امریکا ولې غواړي خپلې اټومي وسلې بریتانیا کې یوه پوځي مرکز ته ولېږدوي؟

    • Author, میټ پریسي
    • دنده, بي بي سي نیوز

د موندنو پر بنسټ امریکا یو ځل بیا غواړي چې خپلې اټومي وسلې د بریتانیا په (سففولک) سېمه کې پرته لویه پوځي هډه کې ځای پر ځای کړي.

تر لاسه شوې سندونه ښکاره کوي چې دمګړۍ د بریتانیا د رائل فورس (د بریتانیا شاهي پوځ) لېکن هېټ هډه کې د دغو مهمو وسلو زېرمه کولو لپاره چمتوالی روان دی.

د معلوماتو پر بنسټ دلته زېرمه کېدونکې اتومي وسلې په دویمه نړیواله جګړه کې د جاپان په هیروشیما له اچول شوي اتومي بمه څو ځلې ډېرې زورورې دي.

دا وخت په سففولک کې د مشهورې پوځي هډې شاوخوا د امریکا د هوايي ځواک د ۴۸م جګړییز ځواک په نوم کنډک ټاکل شوی او په دغه مرکز کې ایف-۳۵ ډوله عصري الوتکې هم ځای پر ځای شوې دي.

د امریکا د هوايي ځواکونو د معلوماتو له مخې دا الوتکې د بي۱۶-۱۲ ډوله اتومي بم لېږدولو ظرفیت لري او په دې برخه کې تر ټولو په زیاته عصري ټکنالوجۍ سمبال دي.

د امریکا دفاع وزارت یو ځل په دې اړه لږ، ډېر معلومات په خپله وېبپاڼه شریک کړي و خو ژر یې پاک کړه او اوس ورته لاسرسی نشته.

بي بي سي ته رسېدلي سندونه ښیی چې په دې هډه کې د اتومي وسلو ساتلو لپاره په یوې ځانګړي ودانۍ کار روان دی او د دې ودانیزو چارو لپاره سلګونه زره ډالره ځانګړي شوي دي.

ایا 'سففولک' یو ځل بیا د اتومي وسلو په مرکز بدلېږي؟

د لېکن هیت په نوم د شاهي پوځ هډه په ۱۹۴۱م کال کې جوړه شوې ده او د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال ترې ګټه اخیستل کېده.

د سړې جګړې پر مهال چې کله د ناټو او شوري اتحاد بلاک تر منځ کړکېچ زور واخیست، نو په ۱۹۵۱م کال کې د امریکا هوایي ځواک د دغې هډې د تنظیم مسولیت پر غاړه واخېست.

دلته اوس د امریکا شاوخوا څلور زره وسله سرتېري ځای پر ځای دي او تر څنګ یې نږدې ۱۵۰۰ ملکي عمله هم په کار بوخته ده.

د لندن په کېنګز کالج کې د جنګي علومو پروفیسر سر لارینس فریډمن وایي "داسې ښکاري چې دا پلان د احتیاط لپاره جوړ شوی دی."

دی وایي په دې سیمه کې نوي ودانۍ هم ممکن د دې لپاره جوړیږي چې که په راتلونکي کې د اروپا له ځینو هېوادونو هم د اتومي وسلو د لېږد اړتیا شي نو دلته یې زېرمه کړي.

له دې ټولو سره له اوږدې مودې راهیسې د بریتانیا او ناټو دا پالیسي عملي ده چې نه په کوم ځای کې د اتومي وسلو د موجودیت او نه هم ردولو په اړه واضح څه وايي.

دا کار اوس ولې کېږي؟

سر لارینس چې د جګړو اړوند وضعیت ارزونه کوي وايي: "زه فکر کوم دا کار د اوکرایین له روانې جکړې سره ډېره مستقیمه اړیکه نه لري." خو زیاتوي چې د دې کار یو دلیل له روسیې سره په عمومي ډول او اوږد مهاله کړکېچ کیدای شي.

د ناټو یو پخوانی افسر ولیم البرک په دې هکله وايي: "دا کار د روسیې لخوا په ټوله اروپا کې د خطر مخنیوي په موخه یو احتیاطي ګام یا غبرګون کېدای شي."

نوموړي د دغې خبرې ثبوت لپاره په بیلاروس کې د روسیې اتومي ځواکونو ځای پر ځای کېدو، پر اوکرایین یرغل او د ولادیمیر پوتین لخوا د اتومي وسلو د استعمال ګواښ ته اشاره کوي.

د اتومي وسلو زېرمه کول پر بریتانیا څه اغېز کوي؟

د امریکايي ساینسپوهانو فدراسیون یو غړی هانس کرسټېنسن وايي: "په دې کې هیڅ شک نشته چې که کوم ځای اتومي وسلې وي، نو له روسیې سره د اتومي جګړې پېښېدو پر مهال به د غلیم لومړی نښه هماغه ځای وي."

خو دی وایي له دې پرته هم دا امکان خورا زیات دی چې دا هډه وار له مخه د روسیې یو هدف دی، د هغه په ټکو "دلته که اتومي وسلې زېرمه شي یا نه د روسیې سترګې په دغې هډه دي."

دی وایي که زه هم د روسیې د پوځ کوم مشر وای دا هډه به مې هرومرو په نښه وه، تاسې روسي تلویزیونونه وګورئ چې د بریتانیا او دې هډې په باره کې کافي ډېر بحثونه پکې کېږي.

د روسیې ګواښ پر خپل ځای خو دې موضوع په بریتانیا کې د ننه د هغو خلکو او بنسټونو اندیښنې هم زیاتې کړي چې د پاک چاپېریال او پاکې هوا لپاره مبارزه کوي.

د اتومي وسلو پر ضد یو نادولتي بنسټ وار له مخ د دغې پوځي هډې مخې ته لاریونونه پیل کړي.

د ن(یوکلئیر ډس ارمامېنټ) په نوم د بنسټ عمومي منشي کېټهډسن وايي "که اتومي وسلې دلته زېرمه شوي هم وي موږ به یې وباسو."

دوی ادعا کوي چې د بریتانیا دفاع وزارت له دې کبله پر چاپېریال اغېزې له پامه غورځلې دي.