د اوکرایین چارواکي وايي د وسلو په پیرلو کې یې ستره درغلۍ موندلې

د عکس سرچینه، RFE
د اوکرایین امنیتي اداره وايي د پوځ لخوا د وسلو په پیرلو کې یې د شاوخوا څلوېښت میلیونو ډالرو فساد او درغلي موندلې.
امنیتي ادارې ویلي د دفاع وزارت پنځه لوړپوړو کسانو او د وسلو یو پلورونکي شرکت په اړه پلټنې او تحقیقات کیږي.
دا اداره وايي د ۲۰۲۲ په اګست کې دفاع وزارت مامورینو د هاوان د ۱۰۰،۰۰۰ ګولیو د پیرلو قرارداد لاسلیک کړی و.
پیسې له وړاندې ورکړل شوې وې، د پیسو یوه برخه بهر ته استول شوې وه، خو وسلې هیڅکله نه دي ترلاسه شوي.
اوکرایین غواړي د اروپايي ټولنې غړیتوب ترلاسه کړي، خو فساد یې پروړاندې یوستر خنډ ګرخیدلی.
د اوکرایین امنیتي اداره وايي پلټنو څرګنده کړې چې د دفاع وزارت ځینو مامورینو او د لویف ارسېنال په نامه د وسلو د خرڅولو شرکت ځینو مسولینو د وسلو د پلور او پیر په ترڅ کې 'شاوخوا ۱.۵ میلیارده هریفنیا (اوکراييني پیسې)غلا کړيدي.'
امنیتي ادارې ویلي "د پلټنو له مخې، د دفاع وزارت ځینې پخواني او اوسني لوړپوړي مامورین اود اړوندو شرکتونو مشران پدې درغلۍ کې لاس لري."
یادې امنیتي ادارې ویلي سره ددې چې ددغو وسلو د رانیولو قرارداد پر اوکرایین باندې د روسیې له بشپړ برید شپږمیاشتې وروسته شوی و،" د هاوان یوه ګولۍ هم" هیڅکله نه ده استول شوې.
امنیتي اداره وايي یو شکمن کس هغه مهال ونیول شو چې غوښتل یې له اوکرایینه ووځي او اوس بندي دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اوکرايين لوی څارنوال ویلي، پیسې نیول شویدي او بیرته به دفاع وزارت ته وسپارل شي.
د کلونو کلونو راهیسې په اوکرایین کې د فساد مسلې موجودې دي. کله چې په ۲۰۱۹ کې ولادیمیر زیلینسکي د اوکرایین ولمشر شو فساد سره مبارزه یې خپل اصلي لومړیتوب بللی و.
د فساد دا ادعاګانې پداسې وخت کې کیږي چې د امریکا په متحدو ایالتونوکې جمهوري پالي هڅه کوي د ولسمشر جو بایډن لخوا اوکرایین ته د نورو مالي مرستو ورکولو مخه ونیسي.
په اګست کې، ولسمشر زیلینسکی د پوځي استخدام یا ګومارنې د چارو ټول مسول مامورین له کاره ګوښه کړل چې هغه سیستم له منځه یوسي چې ځینو خلکو ته یې اجازه ورکوله له عسکرۍ خدمت څخه وتښتي.
په ۲۰۲۲ کې د شفافیت نړیوالې ادارې راپور کې اوکرایین د فساد له پلوه د نړۍ د ۱۸۰ هیوادو په کتار کې په ۱۱۶مه درجه کې ښودلی و.
خو اوکرایین کې د فساد پرضد هڅو تریوه حده یوڅه بدلون رامنځته کړیدی.
دا هیواد اوس د هغو ۱۰ هیوادونو په کتار کې راځي چې د نړیوال شفافیت په درجه بندۍ کې، په لسو کلونو کې ۲۸ درجې مثبت لوري ته پورته شوی.








