د ښکلا لپاره کاسمېټیک عملیات؛ 'ما فکر کاوه دا به مې د مخ وېښتان کم کړي'

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د چا نه خوښېږي چې ښکلی/ښکلې ښکاره شي! خو که تاسې د ښکلا لپاره دې ته اړه شئ چې بېلابېلې لارې وازمايئ یا د ښکلا جراحي او کاسمېټیک عملیات وکړئ نو ایا تاسو به دې ته زړه ښه کړئ؟
دا هغه پوښتنه ده، چې ډېر خلک یې د هو په ویلو سره ځواب وايي، ولې نه خو که پیسې ورته ولري.
د دوی تر څنګ بیا داسې کسان هم شته چې طبیعي ښکلا خوښوي او له دې هر څه ځان لرې ساتي.
په هر حال، جذاب او ښکلې ښکاره کېدو لپاره سلیبریټیانو (مشهور کسان) له پخوا کاسمېټیک عملیاتونو او د ښکلا جراحیو ته مخه کوله خو اوس دا چاره په ډېره چټکۍ سره د عامو پاکستانیانو ترمنځ هم دود شوې ده.
درمتالوجست (د پوستکي، نوکانو او وېښتانو متخصص) ډاکټر کامران قریشي وايي: "په پاکستان کې له تېرو درې څلورو کلونو راهیسې دا کاسمېټیک عملیات او د ښکلا جراحي زیاته شوې ده. اوس موږ ته د هر عمر او د هر جنسیت وګړي راځي. په دوی کې ځینې یې د پوستکي او نورو ناروغیو درملنې لپاره هم راځي. خو لوی شمېر خلک شته چې راځي او یوازې غواړي د ښکلا لپاره دا لارې چارې ترسره کړي. "
کاسمېټیک عملیاتو ته د ښځو او نارینه وو لېوالتیا

د عکس سرچینه، INSTAGRAM
ډېر خلک فکر کوي چې یوازې ښځې د زړه راښکونکې ښکلا لپاره یادې لارې چارې خپلوي، خو نن سبا ګڼ شمېر نارینه هم دا ډول کړنلارې ته مخه کوي.
له یادې ډلې یو هم رضا منیر دی، چې د کاسمېټیک عملیاتو بېلابېل ډولونه یې په ځان پلي کړي دي.
ښاغلی منیر وايي: "ډېر کسان یادو عملیاتونو ته مخه کوي خو له بده مرغه نه یې وايي. کله چې له هغوی وپوښتئ، تاسو یو څه کړي دي بدلون درکې راغلی دی؟ دوی تاسو ته داسې احساس درکوي چې دوی هماغسې زیږېدلي دي او کوم بدلون چې په دوی کې راغلی طبیعي دی. "
نوموړی زیاتوي، چې زیات شمېر نارینه ماډل او اداکاران کاسمېټیک عملیاتو ته مخه کوي خو عام خلکو هم ځانونه شاته نه دي پرېښي.
د کاسمېټیک عملیاتو بېلابېلو ډولونو کې یو یې هم د وېښتو کرل یا کښېنول دي چې په لوی شمېر نارینه ورته مخه کوي.
محمد علي چې په دې وروستیو کې یې یاد عملیات ترسره کړي، بي بي سي ته وویل:
"دا یو دردلرونکې د کاسمېټیک عملیات دي، چې له دیارلسو تر څوارلسو ساعتونو پورې وخت نیسي. په دې کې ډاکټر ستاسو د سر په هغه برخه کې ویښتان کري چې ګنجی وي یا یې وېښته تللي وي او لږترلږه دوه نیمو څخه تر درې لکو روپیو لګښت لري. "
د ښځو ترمنځ بیا د مخ او بدن بېلابېل کاسمېټیک عملیات دود دي چې په دې کې د شونډو غټول، د پزې عملیاتول، د مخ او بدن د وېښتانو لرې کول شامل دي.
څنګه کاسمېټیک عملیات ستاسو په ښکلا کې مرسته کولی شي؟

