بلوچستان کې د ګوزڼ تائید شویو پېښو شمېر ۱۲ ته ورسېد

په تېر کې په بلوچستان کې د پولیو ضد واکسین پر ټیمونو وسلوال بریدونه هم شوي. ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په تېر کې په بلوچستان کې د پولیو ضد واکسین پر ټیمونو وسلوال بریدونه هم شوي. ارشیف تصویر
    • Author, محمد کاظم
    • دنده, بي بي سي - کوټه

د بلوچستان په خاران سیمه کې د ګوزڼ یا پولیو یوې نوې قضیې له ثبت کېدو وروسته سږ کال په پاکستان کې په ګوزڼ د اخته شویو ماشومانو شمېر ۱۵ تنو ته رسېدلی دی.

مسوولین وايي، د سږ کال په ناروغانو کې زیات شمېر د بلوچستان دی او درې ګوزڼ وهلي ماشومان مړه شوي دي. د یادونې ده، چې له ۲۰۲۳ کال مخکې نژدې دوه کاله او څلور میاشتې په بلوچستان کې د ګوزڼ هېڅ یوه پېښه نه وه ثبت شوې او له همدې کبله ځايي مسوولینو ویل، چې په نژدې راتلونکي کې به په بلوچستان کې د ګوزڼ ناروغي ختمه شي.

خو د سږ کال شمېر ښيي، چې د پاکستان د نورو سیمو پرتله په بلوچستان کې ډېر ماشومان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

په بلوچستان کې د ګوزڼ مخنیوي برخه کې د بېړنیزو خدمتونو مرکز همغږی کوونکی انعام الحق په دې هکله وايي، د نورو لاملونو تر څنګ یو لامل دا هم دی، چې ځینو کورنیو د ګوزڼ ضد واکسین له کارکوونکو سره د جوړ، جاړي له لارې خپلو ماشومانو ته د واکسین څاڅکي نه دي ورکړي.

وروستی ځل درې ورځې مخکې د بلوچستان په خاران سیمه کې د ګوزڼ وروستۍ پېښه ثبت شوې. په خاران کې ځايي مسوولین وايي، د ۲۳ میاشتو یوه ماشومه ګوزڼ وهلې ده.

تر اوسه د صوبې په اتو ولسوالیو یا ضلعو کې پر ګوزڼ د ماشومانو اخته کېدو تائید شویو پېښو رپوټونه ورکړل شوي دي. د خاران تر څنګ د ګوزڼ نورې پېښې د بلوچستان په مرکز کوټه، قلعه عبدالله، چمن، قلعه سیف الله، ډېره بګټي، جهل مګسي او ژوب سیمو کې ثبت شوې دي.

د مسوولینو په وینا تر ټولو ډېر ماشومان په قلعه عبدالله سیمه کې پر ګوزڼ اخته شوي دي. دا سیمه ډېورنډ کرښې ته څېرمه پرته سیمه ده، چې پنځه پېښې پکې ثبت شوې دي او په نورو یادو سیمو کې بیا یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.

تر ټولو ډېرې پېښې چېرې ثبت شوې؟

کوټه

د عکس سرچینه، Getty Images

پر پنجشنبه په مرکزي ښار کوټه کې د ګوزڼ مخنیوي برخه کې د بېړنیزو خدمتونو مرکز همغږي کوونکي انعام الحق له خبریالانو سره خبرو کې وویل،

په بلوچستان کې د پولیو ضد واکسین د کمپاین پر مهال د کوټې په شاوخوا سیمو کې د ادعا له مخې د جعلي واکسینو ورکولو پېښې هم معلومې شوې دي.

د نوموړي په خبره ځینې داسې پېښې هم معلومې شوې دي، چې د واکسین ورکولو کارکوونکو ماشومانو ته د واکسین له ورکولو پرته پر فورمو د کورنیو د مشرانو لاسلیکونه اخیستي دي.

هغه دغه راز وویل، د جعلي واکسینو قضیه کې د نژدې ۵۰۰ کمپاینرانو په هکله پوښتنې، ګروېږنې شوې او د ثبوتونو له ترلاسه کولو وروسته ۷۴ کسان له دندو ګوښه شوي دي.

دی وايي، ځینو خلکو خپل ماشومان په کورونو کې پټ کړي وو او د واکسین ورکولو کارکوونکو ته یې پلمه کړې، چې ماشومان یې له کوره بهر وتلي.