تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هند هوايي ځواک مشر: په 'سندور عملیاتو' کې مو شپږ پاکستانۍ الوتکې غورځولې
د هند د هوايي ځواک مشر وايي، د روان کال په مې میاشت کې یې له پاکستان سره د جګړې پر مهال د دغه هېواد پنځه جنګي او یوه لویه الوتکه غورځولې ده.
د هند د هوايي ځواک مشر مارشال اېپي سینګ دغه څرګندونې په بنګلور کې د 'سندور عملیاتو' په تړاو یوې غونډې کې کړې دي.
د اپرېل په ۲۲مه د هندي کشمیر په پهلګام کې پر سیلانیانو له مرګوني برید وروسته، هند د مې میاشتې په ۷مه وویل، په پاکستان کې یې د سختدریځو کمپونه په نښه کړي دي.
هند دغو عملیاتو ته د 'سندور عملیات' نوم ورکړی و. تر دغه برید وروسته د هندوستان او پاکستان ترمنځ عملا جګړه ونښته.
د هند د هوايي ځواکونو مشر اېپي سینګ وویل، د هند هوايي ځواک په دې عملیاتو کې یې د پاکستان لږ تر لږه ۶ الوتکې ویجاړې کړې چې پنځه یې جنګې او یوه یې لویه وه.
هغه وویل، د پاکستان لویه الوتکه یې "له ځمکې څخه په ۳۰۰ کیلومټره واټن کې په نښه کړې وه" او په یو ډول دا تر اوسه له ځمکې څخه هوا ته د برید تر ټولو لوی ریکارډ دی: "دا د پرمختللې ټیکنالوجۍ جګړه وه چې له ۸۰ تر ۹۰ ساعتونو وغځېده."
نوموړي زیاته کړه: " زه ویلی شم چې دا جګړه له پرمختللې-ټینکالوجۍ ور اخوا جګړه وه. موږ د هغوی د هوايي دفاع سیستم ته پراخ زیان واړاوه."
مارشال اېپي سینګ د 'سندور عملیاتو' پر مهال ادعا شوي زیان ته په اشارې وویل، دا ورته روښانه شوه که دوی (پاکستان) 'خپلو کړنو' ته دوام ور کړي، نو دوی باید نور زیان هم وزغمي: "دوی ځکه را مخکې شول او زموږ د پوځي عملیاتو عمومي مشرتابه (ډيجيایماو) ته یې د خبرو کولو پیغام ور کړ. دا وړاندیز یې په لوړه کچه منل شوی و."
بل لور د پاکستان دفاع وزیر د هند دا ادعا رد کړې ده. د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، د پاکستان هیڅ یوه الوتکه نه ده په نښه شوې او نه هم له منځه تللې. له دې مخکې پاکستاني چارواکو د یو شمېر هندیو الوتکو په نښه کولو ادعا کړې وه.
د هندو او پاکستان ترمنځ وروستۍ نښته چې د مې میاشتې له ۷مې تر ۱۰مې یې دوام وکړ، دواړه لوري په کې 'خپل بري او د مقابل لوري د زیان' وايي او مقابل لوري ته د زیان اړولو ادعا کوي.
د تېرې مې میاشتې په ۳۱مه د هند پوځ له لوی درستیز جنرال انیل چوهان څخه له پاکستان سره په جګړه کې د هند د جیټ الوتکې د په نښه کېدو په تړاو وپوښتل شول، نو هغه د پاکستان له خوا د دوی الوتکو ته د زیان اوښتو هر ډول ادعاوې رد کړې.
تېره میاشت د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، د هند او پاکستان په جګړه کې پنځه جنګي جیټ الوتکې زیانمنې شوې دي، خو دا یې روښانه نه کړه چې زیانمنې شوې الوتکې د کوم هېواد دي.
له هغه وړاندې پاکستان هم ادعا کړې وه چې له هند سره په جګړه کې یې د هندي لوري پنځه جیټ الوتکې غورځولې دي.
خو هندوستان د پاکستان دا ادعا رد کړې وه.