د پاکستان پوځ افغانستان کې د ټي ټي پي د "پټنځایونو او پرمختللو وسلو ته یې پر لاسرسي" اندېښنه ښودلې

    • Author, ګوربت ننګيال
    • دنده, بي بي سي

د پاکستان پوځ يو ځل بيا په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پر "پټنځايونو او د پرمختللو وسلو" په ترلاسه کولو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې په اعلاميه کې راغلي، د دغه هېواد د پوځ مشر جنرال عاصم منير په مشرۍ د قول اردوګانو په دوه ورځنۍ غونډه کې په "ګاونډي هېواد" (افغانستان) کې د "پاکستاني طالبانو او نورو ترهګرو ډلو خوندي پټنځایونه، له هغه ځایه په ازاده توګه عمليات او د پرمختللو وسلو ترلاسه کول" د دې هېواد د امنيت لپاره د ګواښ په توګه ياد کړي دي.

که څه هم په اعلاميه کې د افغانستان نوم نه دی ياد شوی خو پاکستان تل په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تور لګوي چې په خپل هېواد کې يې پاکستاني طالبانو (ټي‌ټي پي) ته ځای ورکړی او له هغه ځايه پر دوی بريدونه کوي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد او ځنيې نور لوړ پوړي طالب مشران د پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي‌ دوی هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

د پاکستان پوځ‌ د عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د غونډې ګډونوالو هوډ څرګند کړی، ټول هغه "ترهګر چې د دښمن په خوله د پاکستان د ناامنه کولو هڅې کوي او د هغوی ملاتړ کوي، دولت به یې پر وړاندې په پوره قوت سره مقابله وکړي."

د اعلاميې له مخې په غونډه کې د دې تر څنګ د "قاچاق، پیسو مينځلو، غلا او نورو غير قانوني اقتصادي فعاليتونو د مخنیوي" په اړه هم خبرې وشوې.

د پاکستان پوځ ويلي د دې ډول جرمونو د مخنيوی لپاره به د اړوندو حکومتي ادارو او د قانون پلي کوونکو ادارو سره هر ډول شونې مرستې روانې وساتي.

په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنېدو راهيسې په دې وروستيو کې د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ اړیکې ترينګلې شوې دي.

پاکستان په زوره شاوخوا ۵۰۰ زره افغان کډوال له خپل هېواد څخه ايستلي چې دې کار هم د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې نورې خرابې کړې دي.

مولانا فضل الرحمان وايي له ټاکنو وروسته کابل ته ځي

د پاکستان د جمعيت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان په يوه خبري غونډه کې ويلي، پاکستان کې له عمومي‌ ټاکنو وروسته به له طالب مشرانو سره د ليدنې لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

نوموړي وويل، "د افغانستان اسلامي امارت (د طالبانو حکومت) ما ته د خبرو بلنه راکړې، دوی غواړي په دوه اړخيزو مسايلو خبرې وکړي. "

د مولانا فضل الرحمان په وینا، د ټاکنو له چارو وروسته لومړيتوب یې افغانستان ته سفر کول دي.

ټاکل شوې د پاکستان عمومي ټاکنې د راتلونکي ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ پر اتمه نېټه ترسره شي.

د فضل الرحمان په وينا د طالبانو حکومت له مشرانو سره خبرو کې به يې په دواړو هېوادونو کې د ثبات رامنځته کول لومړيتوب وي، چې په وينا يې دا د دواړو هېوادونو اړتيا ده.

نوموړي وايي، "هڅه به وکړي، چې کابل ته په خپل سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو يو ميکانيزم رامنځته کړي. "

مولانا فضل الرحمن په خبري غونډه کې له پاکستاني‌ طالبانو او افغان طالبانو سره د خپلو اړيکو په اړه څه ونه ويل خو اوس مهال یې ټاکنې لومړيتوب وباله چې په وينا یې له دې وروسته به افغانستان ته ځي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم وړاندې مولانا فضل الرحمان ته د بلنې ورکولو پخلی کړی و او ويلي يې وو چې د "پاکستان د جمعيت علما اسلام مشر ته بلنه ورکړل شوې چې کابل ته راشي، طبعا د افغانستان د خلکو او اسلامي امارت نيت او اراده کولی شي د ناسمو تبليغاتو په اړه د پاکستان خلکو ته پوهاوی ورکړي."

څه موده وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا ځانکړي استازي زلمي خليلزاد د افغانستان او پاکستان تر منځ اړيکې ترينګلې بللې وې او د دواړو هېوادونو تر منځ‌ د نورو ستونزو او ان مخامخ شخړې د پېښېدو خبرداری یې ورکړی و او د دې کار د مخنيوي لپاره يې د دوه اړخيزو خبرو پر پیلېدو ټينګار کړی و.

خليلزاد ويلي وو، "افغان طالبان د پاکستان تورونه نه مني او په مقابل کې يې اسلام اباد له داعش خراسان ډلې په ملاتړ تورنوي چې دا مهال په افغانستان کې د طالبانو امنيتي ځواکونو او عام خلک په نښه کوي"، خو پاکستان بيا په خپل وار دا تورونه ردوي.