تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه سړی چې سر کې یې ذهن لوستونکی چېپ لګېدلی، د ایلان مسک منندوی دی
په مغزو کې د داسې یوه چیپ لرل چې وکولی شي فکرونه د کمپیوټر پر قوماندې بدل کړي کېدای شي ظاهرن تخیلي کیسه وبرېښي، خو دا اوس د "نولنډ ارباو" د ژوند مهم واقعیت دی.
ښاغلي ارباو لومړنی کس و چې د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې د نیورو ټیکنالوجۍ نورالینک کمپنۍ ورته دا چیپ ولګاوه.
نولنډ ارباو چې اوس ۳۰ کلن دی، په یوه پېښه کې یې له ولیو لاندې بدن شنډ شه او د بدن د غړو پر خوځولو یې کابو له لاسه ور کړ.
دا د انسانانو په مغزو کې لومړنی لګېدلی چیپ نه دی، ځینو نورو کمپنیو هم انسانانو ته ورته چیپونه کارولي، خو د نولنډ ارباو چیپ د نورالینک کمپنۍ د بنسټګر ایلن ماسک له امله د ډېرو پام را خپل کړ.
نولنډ ارباو باوري دی چې نه دی او نه هم ایلن ماسک مهم دی، بلکې مهم څه ساینس دی.
هغه بي بي سي سره خبرو کې وویل، کوم څه یې چې کول د ګواښونو په اړه یې پوهېدنه ده؛ ښه وي یا خراب - هر څه چې و- ما غوښتل مرسته وکړم.
" که هر څه سم شي، نو ما پخپل ګډون له نیورالینک سره مرسته کوله، خو که څه ناسم مخې ته راغلي وای، نو زه پوهېدم چې هغوی به ترې زدکړه کړې وای."
نه کنټرول او نه شخصي حریم
د اریزونا اوسېدونکی نولنډ ارباو په ۲۰۱۶ کال کې د غوټه وهلو په یوه پېښه کې له ولیو لاندې شل شو. د هغه ټپونه دومره سخت و چې دی وېرېده له دې وروسته به زدکړې، کار او ان د پرلیکه د ګیم کولو جوګه نه وي.
ده بي بي سي ته وویل، تاسو پر ځان هیڅ کنټرول نه لرئ، هیڅ خصوصي حریم نه لرئ او دا ډېره سخته ده. " تاسو باید پر نورو خلکو تکیه کول زده کړئ."
نورا لینک چیپ د نولنډ ارباو له مغزو سره د کمپیوټر په وصلولو ظاهرن تر یوه بریده د هغه پخوانۍ خپلواکي بېرته ده ته را ګرځولې ده.
دا د مغزو د کمپیوټري رابطې (BCI) په نامه یادېږي اودا ټیکنالوجي هغه کوچنۍ برېښنايي څپي چې د انسان د غړو د حرکت کولو ارادې پر مهال رامنځته کېږي، پېژني او په ډیجیټل قوماندې یې بدلوي. لکه د کمپیوټر پر سکرین کرسر ته حرکت ور کول.
دا یوه پیچلې موضوع ده چې ساینس پوهان له څو لسیزو راهیسې پرې کار کوي.
له شک پرته په دې برخه کې د ایلن مسک ښکېلېدو نورالینک ټیکنالوجي او نولنډ ارباو د رسنیو په سرټکو بدل کړي دي او همدارنګه یې نیورالینک کمپنۍ ته پانګه هم را جلب کړې ده.
کله چې د نولنډ په مغزو کې د چیپ د ځای پر ځای کولو یا امپلانټ اعلان وشو، نو متخصصینو دا مهم ګام وباله او ویې ستایه، خو هم مهال یې خبرداری ورکړ چې واقعي ارزونه یې وخت نیوونکې ده. دې سره ایلان مسک د خپلې کمپنۍ لپاره د تبلیغاتو موکه ترلاسه کړه.
مسک هغه وخت د خواله رسنیو په یوه پوسټ کې په ساده ډول ولیکل، د نیورون د تشخیص لومړنۍ پایلې هیله بخښونکې دي.
نولنډ ارباو وايي، ایلن مسک چې ده ور سره له خپلې جراحۍ وړاندې او وروسته خبرې کړې وې، ډېر خوشبین و: " څومره چې د کار پیل ته زما تلوسه وه هماغومره ایلن ماسک هم تلوسې نیولی و."
