د اوبو نړیواله ورځ: شتمنو خلکو کې د قیمتي او په اصطلاح باکیفیته اوبو څښلو رواج په زیاتېدو دی

په داسې حال کې چې نړۍ کې په میلیونونو خلک د څښلو پاکې اوبه نه لري، ځینې چمتو دي چې پر یو بوتل اوبو سلګونه ډالره ورکړي.

دا قیمتي او په اصطلاح باکیفیته اوبه چې له کنګلونو او اورشیندونکو غرنیو سیمو ترلاسه کېږي، په شتمنو خلکو کې زیاتېدونکي مینه وال لري.

داسې رسټورانټونه به مو لیدلي وي چې خپلې مینیو کې د شرابو پرځای لوکسې، او په اصطلاح با کیفیته او قیمتي اوبه خرڅوي او یا د ودونو پرمهال د میوو د اوبو یا شربتونو او شامپاین پرخای واده کونکو او مېلمنو ته لوکسې اوبه ورکوي .

دا اوبه کیدای شي د عادي مینرالي اوبو په پرتله ډېرې ګرانې وي او د یو بوتل بیه یې په سلګونو ډالره وي.

کیدای شي دا اوبه د شرابو په شان له خوړو لکه غوښې او کب سره یوځای وپلورل شي.

قیمتي باکیفیته اوبه څه دي؟

دا ګران بیه څښاک باکیفیته اوبه نومېږي او له طبیعي سرچینو لکه اورشیندونکو ډبرو، له قطبی ویلې شویو کنګلونو، یا د وریځو د غبار له څاڅکو ترلاسه کېږي.

هرې اوبه د هغه ځای خصوصیات لري چې ور څخه ترلاسه کېږي، او دعادي بوتلي اوبو برخلاف دا اوبه په هېڅ ډول پروسېس شوې نه دي یا لاسوهنه پکې نه ده شوې.

اوس د نړۍ په په بازارونو کې د دې باکیفیته اوبو په سلګونو ډولونه موجود دي او ان د خوند او ذایقې په اړه یې ماهران او کارپوهان مشورې ورکولای شي.

ایا اوبه خوند لري؟

لکه د شرابو د خوند معلومولو په شان، داسې کسان هم شته چې د اوبو خوند معلوموي او د هغوی دنده دا ده چې هر ډول اوبه وارزوي او د مینرالونو، خوند او په خوله کې د احساس په اړه یې مشوره ورکړي.

میلین پټېل په لندن کې د څښلو اوبو په اړه یو کارپوه دی او د اوبو د خوند او کیفیت په اړه مشورې ورکوي. هغه بي بي سي ته وویل دی غواړي د اوبو د راز راز ډولونو او خوندونو په اړه خلک په تېره بیا ځوان نسل وروزي.

میلین پټېل وویل: "په یاد به مو وي چې ښوونځي کې موږ د اوبو د طبیعي دوران – په بخار بدلېدل، غلیظ کېدل او ترسب یا اورښت په اړه زدکړه کړې. خو یوشی مو نه دی زده کړی چې هغه - بیا مینرالي کېدل دي".

پټېل زیاته کړه: "کله چې باران پرځمکه ولوېږي، جذبېږي او بیا د ډبرو اوخاورو له لارې لاندې ننوځي او له مینرالونو لکه کلسیم، مګنیزیم، پوتاسیم، سیلیکا او نورو سره یوځای کېږي. دا پروسه اوبو ته د مینرالونو خوند ورکوي".

هغه اوبه چې له کنګلونویا باران څخه ترلاسه کېږي، چې په طبیعي ډول ترځمکې لاندې نه وي تېرې شوي، معمولا پکې د چینو او څاګانو د اوبو په پرتله منحل شوي جامد توکي لږ وي.

پټېل د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه د راز راز اوبو یوه مجموعه لري، د نل له اوبو نیولې بیا تر دغو لوکسو قیمتي اوبو پورې چې یو بوتل یې تر۲۵۰ ډالرو پورې بیه لري.

کله چې د ده په غونډو کې خلک د اوبو د خوند معلومولو لپاره دا اوبه وڅکي، هڅه کوي بیان یې کړي چې د اوبو هر ډول کوم ځانګړی خوند لري.

