پاکستان: د درنو واورو او سختو بارانونو له امله لږ تر لږه ۴۰ کسان مړه شوي دي

د عکس سرچینه، RESCUE 1122
د پاکستان په قبایلي سیمو کې روانه اوونۍ د سختو بارانونو، ناڅاپي واورې او سړو له امله لږ تر لږه ۴۰ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
پاکستان کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې چارواکو ویلي، په دوی کې ۲۲ ماشومان هم دي، چې ډېری یې د ځمکې ښوېیدو په پېښو کې مړه شوي دي.
سختې هوا د پاکستان په شمالي او لوېدیځو سیمو کې لارې بندې کړې او سلګونه کورونه یې زیانمن کړي دي.
په دې موسم کې د واورو اورښت د هوا پېژندنې کارپوهان حیران کړي ځکه معمولآ په مارچ میاشت کې په دغو سیمو کې هوا نرمه وي.
د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې پخواني مشر مشتاق علي شاه اقلیمي بدلونونو د دغو پېښو یو لامل بللی دی.
هغه ویلي "د لنډو شېبو" تالنده او ږلۍ حیرانونکې نه وي، خو دا غیر معمولي ده چې ۳۰ دقیقې دوام وکړي.
د خیبرپښتونخوا په شمال لوېديځ کې د کرک ولسوالۍ اوسېدونکی، حاجي شاه وايي، تر دې مخکې يې يوازې يو ځل په ګاونډ کې واوره اورېدلې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه بي بي سي ته وویل: "تر هغه ځایه چې زما په یاد دي، شاوخوا ۲۵ یا ۳۰ کاله وړاندې د څو دقیقو لپاره لږه واوره ورېدلې وه."
د چارواکو په وینا، سختو بارانونو لږترلږه ۱۵۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ او ۵۰۰ نور په جزوي توګه زیانمن کړي، چې ډېری یې په خیبر پښتونخوا او په سوېل لویدیځ بلوچستان ایالت کې دي.
له څو ورځو راهیسې په یو شمېر ولسوالیو کې برېښنا په بشپړه توګه پرې شوې ده.
د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت وايي، سېلاب ځپلو سيمو ته یې مرستې رسولې او د وژل شويو او ژوبلو کسانو له کورنيو سره يې هم د مالي مرستو اعلان کړی دی.
د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې په خپله اونیزه وړاندوینه کې اټکل کړی، چې د دې اونۍ په پاتې ورځو کې د "په عمده توګه د سړې او وچې هوا" تمه کېږي، که څه هم د بلوچستان او کشمیر په ځینو برخو کې بیا د "پر غرونو د واورې اورښت" اټکل کېږي.
پاکستان لومړی وزير ګوادر ته په سفر تللی

د عکس سرچینه، PMLN/X
شهباز شریف: د ژغورنې هڅې او مرستې باید ونه سپمول شي
شهباز شریف د پاکستان د نوي لومړي وزیر په توګه له لوړې وروسته ګوادر ته تللی دی.
د چارواکو په وینا هغه ته د دغه سفر پر مهال سوېلي وزیرستان کې د وروستيو توپانونو او ورښتونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه معلومات ورکول شوي دي.
دغه راز ویل شوي لومړی وزير شهباز شریف ته د هېواد په نورو برخو کې د زيانونو او له اغېزمنو شویو خلکو سره د مرستې لپاره د اقداماتو په اړه هم ویل شوي دي.
لومړي وزیر د مخابراتو د اغېزمن شویو زیربناوو د بیا رغولو او شخصي ملکیتونو ته د اوښتو زیانونو په تړاو د ارزونې لارښوونې کړې دي.
هغه ویلي د ژغورنې او مرستې لپاره باید هېڅ ډول هڅې ونه سپمول شي.











