روسي رسنۍ: مسکو کې بریدګر د تاجیکستان وګړي دي

مسکو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د روسیې امنیتي ادارې وايي، د پلازمېنې مسکو مرکزي تالار کې د ډزو په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۱۳۳ تنو ته رسېدلی او شاوخوا ۱۴۰ نور ټپیان دي.

په مسکو کې له خونړي وسله وال برید یوه ورځ وروسته په خواله رسنیو کې یوه وېډیو او انځورونه لاس په لاس کېږي چې 'داعش' ډلې د "اعماق" په نوم د خپل خبري چینل له لارې خپاره کړي دي.

په وېډیو کې لیدل کېږي څلور کسان چې ټوپکونه یې په لاس او چنټې یې پر تن دي، د کانسرت سالون پر لور روان دي او پر خلکو ډزې کوي.

داعش چې د دغو څلورو وسله والو انځورونه یې هم خپاره کړي، ویلي درې کسانو کسانو پر خلکو ډزې کولې او څلورم کس یې په شلخي بمونو تالار ته اور اچولی.

روسي رسنیو ویلي، څلور واړه بریدګر د تاجیکستان وګړي دي.

د مسکو امنیتي چارواکي وايي، د دغې پېښې په تړاو یې ۱۱ کسان نیولي. دوی وايي ‌هغه کسان هم پکې شامل دي چې مخامخ په دې برید کې ښکېل وو.

پوتین: بریدګرو اوکرایین ته د تې‍ښتې لپاره چمتووالی نیولی و

پوتین

د عکس سرچینه، SPUTNIK/PAVEL BYRKIN/KREMLIN

د عکس تشریح، ولادیمیر پوتین وايي، د بریدګرو لپاره یوه کړکۍ جوړه شوې وه چې د اوکرایین په مرسته اجازه ولري چې له پولې تېر شي.

روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د دې پېښې په تړاو تلوېزیوني وینا کې وویل، بریدګرو د اوکرایین پر لور د تېښتې لپاره چمتووالی نیولی و.

نوموړی وايي، د بریدګرو لپاره یوه کړکۍ جوړه شوې وه چې د اوکرایین په مرسته اجازه ولري چې له پولې تېر شي.

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي د ښاغلي پوتین څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی او وايي دا په بشپړه توګه د اټکل وړ وه چې ښاغلی پوتین له پېښې ۲۴ ساعته وروسته راشي او ددې پېښې ملامتیا پر اوکرایین واچوي:

"دوی خپل سلګونه زره ترهګر دلته د اوکرایین خاورې ته راستولي او زموږ پر وړاندې جګړه کوي او ددې پروا نه کوي چې په خپل هېواد کې یې څه پېښېږي. هغه سلګونه زه روسان چې اوس یې د اوکرایین په خاوره کې وژني، یقینا به د هر ډول ترهګرو د مخنیوي لپاره کافي وي".

د روسیې امنیتي ادارې وايي، د پلازمېنې مسکو مرکزي تالار کې د ډزو په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۱۳۳ تنو ته رسېدلی او شاوخوا ۱۴۰ نور ټپیان دي.

ترکیه کې ۲۴ مشکوک کسان نیول شوي

مسکو

د عکس سرچینه، REUTERS

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکیا پر ایکس (ټوېټر) یوه بیان کې خبر ورکړ چې له "داعش" ډلې سره د تړاو په شک د غازي انتاب او استانبول په ګډون په اتو ولایتونو کې ۲۴ کسان نیول شوي دي.

دا عملیات د بوزدوان-۱۵ په نوم د عملیاتو د لړۍ یوه برخه یاده شوي چې په ټولو اتو ولایتونو کې په یوه وخت ترسره شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ټينګار کړی چې د ده په وینا له هېڅ ترهګر سره به له نرمۍ کار وانخلئ او دې لړ کې به خپلې جګړې ته په کلک هوډ دوام ورکړي.

د تازه عملیاتو په اړه ښاغلي یرلیکیا ویلي دا عملیات د استخباراتو، ترهګرۍ ضد ادارې او پولیسو له خوا ترسره شوي دي.

ترکیه کې د داعش ډلې سره د تړاو په تور دا کسان یوه ورځ وروسته له هغه نیول شوي چې مسکو کې د کانسرټ پرمهال د یوه خونړي برید مسؤولیت داعش ډلې ومانه.

څه موده وړاندې د ترکیې د ترهګرۍ ضد پولیسو یوه بیان کې د داعش خراسان ډلې د یوه غړي اعترافات خپاره کړي وو.

دا کس چې بشپړ نوم یې نه دی په ډاګه شوی د قرغیزستان وګړی دی. د ده له قوله ویل شوي چې د ترکیې له لارې یې له داعش سره یو ځای کېدونکي کسان افغانستان ته استولي.

بیان کې راغلي وو چې ترکیه کې دې کسانو ته د افغانستان جعلي سندونه جوړ شوي او بیا د ا یران له لارې افغانستان ته استول شوي چې له داعش ډلې سره یو ځای شي.

جلیبیب الکابلي

مسکو

د عکس سرچینه، Reuters

د ترکیې ترهګرۍ ضد پولیسو ویلي یاد کس اعتراف کړی چې د جلیبیب الکابلي په نوم هغه کس یې هم له درې نورو وسله والو سره د ایران له لارې افغانستان ته استولی چې د ۲۰۲۲ کال مارچ میاشت کې یې پېښور کې د شیعه ګانو پر یوه مسجد ځانمرګی برید وکړ. دې برید کې لسګونه کسان وژل شوي وو.

د ترکي رسنیو د رپوټونو له مخې ترکي چارواکي وايی داعش خراسان ډله چې ویل کیږي افغانستان او شاوخوا هېوادونو کې فعاله ده د منځنۍ آسیا او روسیې وګړي چې غواړي یادې ډلې سره یو ځای شي د ترکیې له لارې افغانستان ته استوي.

مسکو کې له برید وروسته اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د یوه امریکايي استخباراتي چارواکي له قوله لیکلي چې څه موده وړاندې روسي چارواکو ته ویل شوي وو چې افغانستان کې د داعش ډله مسکو کې یو برید پلان کړی.

ده ویلي په دې اړه معلومات د امریکا له خوا له روسي چارواکو سره شریک کړل شوی وو.

خو د طالبانو حکومت تل ټینګار کوي چې داعش ډله افغانستان کې ځپل شوې او لوی امنیتي ګواښ نه دی، خو کندهار کې د څو ورځې وړاندې برید چې مسؤولیت یې یادې ډلې پر غاړه اخیستې د داعش په اړه اندېښنې راپورته کړي دي.