی دی، خو دغه هېواد تر اوسه نه دی توانېدلی د اسرائیل او حماس تر منځ روان کړکېچ کې د اوربند لپاره منځګړیتوب وکړي.
قطر څنګه په منځني ختیځ کې د سولې مرکزي منځګړی شو؟
قطر د فارس خلیج پرغاړه پروت کوچنی هېواد دی، چې ټول مساحت یې ۱۱ زره شپږ سوه مربع کیلومترو ته رسېږي، خو دغه هېواد دومره پرېمانه طبیعي ګاز صادروي، چې له کبله یې د ډېر سړي سر عاید له پلوه په نړۍ کې شپږم ځای لري.
د قطر حکومت د ځان لپاره د سولې راوستو منځګړي رول غوره کړی او په تېرو لسیزو کې یې پر بریالیتوب سره د منځني ختیځ، اروپا او افریقا په یو شمېر کړکېچونو کې د ښکېلو اړخونو تر منځ د سولې هوکړې یا اوربند لپاره منځګړیتوب کړی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه هېواد د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې د اسرائیل او حماس تر منځ د یوه موقت اوربند لپاره منځګړیتوب وکړ، چې په ترڅ کې یې د ۱۰۵ یرغمل شویو اسرائیلیانو بدل کې ۲۴۰ فلسطیني بندیان خوشي شول.
په ۲۰۲۰ کال کې قطر د شل کلنې جګړې پای ته رسولو لپاره د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې لپاره منځګړیتوب وکړ. د همدې هوکړې په پایله کې امریکا او د اتحادي هېوادونو ځواکونه له افغانستانه ووتل او طالبان بېرته واک ته ورسېدل.
قطر په ۲۰۲۳ کال کې د امریکا او ایران تر منځ د بندیانو تبادلې یوه جوړجاړي لپاره هم منځګړیتوب وکړ.
د همدې کال په اوږدو کې قطر د روسیې او اوکرایین تر منځ د هغو اوکراییني ماشومانو بېرته ستنولو لپاره منځګړیتوب وکړ، چې د روان کړکېچ په ترڅ کې له اوکرایینه روسیې ته وړل شوي وو.
په ۲۰۲۰ کال کې قطر د چاډ حکومت او د دې حکومت د ۴۰ مخالفو ډلو تر منځ منځګړیتوب وکړ او له دې مخکې یې د سودان حکومت او د دې هېواد په لوېدیځ دارفور ولایت کې د حکومت مخالفو وسله والو تر منځ د سولې هوکړې لپاره منځګړیتوب کړی.
قطر ولې د سولې منځګړیتوب رول خپل کړی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
قطر حکومت د دې هېواد په اساسي قانون کې خپل رول د سولې منځګړي په توګه لیکلی دی. د دې هېواد د اساسي قانون په اوومه ماده کې راغلي: ''د هېواد بهرنۍ پالیسي د نړیوالې سولې او امنیت پر اصولو ولاړه ده، چې معانا یې د نړیوالو کړکېچونو سوله ییز حل ته هڅونه ده.''
قطر نه یوازې د امریکا یو متحد هېواد دی او نه یوازې د دې هېواد په العدید هوايي اډه کې زرګونه امریکايي پوځیان دېره دي، بلکې دې هېواد د طالبانو او حماس په څېر سخت دریځو ډلو ته هم اجازه ورکړې، چې په دوحه کې دفترونه پرانیزي.
په بریتانیا کې د رائل یونائیټیډ خدماتو فکري مرکز ډاکتر ایچ. اې. هیلیر وايي، له دې سره قطر د هغو سیاسي لوریو تر منځ د پل حیثیت مومي، چې له یوه بل سره مخامخ خبرې نه کوي.
'' قطر د طالبانو او حماس په څېر ډلو ته رسېدو کې ځکه ډېر ښه دریځ لري، چې هېڅکله یې ورسره ستونزه نه درلوده. دغه راز د امریکا شتون د دې لامل دی، چې د دې ډلو استازي په دوحه کې خوندیتوب احساسوي.''
دی زیاتوي، ''دوی داسې احساس کوي، چې د ترور کېدو له وېرې پرته په خوندیتوب سره مذاکرات کولای شي.''
په بریتانیا کې د نړیوالو چارو فکري مرکز چاټهام ډاکتره صنم وکیل په دې هکله وايي، ''دا د دې هېواد تصویر دی، چې باید د یوه داسې منځګړي په نظر ورته وکتل شي، چې ستونزې حل کوي. د یوه منځګړي په توګه د قطر رول د امریکا لپاره هم خورا مهم دی او معانا یې دا هم ده، چې لوېدیځ ته ځان کوربه وروښيي. له همدې کبله د دې (قطر) شاوخوا سیمه هم خوندي او باثباته ده.''
ډاکتره وکیل زیاتوي، قطر د دیپلوماتانو یوه ډله لري، چې د سولې خبرو لپاره یې خورا ښه روزنه شوې ده. خو په خبره یې دوی تل نه دي توانېدلي په جګړه کې ښکېل اړخونه د سولې هوکړې یا تلپاتې اوربند ته وهڅوي.
دا وايي، ''کله چې دوه لوري سوله غواړي او د تاوتریخوالي دائره ختمه شي، قطریان د کړکېچ پای ته رسولو کې خورا ښه دي، که نه دوی نه شي کولای کړکېچ پای ته ورسوي.''
قطر د اسرائیل او غزې تر منځ د سولې راوستلو کې ولې له ستونزو سره مخامخ دی؟
د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اسرائیل او حماس تر منځ د منځګړیتوب له هڅو لاس اخلي. خو قطر هغه رپوټونه رد کړي، چې په دوحه کې د حماس دفتر تړل کېږي.
اسرائیلي چارواکو بیا پر قطر نیوکې کړې او په وینا یې دغه هېواد د یوې ترهګرې ډلې پالنه کوي.
ډاکتر هیلیر په دې هکله وايي، ''د قطر حکومت په ۲۰۱۲ کال کې د سوریې له حکومت سره له اختلاف وروسته حماس ته بلنه ورکړه، چې خپل دفتر له دمشق نه دوحې ته ولېږدوي. دوی دا کار د امریکا او ښايي د اسرائیل په همغږۍ وکړ.''
دی وايي، په تېر کې قطر توانېدلی له اسرائیل او حماس سره د اوربند په کولو کې مرسته وکړي او په وینا یې ''خو هغه وخت ځکه داسې وشول، چې دواړو لوریو غوښتل مخکینی وضعیت په خپل حال پاتې شي.''
ډاکتره وکیل وايي: ''دا ځل وضعیت بل ډول دی. اسرائیل حکومت د سولې پرتله د خپل هېواد د امنیت تضمین غوښتنه کوي. د جګړې دوام ورسره مرسته کوي، چې خپل هدفونه ترلاسه کړي او حماس بیا ځکه سوله غواړي، چې له منځه لاړ نه شي.''
داسې ګومانونه کېږي، چې ښايي حماس په قطر کې خپل دفتر پرېږدي او ترکیې یا ایران ته لاړ شي. خو ډاکتر هیلیر وايي، قطر د حماس مشرانو لپاره تر ټولو خوندي ځای کېدای شي او دوی ښايي همالته پاتې شي. دی وايي، ''کله چې اسماعیل هنیه له دوحې ووت او ایران ته لاړ، نسبتاً ډېر ژر اسرائیلي ځواکونو په نښه کړ.''











