امازون انټرنېټي خدمتونو کې د ستونزې له کبله ګڼې ویب‌ پاڼې او اپلېکېشونونه بند شوي

د نړۍ لروبر ګڼ شمېر لویې ویب پاڼې او اپلیکېشنونه په امازون وېب خدمتونو کې د ستونزې له کبله بند شوي دي.‌

د سنپ چیټ، ډوولینګو،‌ کانوا او روبلاکس په ګډون ډېر اپونه اغېزمن شوي او همدا راز د لایډز او هالیفکس په ګډون د ځینو بانکونو مشتریانو هم د ستونزو رپوټ ورکړی دی.‌

امازون انټرنیټي خدماتو (اې‌ ډبلیو‌اېس) ویلي د ستونزې ريښه یې موندلې او دا چې خدمات بېرته د عادي کېدو په حال کې دي.

زرګونو کسانو ویلي چې انلاین بانکي خدمات یې کار نه کوي او بانکي‌ کارتونه یې هم له کاره لوېدلي دي.

ډېرو خلکو دا هم ویلي چې په موبایلونو کې خپلو بانکي‌ اپونو ته هم نشي‌ ننوتلی.

له دې سره لایډز بانک تایید کړې چې دوی او د دوی فرعي شرکتونو هیلیفیکس او د سکاټلنډ بانک کې د نن ورځې ستونزه د امازون ویب خدمتونو له مسلې سره تړاو لري.

دغه بانک پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: "تاسو ښايي په امازون ویب خدماتو کې د ستونزو رپوټونه لیدلي وي چې نن ورځ ټوله بریتانیا کې یو شمېر ویب‌ پاڼې او اپونه اغېزمن کړي. موږ پوهېږو چې دې زموږ ځینې خدمات هم اغېزمن کړي دي. موږ له دې کبله بخښنه غواړو."

د ډاون‌ ډیټکټور په نوم پلټفارم چې د انټرنیټي خدماتو ستونزې څاري، بي‌بي‌سي ته ویلي چې نن سهار یې په نړیواله کچه تر ۴ میلیونه ډېر شکایتونه کتلي دي.‌

بلخوا امازون انټرنیټي خدمات وايي،‌ له ستونزې د وتلو او رغېدو لپاره د پام وړ نښې کتل شوې.

دې کمپنۍ زیاته کړې چې "ډېرو غوښتنو ته اوس ځواب ویل شوی."

امازون وېب خدمات څه دي؟

امازون وېب خدمات (اې‌ ډبلیو‌اېس) د نړۍ په لر او بر کې د میلیونونو ویب‌ پاڼو او اپلیکېشنونو زیربناوو ته ځواک وربخښي.

د بي‌بي‌سي د ټېکنالوژۍ برخې خبریال لېف مک‌ ماهون وايي، په ځیرکو تیلېفونونو کې ډېر اپلیکېشنونه د همدې کمپنۍ د ډېټا سنټرونو په وسیله چلېږي.

دی زیاتوي چې که څه هم داسې انټرنیټي‌ ستونزې چې وېب ‌پلټفارمونه او خدمات اغېزمنوي نوې خبره نه ده، خو د یوې ستونزې له کبله د دومره ډېرو وېب‌ پاڼو او اپلیکېشنونو بندېدل غیرمعمول کار دی.

د ټېکنالوژۍ برخې متخصصان وايي، د دې ستونزې د تکرارېدو لامل دا دی چې ګڼ شمېر انلاین پلټفارمونه خپلو خدماتو لپاره یوه کمپنۍ کاروي.‌

د بېلګې په توګه، اې‌ ډبلیو‌ اېس د کلاوډ کمپیوټري خدماتو یو لوی چمتو کوونکی دی. نو کله چې په دې کمپنۍ کې کومه ستونزه رامخ ته شي، ښايي ډېرې ویب پاڼې چې د دوی پر خدماتو تکیه کوي، اغیزمنې شي.

څومره او کومې وېب‌ پاڼې اغېزمنې شوې؟

د ټېکنالوژۍ برخې خبریال ټام ګېرکېن وايي د هغو ټولو وېب‌ پاڼو او اپلیکېشنونو د شمېر ښودل ستونزمن دي، چې په اې‌ ډبلیو‌ اېس کې د دې ستونزې له کبله اغېزمن شوي دي.

خو د ډاون ډیټکټور په وینا خلکو لږترلږه د لاندې وېب‌ پانو او اپلیکېشنونو له نه کارېدو شکایتونه کړي:

  • سنپ‌چټ
  • زوم
  • روبلاکس
  • کلش رویال
  • مای‌ فېټنس پال
  • لایف‌۳۶۰
  • کلش او کلانز
  • فورت‌ نایټ
  • کانوا
  • ورډل
  • سېګنل
  • کوین بېس
  • ډوولېنګو
  • سلاک
  • سمارټ شیټ
  • پوکمون‌ګو
  • اېپېک ګېمز
  • پلی‌سټېشن نېټورک
  • پېلوټون
  • راکټ لیګ
  • او ګڼ نور

ان بریتانیا کې د مالیې اړوندې ادارې (HMRC) په اړه هم ویل شوي چې ویب‌ پاڼه یې سم کار نه کوي‌.‌