د عکس سرچینه، NSTAGRAM
کاسمېټیک عملیاتونه یوه طبي چاره ده، چې ستاسو د بدن د یوې ځانګړې برخې بدلولو لپاره ترسره کېږي خو دا له هغو طبي عملیاتو سره توپیر لري چې بدن کې مو د عادي ښکلا اغېزمنتیا یا عیب لرې کولو لپاره ترسره کېږي.
د کاسمېټیک عملیاتو ډول معمولاً خپله د وګړو لخوا غوره کېږي په ځانګړي ډول کله چې دوی د بدن د کومې برخې د بڼې بدلولو غوښتنه ولري.
دا کسان هڅه کوي، خپله ښکلا هغه ډول برابره کړي چې خپله یې خوښېږي یعنې ځینې یې د خپلو شونډو عادي ښکلا نه خوښوي او غواړي چې هغه بل ډول ته بدلې کړي بیا دې ډول عملیاتونو ته مخه کوي.
ځینې خلک خپله پوزه نه خوښوي او د ښکلا جراحي ته مخه کوي، چې په ښکلې بڼه یې ورته جوړه کړي.
د یادې برخې ډاکټره حنا فاروق وايي، د هر ډول عملیاتو طرزالعمل توپیر لري.
د ښکلا جراحي عملیاتو ترڅنګ د کاسمېټیک عملیاتو په ډولونو کې توپير وي ځینې د کیمیاوي موادو په مټ ترسره کېږي لکه شونډو ته د فیلر په نوم مایع ورپیچکاري کوي.
ځینې یې د ماشینونو په مټ ترسره کېږي لکه د سترګو شاوخوا پوستکی چې پړسېدلی وي یا کښته ځړېدل حالت ولري هغه د ماشینونو په مټ جوړوي.
په مخکې د ګونځو مخنیوي لپاره د بوټوکس مایع کارول کېږي خو دا لنډ مهاله وي دا په اصل کې یو ډول زهر دي چې عضلات د لنډ وخت لپاره شنډوي او له دې سره عضلات زیات نه خوځېږي نو د ګونځو لامل هم نه کېږي.
ډاکټر حنا فاروق له بي بي سي سره په مرکه کې وویل، د خلکو اصلي ستونزه هغه وخت رابرسېره کېږي چې کله دا عملیات د دوی په بدن کې کټ مټ هغسې پایلې ونه لري لکه د بل په بدن کې یې چې لیدلي وي.
نوموړې زیاتوي، خلک باید په دې پوه شي چې د هر انسان د پوستکي او د بدن د غړي غبرګون بېل وي د ټولو پایلې یو ډول نه وي."
د کاسمېټیک عملیات اوس عادت ګرځېدل

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د کارپوهانو په وینا، که څه هم دا چارې کولی شي تاسو ښکلي ښکاره کړي خو زیانونه هم لري.
دوی وايي، په دا ډول درملنو یا طبي چارو کې خطرونه هم وي.
د رضا منیر په وینا، د کاسمېټیک عملیاتو ډېر ډولونه یې په خپل بدن باندې ترسره کړي چې په خبره یې ډیرو یې منفي پایلې درلودې.
نوموړي هڅه کړې وه، چې د خپلو سترګو شاوخوا حلقې د لیزر په مټ روغې کړي خو دې چارې ورته د سترګو ناروغي پیدا کړه.
همدا ډول ده هڅه کړې وه، چې د لیزر یو بل ډول د مخ وېښتانو کمولو لپاره وکاروي.
رضا منير وايي: "ما فکر کاوه چې زما د مخ ويښتان به کم شي. خو برعکس لا ډېر تور وېښتان مې په مخ را وختل. اوس به یې یا نخ کوم یا به بیا لیزر پیل کوم."
په داسې حال کې چې له یوې خوا دا د ځینو خلکو لپاره زیانمن ثابتیږي، له بل پلوه ځینې داسې کسان هم شته چې له دې کړنلارې ګټه پورته کوي.
اداکارې سعدیه فیصل له بي بي سي سره د خبرو پر مهال وویل: " په دې کار کې ما ته ډېره ګټه رسېدلې ده. زما په مخ دانې ختلې وې او هغو مې پوستکی سخت خراب کړی و ما لیزر درملنه وکړه او له دې سره ښه شو."
نوموړې زیاته کړه: "د دې تر څنګ تر نن ورځې پورې ما چې هر ډول کاسمېټیک عملیاتونه کړي ما ته ګټور تمام شوي دي، خو یو څه ته مو باید پام وي هغه دا چې دا ډول چارې باید تاسو پرله پسې ترسره کړئ."
سعدیه وايي: "کله چې زه اړونده ډاکټر ته ورځم هلته خلک غږېږي چې ما دا وکړل، ما هغه وکړل، دا په یو ډول روږدېدا یا عادت بدل شوی. ځکه کله چې یوه څه درته ګټه رسوي ستا زړه غواړي هغه بیا بیا وکړې











