د امریکا او کاناډا ختیځو ساحلونو ته د توپان له نږدې کېدو سره سیمه کې بېړنی حالت اعلان شوی

امریکا

د عکس سرچینه، NOAA

سمندري توپان لي (Lee) د متحده ایالاتو شمال ختیځ ساحل ته نږدې شوی او اټکل کېږي، چې د روانې اوونۍ په وروستیو ورځو کې به دا توپان له قوي بادونو سره د امریکا مین ایالت او د کاناډا نواسکوشیا ایالت ته ورسېږي.

د اتلانتیک ساحلونو کې میلیونونو اوسېدونکو ته د بیړني حالت خبرداری ورکړلی شوی.

د لي توپان کچه د جمعې ورځې تر سهاره د ۱-۴ درجو ترمنځ وو او د لومړۍ درجې توپان یا کمزوري توپان په توګه پېژندل شوی.

یاد توپان له ځمکې ۵۰۰ کیلومتره لېرې دی. هواپيژندونکي هیله لري، چې نور به هم کمزوری شي ځکه د دوی په خبره سړو اوبو ته رسېږي.

سیمه ییزو چارواکو د یادو سیمو اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی، چې د لي توپان ویجاړونکي ځواک ته دې په کمه سترګه نه ګوري.

امریکا

د عکس سرچینه، REUTERS

د عکس تشریح، ارشیف

لکه څنګه چې اټکل کېږي د امریکا د مین ایالت او د کاناډا نواسکوشیا ایالت به د لي توپان اصلي سیمې وي، خو په ورته وخت کې د امریکا د نیو انګلینډ ایالت اوسیدونکو ته هم د توپان د سختو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړل شوی.

هلته ځايي چارواکي وايي، چې یاد توپان به "لوی او خطرناکه" وي.

د امریکا د سمندري توپانونو ملي مرکز وايي، لي توپان یا هوریکین لي چې اوس مهال په ساعت کې د ۱۲۸ کیلومترو په چټکتیا سره حرکت کوي، د میساچوسټس ایالت د نانتاکټ ښار سویل څخه ۵۲۰ کیلومتره لېرې دی.

یاد ځای له مشهورې سیمې برمودا څخه یوازې۳۰۰ کیلومتره واټن لري، او هر څومره چې لي توپان په ګرمو اوبو کې روان وي هغومره ډېر ځواکمن کېږي، خو کله چې یخواوبو ته نږدې شي کمزوری کېږي.

لي توپان به له ځان سره د متحده ایالاتو شمال ختیځو او د کاناډا سویل ختیځو ساحلي سیمو ته تیز بادونه، سخت بارانونه او سیلابونه ورولي.

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف

ځايي چارواکي وايي، دا وروستي توپانونه په تېره يوه نيمه پېړۍ کې بې ساري وو.

د سږ کال بې سارې تودوخې د آرام سمندر د پورتنۍ برخې اوبه ګرمې کړې دي، چې د لي سمندري توپان د پیاوړتیا یو لامل ګڼل کېږي.

د امریکا شمال ختیځه برخه شنو بوټو او د ځنګلو ونو پوښلې ده، چې راتلونکو څو ساعتونو کې به د یاد توپان چټکه او سخته هوا ورورسېږي.

اندېښنه دا ده، چې ونې به په کورونو ور ماتې شي او د برېښنا مزي به پرې کړې او یاده سیمه کې به تیاره خوره شي.

په ورته وخت کې، په ساحلونو کې د اوبو زیاتوالی او د سیندونو د کچې لوړوالی به د سیلابونو او ځمکې ښویدنې ګواښ لا زیات کړي.

د هوا پېژندنې کارپوهان وايي، د دې توپان د پراخوالي له امله به یې اغېزې ښايي د توپان له مرکز ان ځينو لېرې پرتو سیمو کې هم ولیدل شي.