کرېکټ: هندوکش لوبډلې د افغانستان (لېست اې) سيالۍ وګټلې

د افغانستان د اتصالاتو لېست اې يو ورځنيو سياليو په پايلوبه کې هندوکش سټرايکرز لوبډلې ماهيپر ستورو ته په ماتې ورکولو سره د دغو سياليو اتلولي په خپل نامه کړه.

د پايلوبې پچه هندوکش لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچولو پرېکړه وکړه. ماهيپر لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۳۰۸ منډو هدف وټاکه چې هندوکش لوبډلې په وروستي اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.

د ماهيپر لوبډلې لپاره بلال احمد تر ټولو ډېرې ۱۳۶ منډې وکړې. د ده تر څنګ لوبډلمشر حشمت الله شهيدي ۶۶، فريد احمد ۲۶ او ضيا الرحمان ۲۰ منډې وکړې.

د هندوکش لوبډلې فريدون داودزي، دوې، محمد ګل عليزي، ننګيالي خروټي، شمس الرحمان او خليل ګوربز يوه يوه وېکټه واخيسته.

په توپ وهنه کې بيا د هندوکش لوبډلې زبيد اکبري ۱۳۴، لوبډلمشر رحمت شاه ۶۸، عبدالملک ۴۰، افسر ځاځي ۲۱ او اعجاز احمد ۲۱ منډې وکړې.

ګلبدين بيا دوه، فريد او ظاهر خان يو يو لوبغاړی وسوځاوه.

دغه سيالۍ په لومړي ځل په کندوز ولايت کې ترسره شوې.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، "په کندوز ولایت کې د دغو سیالیو ترسره کولو یوه موخه دا وه چې موږ د کرېکټ ستر ټورنمنټونه د افغانستان لېرې پرتو سیمو ته هم ورسوو، چې ځايي خلک هم له کرېکټ سره لا زیاته مینه او شوق پیدا کړي."

د اتصالات لېست اې يو ورځنیو سیالیو اووم پړاو کې څلور لوبډلو (میوند، پامیر، ماهیپر او هندوکش) له یو بل سره سیالۍ کولې.

دغه سيالۍ د جولای پر لسمه پپل شوې وې.

په تېرو پړاونو کې لېست اې سیالۍ په کابل او ننګرهار کې د غازي امان الله خان په لوبغالو کې ترسره شوې وې.