هغه وايي "موږ خلکو ته دا چانس ورکوو چې وګوري اوبه بې خونده نه دي. کله چې تاسو پلټنه وکړئ اوپه دقت سره اوبه وڅښئ، ښايي تعجب وکړئ چې څومره تنوع لري. موږ یې په اړه دا ښکلي اصطلاحات کاروو- نرمې اوبه، کریمي اوبه، تېزخونده اوبه، پستې اوبه، ترخې اوبه کله کله تروې اوبه. زه دې ته اکواټېسټالوجي وایم."

هغه زیاتوي "ډېری خلک معمولا وايي – اوه، دا راته هغه مهال رایادوي چې ځوان وم، دا زما د رخصتۍ وختونه رایادوي، یا وايي دا مې د نیکه کور رایادوي".

د اوبو د خوند معلومولو سیالي

د بیا کیفیته اوبو ټولنه هرکال غونډه کوي، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د باکیفیته اوبو تولیدونکي راټولوي- له بهوتان تر ایکوادور پورې- او د اوبو د خوند معلومولو نړیواله سیالي جوړوي.

د دې کلنۍ غونډې ډیری برخه وال هغه کسان دي چې له لیرې سیمو څخه د اوبو ترلاسه کولو لپاره کورنۍ سوداګري لري.

د باکیفیته اوبو ټولنې او اکاډمي ګډ بنسټګر ډاکټر مایکل ماشا وايي: "په پېل کې، د اوبو د خوند معلومول یوه د خندا وړ نظریه بلل کېده. ما دا پروسه تقریبا ۲۰کاله مخکې پېل کړه کله چې مې د الکولو له څښلو لاس واخیست، او ناڅاپه مې یوبل بوتل ولید چې پخوا مې نه و لیدلی، چې دا د اوبو بوتل و. فکر مې وکړ چې ښايي د څښاک او خوړو په اړه له خپل تجسسي احساسه کار واخلم اود شرابو پر ځای یې د اوبو په اړه وکاروم."

هغه باور لري چې د باکیفیته اوبو څښل یواځې د بدن د اوبو پوره کولو لپاره نه دي، بلکې دا د خلکو لپاره یو فرصت دی چې د یو ځانګري څیز په اړه پلټنه وکړي، شریک یې کړي، او خوند ترې واخلي، تاسو دا کار د ماشومانو په ګډون هم کولای شئ، په داسې حال کې چې ماشومانو ته شراب نشی ورکولای.

ډاکټرماشا ادعا کوي چې اوس د باکیفیته قیمتي اوبو لپاره تقاضا ډېره شوې ده، ځکه چې خلک اوس لږ الکول او لږ کاربن لرونکې اوبه څښي، په تېره بیا ځوان نسل چې تر ډېره د بدن د روغتیا خیال ساتي.

برسېره پردې، دا اوبه پروسېس شوي او بدلې شوي نه دي اوکیدای شي لکه د زړو شرابو په شان خلکو ته په زړه پورې وي.

اوبه اوخواړه

د اسپانیا او امریکا په شان هېوادونوکې ځینې رسټورانټونه اوس له خپلو خوړو سره راز راز باکیفیته قیمتي اوبه هم خرڅوي.

‌‌‌ډاکټرماشا وايي دی اوس په امریکا کې د میچلین رسټورانټ لپاره چې درې ستوري لري د اوبو مینیو جوړوي.

دی وايي غواړي له خوړو سره ۱۲-۱۵ ډوله اوبه هم خپلو مشتریانو ته وړاندې کړي.

د هغه په وینا کله چې د کب غوښه وي بل ډول اوبه به ورسره ورکوو چې مینرالونه یې لږوي او له کب سره سمون ولري، او د غوايي له غوښې سره به بل ډول اوبه وي.

ډاکټرماشا زیاتوي باکیفیته اوبه په هغوکلتورونوکې چې د دیني دلایلوله مخې د الکولو له څښلو ډډه کوي محبوبیت لري، په تېره بیا د واده په مراسموکې.

