تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملاریا پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ؛ افغانستان کې یې تېر کال له ۱۲۵ زرو ډېرې پېښې ثبت شوې
د روغتیا نړیوال سازمان او د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې تېر کال دغه هېواد کې د ملاریا ۱۲۵ زره ۷۸۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
دا مالومات د ملاریا پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځ په مناسبت خپاره شوي.
د روغتیا نړیوال سازمان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د ملاریا د دغو پېښو نږدې ۹۰ سلنه یوازې د دغه هېواد په څلورو ختیځو ولایتونو ننګرهاره، لغمان، کونړ او نورستان کې ثبت شوې.
دا شمېر اوړم (۲۰۲۱) کال افغانستان کې د ملاریا د ثبت شویو مثبتو پېښو پرتله ۴۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان بي بي سي ته په استولي غږیز پیغام کې ویلي چې له ۲۰۱۶ تر ۲۰۲۲ کال پورې په افغانستان کې د ملاریا پېښې نږدې ۶۷ سلنه کمې شوې دي.
دی زیاتوي چې په ۲۰۲۲ کال کې د ملاریا د ډېرو پېښو د ثبتېدو لامل دا دی چې ګوندې اوس خلک ډېر روغتیایي خدماتو ته لاسرسى لري، نو ځکه یې پېښې ډېرې ثبتېږي.
نوموړی وايي تېر کال د ملاریا له کبله افغانستان کې د مړینې کومه واقعه هم نه ده ثبت شوې.
د ښاغلي زمان په وینا افغانستان کې د ملاریا د ثبت شویو پېښو نږدې ۹۶ سلنه د دې ناروغۍ د پلارسمودیم وای واکس بڼه ده.
د طالبانو حکومت کې د عامې روغتیا وزارت یاند وايي، دوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې په بشړ ډول د ملاریا پېښو لمنځه وړلو کې همکاري ورسره وکړي.
ملاریا ژوند ګواښونکې ناروغي ده چې د غوماشو په وسیله انسانانو ته خپریږي. خو د دې ناروغۍ مخنیوی ممکن دی او درملنه یې هم شته.
د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې د نړۍ نږدې نیمایي وګړي د دې ناروغۍ له خطر سره مخ دی.
افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دی، چې لاهم د ملاریا ناروغي پکې ډېره ده او زرګونه خلک په تېره بیا ګرمۍ موسم کې پرې اخته کېږي.
دغه سازمان او ملګرې ادارې یې سږکال د ملاریا ناروغۍ نړیواله ورځ د هغو هیوادونو په لاس ته راوړنو لمانځي چې ملاریا یې په بشپړه توګه محوه کړې.