بریتانیا کې د سږو د سرطان ضد واکسین ازمایښت پیل شو

د عکس سرچینه، PA MEDIA
ډاکټرانو د سږو سرطان لرونکو ناروغانو درملنې لپاره د نوي واکسین ازموینه د بریتانیا، د امریکا متحده ایالاتو، جرمني او ترکیې په ګډون په اوو هېوادونو کې پیل کړې.
په بریتانیا کې یو ۶۷ کلن سړی لومړنی کس دی، چې دا واکسین ورته شوې دي.
ډاکټران هیله من دي، چې یاد واکسین به د سږو د سرطان لپاره یوه انقلابي نوې درملنه وي.
دا واکسین د بدن معافیت سیسټم مجبوروي، چې د سږو سرطان حجرې وپیژني او له منځه یې یوسي.
ویل کېږي، چې دا واکسین د کورونا ویروس ډیرو واکسینونو ته ورته طرحه شوی او ورته ټیکنالوژي ورته کارول شوې.
څیړونکي هیله لري، چې دا درملنه د کیموتراپي برعکس د ناروغ معافیتي غبرګون ته وده ورکړي او په ورته وخت کې روغ سلولونه په خپل حال پرېږدي.
د یاد واکسین په لومړي ازمایښتي پړاو کې چې ۶۷ کلن یانوش راز پکې برخه اخیستې، د واکسین خوندیتوب په کې ازمایل کېږي.
د بریتانیا د لندن کالج په ګډون په اوو هېوادونو کې شاوخوا ۳۴ څېړنیز بنسټونو د یاد واکسین ازموینې لپاره ۱۳۰ ناروغان تر لاس لاندې نیولي دي.
ښه درملنه له لږو جانبي عوارضو سره

د عکس سرچینه، PA
دا درملنه باید د روغو حجرو پرځای په ځانګړي ډول د سرطان حجرې په نښه او ویجاړې کړي.
ډاکټران هیله من دي، چې همدا د لږو جانبي عوارضو په نظر کې نیولو سره تر ټولو غوره لار ثابته شي.
دې درملنه کې هغه معلومات او نښې شاملې دي، چې د سرطاني سلولونو په سطحه یا برسېرنه برخه کې وي او دا د ناروغ ایمني (دفاعي سیستم ) ته دا ورزدکوي، چې څه شی ولټوي او مبارزه ورسره وکړي.
د سرطان د حجرو نښې، چې د تومور نښو په نوم هم پېژندل کېږي، هغه مواد دي، چې کولی شي د سرطان په اړه معلومات وړاندې کړي.
کارپوهان وايي، د بي ان ټي ۱۱۶ واکسین، چې د جرمني د بایو ټیکنالوژۍ شرکت بایو ان تیک ( BioNTech) لخوا جوړ شوی، کولی شي لوی بدلون راولي.
پروفیسور سیو مینګ لی، چې د یادې ازموینې د بریتانیا برخې مشر دی بي بي سي ته وویل:
"موږ هیله لرو، چې د سږو د سرطان واکسین د درملنې نوې دوره پیل کړو. هیله ده، د ایمونوتراپي او کیموتراپي په جوړښت کې، چې دمګړۍ معیاري درملنه ده وکولی شو د خوندیتوب تر ټولو ښه بڼه رامنځته کړو."
ښاغلی راز چې پر لومړي ځل دا واکسین پرې ازمایل کېږي د لندن اوسېدونکی دی او وایې ، چې د نویو تجربو ازمایلو ته لېواله او چمتو دی.











