د سویلي کوریا وګړي به د نوي قانون له مخې له یوه تر دوو کالو ځوان وشمېرل شي

طبق قانون جدید شهروندان کره جنوبی یک یا دو سال جوانتر می‌شوند

د عکس سرچینه، Getty Images

سویلي‌کوریا د خپلو وګړو د عمر شمېرنې بڼه له نړیوال معیار سره برابره کړې، چې له دې سره یې وګړي له یوه تر دوو کالو ځوان شمېرل کېږي.

دې هېواد کې له دې وړاندې د وګړو عمر د سپرم له جوړېدو او په رحم کې د ماشوم له شتونه شمېرل کېده.

دا نوی قانون به دغه هېواد کې د وګړو د عمرونو د شمېرلو دودیزه بڼه ختمه کړي او پر ځای به یې د نړیوال معیار له مخې شمېرنه کېږي.

د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول د ټاکنیز کمپاین پر مهال ویلي و، چې د دغه قانون د بدلون لپاره به فشارونه زیات کړي.

نوموړي ویلي‌ و، د عمر د شمېرلو دودیزه بڼه "غیر ضروري ټولنیر او اقتصادي لګښتونه" راکموي.

د کوریا عمر څنګه حسابېده؟

کوریا کې له پخوا راهیسې د عمر په محاسبه کې له پیړیو پخوانۍ شمېرنه معمول وه، چې د "کوریا عمر" په نامه یادېږي.

د دې میتود له مخې ماشوم چې نوی وزیږي، یو کلن شمېرل کېږي او د جنورۍ په لومړۍ یې عمر یو کال ډېرېږي.

یا په بله وینا، د دې میتود په کارولو سره یو ماشوم چې د ډسمبر په ۳۱مه وزېږي په بله ورځ دوه کلن کېږي.

د دویمې بڼې د شمېرنې له مخې چې"د عمر شمېرنه" نومول کېږي، د یو کس عمر له زیږون سره سم په صفر حساب وي او د جنورۍ په لومړۍ نېټه یو کلن شمېرل کېږي.

د بېلګي په ډول، که د یو کس عمر چې ۲۰۰۳ میلادي کال د جون په ۲۹تمه زیږېدلی د ۲۰۲۳ کال د جون په ۲۸تمه وشمېرو نو لاندې پایلي ترلاسه کوو:

  • د نړیوالې او ستندرد میتود پر اساس دا کس ۱۹ کلن شمېرل کېږي.
  • د "کوریا شمېرنې" میتود له مخې ۲۰ کلن شېمرل کېږي.
  • کوریا کې د یوه بل میتود له مخې چې د "کوریا عمر" په نامه یادېږي دا کس ۲۱ کلن شمېرل کېږي.

نو ځکه ویل کېږي چې دغه هېواد کې به د نوي قانون له مخې د وګړو شمېر یو یا دوه کاله ځوان شي.

د هانکوک څېړنیز بنسټ د یوې نظر پوښتنې له مخې چې په ۲۰۲۲ کال کې کړې، سویلي‌کوریا کې څلورو کې درې کسان د عمر شمېرنې نړیوال میتود سره همغږي وو.

تېر کال ډسمبر کې وکیلانو هم د عمر شمېرنې دودیز میتود لغوه کولو ته راته ورکړه.

له دې بدلون سربېره به هم ځینې قوانین د دودیز میتود له مخې پلي کېږي لکه د سویلي کوریا وګړو ته ۱۹ کلنۍ کې اجازه ورکول کېږي چې سګرټ یا الکول واخلي.

د ختیځي اسیا ډېرو هیوادونو کې هم د عمر شمېرنې دودیز میتود کارول شوی خو د وخت په تېرېدو بیا بدل شوی دی.

د بېلګې په توګه، جاپان په ۱۹۵۰ کال کې نړیوال میتود وکاراوه خو شمالي کوریا با په ۱۹۸۰ کې.