پلټونکي د سوېلي کوریا استیضاح شوي ولسمشر کور پر دېوالونو ورختلي او نیولی یې دی

سویلي کوریا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د پلټونکو او پولیسو یوه ډېره لویه ډله چې په زینو سمبال وو، د بسونو له سره پاس وختل او د ښاغلي یون د کور چاپېره اغزن تارونه یې پرې کړل.

یون سوک یول د سوېلي کوریا لومړنی ولسمشر شو چې د پولیسو له خوا د خنډونو لېرې کولو او اغزن تارونو له پرې کولو وروسته نیول کېږي.

۶۴ کلن یون د دیسمبر په ۳مه د پوځي حکومت اعلانولو حکم په تور نیول کېږي، چې هغه هېواد یې له ګډوډۍ سره مخ کړ.

ښاغلی یون وړاندې تر دې د سوېلي کوریا د پارلمان لخوا استیضاح شوی او دنده یې ځنډول شوې ده، خو یوازې هغه وخت به له دندې لېرې شي، چې د اساسي قانون محکمه، د پارلمان استیضاح تائید کړي.

د چهارشنبې په ورځ د یون ډراماټیک نیول کېدو د پلټونکو او د ولسمشرۍ د امنیتي ډلې ترمنځ د اوونیو اوږد کړکېچ پای ته رسولی دی.

د لوړ پوړو چارواکو په تړاو د فساد د تحقیقاتو دفتر (سي ای او) پلټونکي د جنوري په ۳مه تر شپږ ساعته کړکېچ وروسته بیا هم د هغه په نیولو کې پاتې راغلي وو.

خو د چهارشنبې تر لمر خاته مخکې، د پلټونکو او پولیسو یوه ډېره لویه ډله په مرکزي سیول کې د هغه استوګنځي ته ورسېده، چې په زینو سمبال وو، دوی د بسونو له سره پاس وختل او اغزن تارونه یې پرې کړل.

نژدې زر تنه نور افسران د شاوخوا دېوالونو له لارې پورته شول او د ولسمشر استوګنځي ته یې ځان ورساوه. چارواکو څو ساعته وروسته اعلان وکړ، چې یون نیول شوی دی.

ښاغلي یون له نیولو لږ مخکې په خپره شوې درې دقیقې ویډیو کې وویل، هغه به له پلټونکو سره همکاري وکړي، او دا ادعا یې بیا پکې تکرار کړې، چې د نیولو په تړاو حکم یې نا قانونه دی.

هغه وویل: "ما پرېکړه وکړه چې د لوړ پوړو چارواکو په تړاو د فساد د تحقیقاتو دفتر پر وړاندې حاضر شم، که څه هم دا یو نا قانونه تحقیق دی. زه غواړم د هر ډول ناوړه وینې تویولو مخه ونیسم."

هغه زیاته کړې، پر کور یې د چارواکو د برید شاهد و، چې د اور وژنې په وسیلو سمبال وو.

سویلي کوریا

د عکس سرچینه، Getty Images

پلټونکو د چهارشنبې په ماسپښین وویل، یون پوښتنو ته په ځواب کې پټه خوله پاتې شوی دی.

د یون وکیلانو ویلي، د هغه نیول "نا قانونه" دي، ځکه د لوړ پوړو چارواکو په تړاو د فساد د تحقیقاتو دفتر له ښاغلي یون څخه د څېړنو واک نه لري. دوی دا هم ادعا کوي چې حکم د ناسم قضاوت له مخې صادر شوی دی. خو د سترې محکمې او عدلیې وزارت چارواکو ویلي، د نیولو امر قانوني و.

د اپوزیسیون دیموکراتیک ګوند او د پارلمان مشر، پارک چا ن دای، د چهارشنبې په ورځ وویل، د نیولو امر وښودله چې "په سویلي کوریا کې عدالت ژوندی دی."

ښاغلی یون په خپل استوګنځي کې پټ پاتې و او د پوښتنو ځوابولو ته له احضارېدو یې ډډه کوله او دا سرغړونه بالاخره لامل شوه چې چارواکي یې ونیسي.

د سوېلي کوریا د اساسي قانون محکمې یوه محاکمه پیل کړې، چې پرېکړه وکړي، ایا هغه باید د تل لپاره له دندې لرې شي که څنګه؟ خو څارونکي وايي ښايي محکمه د فبرورۍ په لومړیو کې خپله پرېکړه وکړي.