تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د فېسبوک څښتن د روسیې پر دولتي رسنیو بندیز لګوي
د فېسبوک مالک مېټا وايي، د روسیې په څو دولتي رسنیزو شبکو بندیز لګوي. دوی ادعا کوي چې روسي رسنۍ د خپلو موخو عملي کولو لپاره غولونکي تاکتیکونه کاروي او له پېژندل کېدو ځان پټوي چې دوی یې هم د مخنیوي لپاره لاس په کار کېږي.
مېټا ویلي: "له دقیقو ارزونو وروسته، موږ د روسیې د دولتي رسنیو پر وړاندې خپله پرېکړه وکړه. اوس ار ټي، رشیا سېګودنیا او نورې اړوندې ادارې په نړیواله کچه زموږ له پروګرامونو څخه د بهرنیو لاسوهنو له امله منع شوي دي."
د ار ټي نیوز ویاند په یوه خپرونه کې ویلي، "روسیه په ټولیز ډول هغه تورونه ردوي چې په تېرو څو ورځو کې د دې چینل او نورو پر وړاندې په پراخه کچه خپاره شوي دي."
اټکل کېږي چې بندیزونه به په راتلونکو څو ورځو کې پلي شي.
په واشنګټن کې د روسیې سفارت او د سپوتنیک خبري اژانس مالکې روسیا سیګوډنیا اوسمهال د تبصرې لپاره د بي بي سي غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
د روسیې دولتي رسنۍ د هغو ادعاوو په اړه چې د لویدیځو هېوادونو په سیاست کې یې د نفوذ هڅه کړې، تر جدي څېړنو لاندې دي.
مېټا د فیسبوک په ګډون، د ټولنیزو رسنیو لویو پروګرامونو لکه انسټاګرام، واټس اپ او ترېډ څښتن دی.
دا ګام د روسیې د دولتي رسنیزو شرکتونو پر وړاندې د نړۍ تر ټولو سترې ټولنیزو رسنیو شرکت دریځ کې سختوالی په ګوته کوي.
دوه کاله دمخه، مېټا د روسیې حکومت تر کنټرول لاندې رسنیو د خپرونو محدودولو لپاره یو لړ محدود ګامونه پورته کړي وو.
په اوکرایين کې د جګړې له پیل وروسته، مېټا د نورو ټولنیزو رسنیو پلیټ فارمونو په څېر د اروپايي ټولنې، بریتانیا او اوکرایین له غوښتنې سره سم عمل وکړ چې په دې سیمو کې ځینې دولتي روسي رسنۍ بندې کړي.
تېره اونۍ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د ار ټي پر وړاندې نوي بندیزونه اعلان کړل، او هغه یې "په حقیقت کې د روسیې استخباراتي دستګاه " تورن کړ.