سویلي کوریا کې پولیسو د ولسمشر نیولو عملیات درولي

د ولسمشر یوون پلویان هم د هغه د مېشت ځای په شاوخوا کې یو ځای شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ولسمشر یوون پلویان هم د هغه د مېشت ځای په شاوخوا کې یو ځای شوي.

په سویلي کوریا کې د فساد ضد ادارې چارواکو د دې هېواد د ولسمشر یوون سوک د نیولو چاره پرې ایښې او وايي، اوسمهال د هغه نیول ممکن نه دي.

له دې مخکې د سویلي کوریا پولیس د دغه هېواد ولسمشر یوون سوک کور ته ورغلل، چې نوموړی په دسمبر کې د لنډمهاله مارشلا یا پوځي حکومت اعلانولو له کبله ونیسي، خو د ولسمشر پلویانو یې مخه ونیوله.

د بي بي سي خبریالانو په خپلو رپوټونو کې ویلي و، له ځايي وخت سره سم ماخوستن اته بجې نژدې ۲۰ پولیس افسران د نوموړي مېشت ځای ته ننوتل او یو ساعت وروسته نور اضافي افسران هم هلته ورغلل، چې شمېر یې نژدې ۱۵۰ تنو ته ورسېد، خو له څو ساعتونو تېرېدو وروسته هم و نه توانېدل د ولسمشر مېشت ځای ته ننوځي.

بل لور د ښاغلي یوون مدافع وکیلان وايي، دوی به د ولسمشر نیولو (غیر قانوني امر) وننګوي. روانه اونۍ یوې ځايي محکمې له هغه وروسته د ولسمشر یوون د نیولو امر وکړ، چې د محکمې په وینا نوموړي بغاوت د هڅونې او له واکه د ناوړه ګټه اخیستنې په تړاو مسوولینو ته د جواب ورکولو لپاره له حاضرېدو ډډه کړې.

د لنډ مهال لپاره د ولسمشر یوون لخوا د پوځي حکومت له اعلانولو راهیسې سویلي کوریا له سیاسي بحران سره مخامخ ده.

د دسمبر پر ۱۴ مه د سویلي کوریا پارلمان د ولسمشر یوون د استیضاح لپاره له رایې ورکولو وروسته نوموړی د چارو واګې واخیستل شوې، خو که پر اساسي قانون د څار محکمه دا پرېکړه پر ځای وساتي، نوموړی به له دندې ګوښه کړل شي.

کوریا

د عکس سرچینه، Jake Kwon/BBC

په سیول کې د بي بي سي خبریاله جین مککنزي په خپل رپوټ کې کاږي، که څه هم له ولسمشر یوون د چارو واګې اخیستل شوې دي، خو د ولسمشرۍ امنیتي مسوولین او هغه پوځي ټولۍ چې د ولسمشرۍ ماڼۍ او ولسمشر دفتر په ګډون د سیول امنیت مسوولیت لري، تر اوسه د ولسمشر امنیت ساتي.

د دفاع وزارت په وینا د ولسمشر نیولو لپاره استول شوې ډله اوس په چټکۍ تر پوځي افسرانو تېره شوې، خو داسې ښکاري، چې د امنیت ډله یې لا هم پر وړاندې ولاړه ده.

د بي بي سي خبریاله وايي، داسې پوښتنې شته چې ایا دغه ډله باید لا هم د هغو امنیتي کسانو مخه ونیسي، چې د نیولو قانوني امر لري او مرسیتال ولسمشر چوی سانګ موک څومره واک لري، چې دوی ته د لېرې کېدو امر وکړي او که څنګه.