رفح کې د کډوالو پر کمپ د اسرائیلو برید ۴۵ کسان وژلي، نتنیاهو وايي"غمجنه" پېښه ده

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، پر رفح وروستی برید چې ګڼ ملکي کسان یې وژلي "غمجنه پېښه ده".

د نوموړي په وینا: "له رفح ښاره مونږ لا د مخه شاوخوا یو میلیون ملکي کسان ایستلي، که څه هم مونږ ملکي کسانو ته د زیان اوښتو د مخنیوي هڅه کړې، خو له بده مرغه دا یوه غمجینه پېښه ده."

نوموړي د پارلمان غړو ته ویلي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

د حماس د روغتیا وزارت وايي، د غزې په جنوبي ښار رفح کې د بې‌ځایه شویو فلسطینیانو پر یوه کمپ د اسرائیلو په هوايي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۵ کسان وژل شوي دي.

د یکشنبې په شه د تل السلطان په سیمه کې د پېښې له ځایه په وېډیوګانو کې یوه لویه چاودنه او سخت اورلګېدنه ښودل شوې ده.‌

د اسرائیلو دفاعي ځواکونو ویلي، دوی د حماس دوه جګپوړي چارواکي وژلي او هغه رپوټونه ارزوي چې د برید په پایله کې ملکي خلکو ته زیان اوښتی.

دغه برید د نړۍ په بېلابېلو برخو کې غندل شوی. سعودي عربستان ویلي، اسرائیل د "ولسي خلکو په ډله‌ییزې وژنې" خپلو جرمونو ته دوام ورکوي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا برید له نړیوالو او بشري قوانینو او دودونو د اسرائیلي ځواکونو ښکاره سرغړونه ده.

د فرانسې ولسمشر ایمانېول مکرون ویلي، دې برید غوسه راپارولې ده.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزیپ بورل له اسرائیلو غوښتي چې د عدالت نړیوالې محکمې له حکم سره سم د رفح پر ښار د برید مخه ونیسي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا برید "نسل‌وژنه" بللې ده چې په وینا یې دا د اسرائیلي د جنګي تګلارې یوه برخه ده.‌

له دې برید وروسته،‌ د بې‌پولې ډاکټرانو ټولنې ویلي، اوس په غزه تړانګه کې هېڅ خوندي ځای نه دی پاتې.

د کویت د بهرنیو چارو وزارت په رفح کې د کډوالو پر هغه کمپ بمباري په کلکه غندلې، چې فلسطینیانو د "خوندي بشري" زون په توګه پنا پکې اخیستې وه.

د کویت د بهرنیو چارو وزارت لیکلي "هغه څه چې نیواکګر د بې‌دفاع فلسطینیانو پرضد د نړۍ د سترګو په وړاندې ترسره کوي، بې‌سارې نسل‌وژنه او ښکاره جنګي جنایت دی. "

د بهرنیو چارو وزارت په نړیواله ټولنه غږ کړی چې په دې مسله کې سملاسي او پرېکنده مداخله وکړي چې اسرائیل اړ شي "ټول قانوني نړیوال پرېکړه لیکونه ومني. "

په دې خبرپاڼه کې کویت په ځانګړې توګه په هاګ کې د عدالت د نړیوالې محکمې فیصلې ته اشاره کړې چې پکې پر رفح د برید د بندولو او په غزه کې له فلسطینیانو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه شوې ده.

د پېښې په سیمه کې يو فلسطينی عيني شاهد وايي، "دا درې ماشومان وګورئ ټپیان شوي دي، دا کوم دین دی؟ کوم بشریت دی؟ نړۍ چېرې ده؟ ملتونه چېرې دي؟"

بل عيني شاهد وايي، "هغوی خلک لولپه کړل، ویې سوځول، هغوی د تل السلطان ټوله سیمه وسوځوله، لا هم خلک اور کې سوځي. الله دې زموږ چاره ساز شي. له دې هاخوا څه ووایم. هېڅ نشم ویلی. ناڅاپه پر موږ توغندی راپرېوت او ټول خلک یې وسوځول. لاړ شې پخپله وګورئ چې څه پېښ شول."

بل لور ته حماس ویلي چې پر تل ابیب یې لوی توغندیز برید کړی دی. ویل کېږي چې ځینې توغندي شنډ شوي دي. په دغو توغندیزو بریدونو کې د مرګژوبلې رپوټونه نه دي ورکړل شوی. ګومان کېږي چې دغه توغندي د غزې له جنوبي سیمې توغول شوي دي چې له امله یې په اسرائیلو کې د خطر زنګونه ټنګول شوي دي.

په همدې مهال له لبنان څخه د حزب الله ډلې د اسرائیلو په شمالي برخو راکټونه ورولي. د اسرائیلو پوځ ویلي، له دغې ډلې یو شمېر یې شنډ کړای شوي او پر حزب الله یې ځوابي بریدونه کړې دي.

د جمعې په ورځ د عدالت نړیوالې محکمې اسرائیلو ته امر وکړ چې د غزې په رفح نظامي عملیات او بریدونه ودروي، خو لا هم اسرائیلو دغه غوښتنه نه ده منلې او بریدونه یې دوام لري.