د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان د ښځو لپاره په نړۍ کې تر ټولو سخت ځای دی

افغانستان، ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف تصویر
    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي بي سي

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) وايي، افغانستان د ښځو لپاره په نړۍ کې تر ټولو سخت ځای دی. دې ادارې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې افغانستان پرله پسې ډول بحرانونه تجربه کوي او دا ښځې او نجونې دي چې د دې بحرانونو دروند بار زغمي.

ډبلیو ایف پي ویلي، په افغانستان کې معمولاً ښځې تر نورو وروسته په لږه اندازه خواړه خوري او اوس چې روژه ده بیا هم خبره همداسې ده. د دې ادارې په وینا د ګڼ شمېر اړو افغان ښځو لپاره وضعیت هغه وخت لا پسې خراب شو چې دوی تېر کال د بودیجې د کمښت له امله د خپلو مرستو له لیست نه ۱۰ میلیونه اړ افغانان وایستل.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، په داسې یوه هېواد کې چې هلته وار دمخه د ښځو لپاره کړۍ په تنګېدو ده د مرستو له لیست نه د میلیونونو افغانانو ایستل بحران زېږونکې خبره ده، ځکه چې کاري فرصتونه هم محدود دي او خلک نه شي کولای چې ځانته کافي خواړه برابر کړي.

ډبلیو ایف پي ویلي، افغانستان د طبیعي افتونو له پلوه هم ډېر زیانمونکی هېواد دی او په تېرو څو میاشتو کې ګنو سیلابونو، برفکوچونو او سختو زلزلو ګڼ شمېر کسانو ته د مرګژوبلې اړولو ترڅنګ د خلکو کورونه هم ویجاړ کړل، چې دې کې هم ښځې تر نورو ډېرې زیانمنې شوې دي، ځکه چې هغوی تر ډېره په کورونو کې وي.

په بلخ ولایت کې د ډبلیو ایف پي د دفتر مشر نجیب الله رحماني په یوه وېډیوي کلیپ کې چې د دې ادارې پر اېکس پاڼه خپور شوی په افغانستان کې له طبیعي پېښو پیدا شوې ستونزې بیان کړې دي. نوموړی وايي:

''زه دلته په بلخ ولایت کې ولاړ یم چې یو مهال دا ځای د افغانستان د ډوډۍ ټوکرۍ وه، خو اوس له څو کلنو وچکالیو له امله ټولنې له لوږې سره مخامخې دي. د ژمي په وروستیو کې واورو د خلکو ډېر څاروي هم له منځه یوړل، مالداران او بزګران څه نه لري چې خپلې کورنۍ پرې ماړه کړي، دا خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، خو ډېره اړتیا یې اوږد مهاله حل لارو ته ده چې پرمټ یې وکولای شي د طبیعي بحرانونو پر وړاندې مبارزه وکړي.''

اوږد مهاله حل لار؟

ښځې، خواړه

د عکس سرچینه، Getty Images

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام له یو شمېر اړمنو افغان ښځو او ماشومانو سره د خوړو او نقدي مرستې ترڅنګ د اوږد مهاله حل لارې په توګه هغوی ته د حرفه‌یي زدکړو روزنیز کورسونه جوړوي، چې ښځې په کور کې د یو څه کولو جوګه شي او په دې توګه خپلې اړتیاوې پوره کړای شي.

د ډبلیو ایف پي په وینا ګڼ شمېر افغانې کورنۍ اړ شوې چې خپل ماشومان بهر واستوي چې خیر راټول کړي او ډېر ځله دغه کورنۍ یوازې هماغه څه خوري چې ماشومانو یې په خیر کې ټول کړي وي.

ډبلیو ایف پي پر نړیوالې ټولنې او خلکو غږ کړي چې په روانې روژې میاشت کې د خپل یو وخت خواړه له اړو افغانانو سره شریک کړي.

دغه راز د ملګرو ملتونو د ښځو برخې هم په دې وروستیو ورځو کې وویل چې د بشري بحرانونو په سختېدو سره باید مرستندویان ښځې هېرې نه کړي.

دې ادارې په کار او پرېکړو کې د افغان ښځو محرومېدل د افغانستان اقتصاد ته بله ضربه ګڼلې ده.

د یادولو ده چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا هم وویل چې په روان ۲۰۲۴ کال کې به ۲۳٫۷ میلیونه افغانان مرستو ته اړ وي چې تر نیمايي ډېرې يې ښځې او نجونې دي.