د مسکو برید کې د وژل شویو شمېر ۱۴۰ ته ورسېد؛ تورن څوک دي او څه به ورسره کېږي؟

تورن

د عکس سرچینه، REUTERS

په مسکو کې د جمعې د ورځې د وسله وال برید څلور تورن کسان چې لږ تر لږه ۱۴۰ کسان په کې ووژل شول، په محکمه کې تورن شوي دي.

دلیرجان میرزایف، سید اکرم مرادعلي رجبعلي‌زاده، فریدوني شمس الدین او محمد صابر فیضف د یکشنبې په ورځ داسې حال کې په وېلچیر کې محکمې ته حاضر شول چې سترګې یې تړل شوې او مخونه یې داغل شوي وو.

"اسلامي دولت" نومې (داعش) ډلې ویلي، د جمعې ورځ دا برید دوی کړی او د برید یوه وېډیو یې هم خپره کړې ده.

روسي چارواکو له کومې ثبوت پرته په برید کې د اوکرایین د ښکېلتیا ادعا ده. کیېف وايي دا ادعا "بې‌بنسټه" ده.

دغه کسان په "ترهګریزو عملیاتو" او د جمعې په ورځ په مسکو کې د کروکس پر تالار په وسله‌وال برید کې په لاس لرلو تورن شوي دي.

دلیرجان میرزایف (کیڼ اړخ ته) او سید اکرم مرادعلي رجبعلي‌زاده

د عکس سرچینه، REUTERS

د عکس تشریح، د مسکو په برید کې د مشکوکو کسانو په توګه دوه نومول شوي: دلیرجان میرزایف (کیڼ اړخ ته) او سید اکرم مرادعلي رجبعلي‌زاده

برید په داسې حال کې شوی چې شاوخوا ۶۰۰۰ کسان د راک موسیقۍ په کنسرت کې موجود وو.

په دغه برید کې درې وژل شوي ماشومان وو.

په دې برید کې تر ۱۸۰ ډېر کسان ټپیان شوي او تر ۱۰۰ ډېر یې اوس هم په روغتون کې بستر دي.

له محکمې څخه په خپرو شویو انځورونو کې د فیضف او رجبعلي‌زاده د سترګو شاوخوا زخمونه لیدل کېږي او د رجبعلي‌زاده غوږ پانسمان شوی ښکاري.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، فیضف محکمې ته په ویلچیر کې وړل شوی او د شمس الدین مخ سخت پړسېدلی دی.

په محکمه کې د دوو نورو تورنو شمس الدین فریدوني (کیڼ اړخ ته) او محمد صابر فیضف انځور اخیستل شوی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په محکمه کې د دوو نورو تورنو شمس الدین فریدوني (کیڼ اړخ ته) او محمد صابر فیضف انځور اخیستل شوی

د محکمې د بیان له مخې ښاغلي میرزایف چې د تاجیکستان تبعه دی، اعتراف کړی دی چې "کاملا جرم یې کړی" دی.

د دې پر بنسټ، ښاغلي رجبعلي‌زاده، چې تابعیت یې نه دی مشخص شوی، هم خپل "جرم" منلی دی.

د محکمې د نظر له مخې، څلور واړه تورن کسان به د مې تر ۲۲ پورې په موقتي توقیف کې وي ترڅو محاکمې ته چمتو شي.

د روسیې د امنیتي چارواکو په وینا، تورن کسان هغه مهال ونیول شول، چې غوښتل یې اوکرایین ته ځانونه ورسوي.

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي دغه ادعا رد کړه او له خپل هېواد سره په پوله یې د روسیې درانه پوځي حضور ته په اشاره دغه تورونه "خندوونکي" وبلل.