ښاغلی ارباو ټینګار کوي چې نیورالینک ټیکنالوجۍ له ایلن ماسک څخه ډېر څه ده او وايي دی دا د ایلن ماسک وسیله نه ګڼي.
خو په دې کې شک نه شته چې دې الې د نولنډ ارباو په ژوند ډېر اغېز پرېباسلی دی.
دا شونې ده؟
کله چې نولنډ د یادې الې د نصبولو له جراحۍ را په هوښ شو، ویې ویل چې په پیل کې یې د خپلو ګوتو د خوځولو په اړه فکر له امله د کمپیوټر پر سکرین د کرسر کنترولولو توان لاره.
هغه له بي بي سي سره خبرو کې وویل:
" چې رښتیا خبره وي، نه پوهېدم څه تمه وکړم- ځکه دا هر څه یوې ساینسي افسانې ته پاتې کېږي."
د کمپیوټر پر پرده د خپلو نیورونونو له لیدلو وروسته نولنډ چې د نیورالینک کمپنۍ تلوسه لرونکي کارکوونکي ترې را تاو شوي وو، وویل، دی اوس کولی شي پخپل فکر کمپیوټر کنټرول کړي او دا ډېره جالبه ده.
د وخت په تېرېدو هر څه د لا ښه کېدو خوا ته روان دي. اوس نولنډ ته د امپلنټ شوې الې وړتیا دومره لوړه شوې چې هغه پرې له خپلو ملګرو سره پر لیکه ګیمونه کولی شي.
هغه وايي: "زه پر لیکه ګیمونو له لوبولو سره را لوی شوی یم. کله چې معلول شوم، نو ومې پتېیله له دې شوق څخه مې باید لاس پر سر شم، خو اوس دا دی خپلو ملګرو ته پکې بیا ماتې ور کوم. دغسې یو څه ممکن نه و، خو اوس ممکن دي. "
نولنډ د ټیکنالوجۍ د ژوند بدلولو وړتیا یوه پیاوړې بېلګه ده، خو شونې ده ځینې نیمګړتیاوې هم ولري.
د سسیکس پوهنتون د عصبي علومو پروفیسور انیل سیت وايي، له اصلي ستونزو یوه یې خصوصي حریم دی.
ښاغلي سیت له بي بي سي سره په خبرو کې وویل: " کله چې موږ خپل دماغي فعالیت صادروو، نو موږ په بالقوه توګه خپلو فکرونو، باورونو او احساساتو ته د لاسرسي اجازه ور کوو نو شخصي محرمیت ته د لاسرسي پر وړاندې بل هیڅ خنډ نه پاتې کېږي."
خو دا د نولنډ لپاره اندیښنې نه دي او تمه لري چیپونه نوره وده هم وکړي.
هغه بي بي سي ته وویل، هیله من دی دا وسیله به ده ته دا وړتیا ور کړي چې خپل ویلچیر کنټرول کړي یا دا چې د راتلونکي انساني روبوټ مهارولو وړتیا ور کړي.
له هغه مهاله چې د نولنډ په مغزو کې چیپ لګول شوی، یو ځل پکې د تخنیکي ستونزې له امله له کمپیوټر سره د هغه اړیکه پرې شوې وه.
دی وايي، هغه مهال ډېر خواشینی شوی و او اندېښمن و چې بیا به نیورالینک چیپ وکاروای شي که نه.
وروسته بیا انجینرانو ستونزه پیدا او اله بیا له کمپیوټر سره ونښلوله.
خو د نولنډ لپاره د نیورالینک چیپ په کارولو سره یو خبرداری شته. هغه منلې چې د یوې مطالعې د برخې په توګه تر شپږو کلونو دا چیپ وکاروي چې له هغه مودې وروسته د چیپ برخلیک ډېر روښانه نه دی.
خو هغه باور لري چې تجربه به یې یوه ورځ داسې یو څه په حقیقت بدل کړي چې اوس یې په اړه فکر شونی دی. هغه بي بي سي ته وویل " موږ د مغزو په اړه ډېر کم معلومات لرو او زما دا کار موږ د دې جوګه کوي چې په اړه یې ډېر څه زده کړو."