لسګونه زره احتجاج کوونکو د جنوبي کوریا د ولسمشر د استعفا غوښتنه کوله

د عکس سرچینه، EPA
د جنوبي کوریا د پارلمان مخې ته تر سلو زرو زیات مظاهره کوونکي په داسې حال کې چې راټول شوي وو چې د ولسمشر یون سوک یول د استعفا غوښتنه يې کوله.
په همدې مهال د پارلمان غړي په دې نه دي توانېدلي چې ښاغلی سوک استيضاح کړي.
د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک تېره سې شنبه د مارشل لا (نظامي حکومت – د ځینو ملکي قوانینو لغو کولو) اعلان له کبله بښنه غوښتې او په وینا یې به داسې نه کوي.
د یادونې ده، چې د سویلي کوریا پارلمان غړو سملاسي د ولسمشر د مارشل لا اعلان لغو کړ.
په پام کې وه، چې ولسمشر د جمعې پر ورځ پارلمان ته ورشي، خو له هغه وروسته، چې اپوزېسیون ګوندونو احتجاج وکړ او د هغه مخنیوي لپاره یې 'بشري دېوال' جوړ کړ، نوموړی له خپلې پرېکړې تېر شو.
بل لور د جمعې پر ورځ د ښاغلي یون د خپل واکمن ګوند مشر د هغه د سملاسي ګوښه کېدو غوښتنه وکړه. د ګوند مشر له دې مخکې د ولسمشر له استیضاح کولو سره مخالفت کاوه او د جمعې ورځې څرګندونې یې داسې نښې نښانې بلل کېږي، چې ښايي پارلمان کې د ښاغلي یون خپل ګوندي ملګري هم له اپوزېسیون سره ملګري شي.
د خپل ګوند او اپوزیسیون مشرانو د نیولو امر

د عکس سرچینه، Getty Images
د جنوبي کوريا ولسمشر له دې مخکې د خپل واکمن ګوند د مشر هان ډونګ هوون د نیولو حکم کړی و.
د جنوبي کوریا د ملي امنیت مرستیال هونګ جانګ وون ویلي و، د هغو کسانو په نوملړ کې چې ولسمشر یې د نیولو امر کړی د اپوزیسیون ګوند د مشر لي جای موونګ او درېیو قانون جوړونکو نومونه هم شامل دي.
ښاغلي وون ویلي، ولسمشر هڅه کوي چې له روان " فرصت په استفادې دوی ونیسي او له مخې یې لېرې کړي."
دا خبر داسې مهال خپور شوی و، چې د جنوبي کوریا سیاسي ګوندونو پرون جمعه بیړنۍ غونډه لرله او پارلمان کې وکیلانو پلان درلود چې ولسمشر 'یون د پوځي حکومت پرېکړې اعلان پر سر استيضاح کړي.'
د اپوزیسیون ډیموکراټیک ګوند ویلي " رایه ورکوونه د شنبې ورځې ته پلان ده خو که د استیضاح په اړه د اړتیا وړ رایو پوره کېدو ډاډ وي له هغې مخکې هم غونډه بلل کېدی شي."
د جنوبي کوریا د ولسمشر لوړپوړو کارمنانو استعفاوې کړې: پارلمان کې د ولسمشر استیضاح پیل شوی

د عکس سرچینه، Reuters
بل لور د جنوبي کوریا پارلمان غړو د ولسمشر د استیضاح بهیر پیل کړی دی. له پلان سره سم به دوی د یون سوک یول د استیضاح په اړه رایې ورکړي.
که دا استیضاح تصویب شي یون به د اساسي قانون په محکمه کې محاکمه شي، چې ښايي هغه له واکه لیرې کړي.
د مارشل لار په تړاو د ولسمشر د پرېکړې سره د مخالفت څپې دومره پراخې شوې چې د دغه هېواد تر ټولو سترې سوداګريزې ټولنې چې شاوخوا يو ميليون غړي لري، ويلي، تر هغه به اعتصاب ته دوام ورکړي چې ښاغلي يون سوک يول له خپلې دندې استعفا نه وي کړې.
همدا ډول په زرګونو احتجاج کوونکي چې د پوځي حکومت له اعلان راهيسې په پلازمېنه سيول کې د پارلمان مخې ته راټول شوي هم د نوموړي د استعفا غوښتنه کوي.
د جنوبي کوريا پارلمان د سې شنبې په شپه د رايو په اکثريت د پوځي حکومت اعلانېدل رد کړل.
امريکا په جنوبي کوريا کې د پوځي حکومت د لغوه کېدو هرکلی کړی او وايي، په سيول کې له نژدې د وضعيت څارنه کوي.

د عکس سرچینه، Reuters
مخکې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي و چې د جنوبي کوريا د ولسمشر دغې پرېکړې هېښ کړي او په بشپړه توګه ترې ناخبره وو.
امريکا او جنوبي کوريا په سيمه کې دوه ستراتيژيک همکاران دي. شاوخوا ۳۰ زره امريکايي سرتېري د شمالي کوريا د ګواښ پر وړاندې د سيول ساتنه کوي.
پوځي حکومت ولې اعلان شو
کيسه له هغه ځايه پيل شوه چې د سې شنبې په ورځ د جنوبي کوريا ولسمشر يون سوک يول په يوه ناڅاپي ټلويزيوني وينا کې د پوځي حکومت اعلان وکړ.
نوموړي وويل، چې د شمالي کوريا د کمونيستي ځواکونو او د حکومت ضد عناصرو پر وړاندې د خپل هېواد د ژغورنې لپاره پوځي حکومت اړين دی.
په جنوبي کوريا کې د پوځي حکومت اعلان د راتلونکي کال د بوديجې د لايحې په اړه د "خلکو ځواک" ګوند او اپوزسيون د ګوندونو تر منځ له اختلاف وروسته وشو.
د جنوبي کوریا دواړو مهمو ګوندونو د پوځي حکومت له اعلان سره مخالفت کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ډیموکراټ ګوند مشر، چې د حکومت مهم مخالف ګوند دی، د پوځي حکومت اعلان د اساسي قانون خلاف ګڼلی.
د خلکو د ځواک ګوند مشر، چې یون سوک یول یې غړی دی، د پوځي حکومت اعلان "ناسم" ګام بللی او ويلي يې وو چې ګوند به یې مخنیوی وکړي.
یون سوک یول له ۲۰۲۲ کال راهیسې د جنوبي کوریا ولسمشر دی او د ځينو جنجالونو او رسواييو له کبله په ټولپوښتنو کې کم شهرت لري.
د جنوبي کوریا په پارلمان کې ډېری څوکۍ د مخالفو استازو په واک کې دي، چې له دې امله ښاغلي یون د قوانينو په تصويب کې له ستونزو سره مخ کېږي.
د جنوبي کوریا د اساسي قانون له مخې، پارلمان کولای شي د رایو په اکثریت سره پوځي حکومت ړنګ کړي. له ۱۹۸۰ کال راهېسې دا لومړی ځل دی، چې په جنوبي کوریا کې پوځي حکومت اعلانېږي.