خو البته دا اوبه منتقدین هم لري.

'له اخلاقي پلوه ناسم'

نړۍ کې په میلیونونو خلک د څښلو پاکو اوبوته لاسرسی نه لري، او ډېری خلک هغه نظریه غندي چې په دې ډول د ژوند له تر ټولو بنسټیز توکي څخه د پېسو پیداکولو لپاره کار اخلي.

ملګري ملتونه وايي، ۲۰۲۲ کال کې ۲ اعشاریه ۲ میلیارد خلکو د څښلواوبوته چې په خوندي توګه اداره شوې وي لاسرسی نه درلود او ۷۰۳ میلیونو خو ان د اوبو ترلاسه کولو ابتدايي خدمتونه نه درلودل.

نور منتقدین استدلال کوي چې دا فېشن فقط یو چل او فریب دی، اوبه فقط اوبه دي او د څښلو وړ د نل اوبو، بوتلي اوبو او په اصطلاح باکیفیته اوبو ترمنځ هېڅ بل توپیر نشته، یواځې بیه یې لوړه ده.

په داسې حال کې چې د چاپېریال ساتنې پلویان وايي هر ډول بوتلي اوبه د ځمکې کرې ته زیان رسوي ځکه چې بوتلونه یې ځمکه ککړوي.

د لندن د ګریشام کالج د چاپېریالي چارو پروفیسره کارولاین رابرټس وايي دا له اخلاقي پلوه سمه نه ده چې په سلګونو ډالره پر بوتلي اوبو باندې ولګول شي، په داسې حال کې چې په میلیونونو خلک د څښلو پاکو اوبو ته سم لاسرسی نه لري.

هغې بي بي سي ته وویل: "دا تقریبا داسې ده لکه کله چې د ډوډۍ خوړلولپاره له کوره بهر ځئ خلکو ته ښکاره کوئ چې ډېر شتمن یاست. ښايي تاسو ووایاست دا اوبه لیرې ځایونو لکه انترکتیکا یا هاوايي څخه په الوتکه کې راوړل شوي او زه غواړم په دې ښکلي بوتل باندې پېسې ورکړم، ښايي ځینې خلک په دې اړه ښه احساس ولري، خو په حقیقت کې دا هیچا ته ګټه نه رسوي. خبره ټوله د پېسو ده".

هغې وویل: "دا له دې پلوه هم ډېره مهمه ده چې چاپېریال ته ډېر زیان رسوي. که پلاسټیکي بوتل وي د تولید لپاره یې فوسیلي سون توکي مصرفېږي او وروسته په ډېرو وړو وړه زراتو بدلېږي، او که ښیښه‌يي بوتل وي، ډېر دروند وي او په زرګونو میله لیرې ځایونو ته باید انتقال شي چې هواکې د کاربن د خوشې کېدو سبب کېږي او زیان رسونکې اغېزې لري. نو دا فقط د پېسو خبره هم نه ده بلکې د دې په اصطلاح باکیفیته اوبو کارول د ژوند چاپېریال ته زیان رسوي."

خو ډاکټر ماشا استدلال کوي چې باکیفیته اوبه یوازې شتمنو لپاره نه تولیدېږي بلکې ځینې داسې باکیفیته اوبه هم شته چې یو بوتل یې فقط ۲ ډالره دی، او وايي چې پروسېس شوې اوبه هم پرچاپېریال منفي اغېزې لري.

هغه وايي د پايښت لرلو له نظره، دا سمه نه ښکاري چې د نل اوبه له پروسېس کولو وروسته په پلاستیکي بوتل کې واچوئ. په موټرکې مغازې ته ځئ او له ځانه سره د اوبو پلاسټیکي بوتل راوړئ، له څښلو وروسته یې لیرې غورځوئ. دا په حیرانونکي توګه ضایع کول دي.

هغه وايي د پروسېس شویو بوتلي اوبو پرځای باید د څښلو لپاره د نل له اوبو کارواخیستل شي.

د هغه په وینا "موږ معمولا هېروو چې د نل اوبه د څښلو وړ دي او دا په ريښتیا داسې یوامتیاز دی چې د نړۍ ډېرخلک یې نلري".