هوايي ډزو سره د نجلۍ ځان ته نومولو دود ولې شته او د طالبانو حکومت یې څنګه مخه نیسي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي پښتو ډيجيټل
"په یوې نجلۍ پسې مرکه ورغلې وه، هلک چې خبر شوی، د هغې د کور په مخ کې يې ډزې کړې چې دا نجلۍ زما ده، مرکه همداسې جیګه شوې. د نجلۍ کورنۍ پر هلک برید کړی، مرګ ژوبله اوښتې او نجلۍ نن هم د پلار پر کور ناسته ده"
دا د خپلې یوې ګاونډۍ په اړه د خوست مېشتې بدرۍ خبرې دي چې د یوه ځوان "سر زورۍ" څنګه د ښادۍ کیسه په بدۍ واړوله او د هغې پېغلې ژوند ته یې تېلی وواهه چې پلار یې نه ورکوله خو ده غوښتل واده ورسره وکړي.
دا هر څه د هغه ناوړه دود په پایله کې پېښ شوي چې د افغانستان په ځينو سيمو کې لا هم شته.
"غږ وهلې نجلۍ"
دا جنجال هله رامنځته کېږي چې یو زلمی غواړي یوې پېغلې سره واده وکړي خو کورنۍ يې د کوم لامل له کبله نه ورکوي. هلک زور ته لاس اچوي، د نجلۍ د کور په مخکې ډزې کوي او غږ کوي چې پلانۍ زما شوه. بیا نو د دې کار قرباني شوې پېغلې باندې د "غږ وهلې نجلۍ" نوم پرېوځي او څوک ورسره واده کولو ته زړه نه ښه کوي. د نجلۍ کورنۍ به یا د هلک بدي په غاړه اخلي او یا به یې ورکوي. ځکه خو بدرۍ وايي چې دې "ناوړه عمل" ډېرې پېغلې د پلار پر کور سرسپينولو ته اړ ایستې او ګڼې کورنۍ په بدۍ اړولې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا زیاتوي، "پر کومه نجلۍ چې غږ شوی وي، د هغې برخلیک ډېر خراب وي. که کورنۍ خپله نجلۍ هلک ته ورکوي نو شاید هغه یې وړ نه وي. که نه يې ورکوي او یا د هلک کورنۍ نه غواړي چې دا نجلۍ وکړي نو په دوښمنۍ سره اوړي. که د دوښمنۍ مخنيوي لپاره لوړ ولور ته غاړه ږدي، نو بیا هم شاید د نجلۍ زړه نه وي. داسې پېغله په ټولنه کې تل له پېغور او شرم سره مخ وي. خلک یې غږ وهلې بولي او ګمان کوي چې هلک سره به جوړه وه، ځکه یې غږ پرې کړی. نو له هرې خوا د نجلۍ ژوند تباه کېږي."
دا د تېرو زمانو کیسې نه بلکې په ۲۱مه پېړۍ کې په افغانستان کې پېښېدونکې نادودې دي چې ښځې یې قرباني دي.
همدا دوه اوونۍ مخکې هم په خوست ولایت کې یوه ځوان پر هغې نجلۍ په ډزو کولو سره غږ وکړ چې پلار یې نه ورکوله.
له دې نجلۍ سره مو خبرې ونه شوای کړای نو ځکه مو یې ورور وغږاوه خو د "پېغور" له وېرې نه غواړي خپل نوم یا کلی یې یاد شي.
دی چې دلته یې د قادر په مستعار نوم یادوو وايي، "د دغه شخص کورنۍ غوښتنه کوله چې موږ سره دوستي وکړي. خو تاسې پوهېږئ چې زموږ په ټولنه کې خلک د خېښۍ په موضوع کې سیالۍ شریکۍ، قوم او نسب او ځینو نورو ارزښتونو ته سره ګوري. خو هغوی سیال خلک نه وو او موږ نه غوښتل چې خېښي ورسره وکړو. ورته ویلي مو هم وو چې زموږ اوس د نجلۍ ودولو ته زړه نه دی، نور مه پسې راځئ."
خو دغه کس د قادر د کورنۍ خبره ونه منله او زور ته یې لاس واچاوه.
قادر وايي چې هغه هلک "جبر" پیل کړ، لومړی یې د دوی او بیا یې د خپل کور په مخ کې ډزې وکړې او د اوازې په خپرولو سره یې د شاوخوا خلک خبر کړل چې ګواکې نجلۍ د ده شوه.
قادر زیاتوي، "موږ د دغه کس د دې کار په مقابل کې د خوست امنیه قومنداني خبره کړه. عرضپاڼه مو ورته وسپارله، هغه کس ونیول شو او اوس په زندان کې دی."
تر ډزو وروسته څه پېښېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
کله چې یو زلمی په هوايي ډزو کولو سره پر یوې پېغلې غږ کوي نو په دوديز لحاظ د نجلۍ کورنۍ ته څو غوراوي ور په غاړه کېږي:
- هلک به وژني او خپله "غږ وهلې نجلۍ" به ترې خلاصوي. خو په داسې کولو سره د نجلۍ کورنۍ د هلک له کورنۍ سره په بدۍ اوړي او داسې نجلۍ ته بیا هم څوک زړه نه ښه کوي چې واده ورسره وکړي. که څوک واده ورسره کوي نو د هلک د کورنۍ دوښمني غاړې ته ورلوېږي.
- نجلۍ به هلک ته ورکوي. خو کله کله په داسې حالاتو کې د نجلۍ کورنۍ پر هلک ډېر دروند ولور ږدي چې ډېر کله یې زلمی د پوره کولو وس نه لري. یا یې په بدل کې د هلک د کورنۍ یوه پېغله غوښتل کېږي او د "شرم" په نوم یوه اندازه پيسې هم پرې اېښودل کېږي چې هلک مکلفېږي، غاړه ورته کېږدي. خو که "غږوهلې پېغله" هماغه زلمي ته واده هم شي، په چم ګاونډ او خسرګنۍ کې د "ډزو" له پېغوره نه خلاصېږي او تل په دې نوم ځورول کېږي.
- نجلۍ به تر "کنډو" اړوي. معنی دا چې د نجلۍ کورنۍ به خپله "غږ وهلې لور/خور" په یوه بل کلي یا قوم کې ورکوي. کله هم داسې زورورو خلکو ته ودول کېږي چې د نورو "سترګه ترې سوځي" او د چا له بدۍ وېره نه لري.
- د نجلۍ کورنۍ نارينه د هلک کورنۍ پر کومه نجلۍ همداسې غږ کوي او خپل انتقام یا بدل اخلي. بیا نو دواړه کورنۍ یا په بدۍ سره اوړي او یا دواړه نجونې یوه او بل ته سره ودوي. خو داسې نجونې تر ډېره د عمر تر پایه په بدو کې د ورکړل شوو نجونو غوندې ژوند لري.
دا پرېکړې تر ډېره په دوديز ډول قومي مشران او جرګې کوي چې د بشري او د ښځو حقونو فعالانو له نیوکو سره مخ کېږي. د دوی په باور، په داسې فيصلو کې تر ډېره بې ګناه نجونې او ښځې د نارينهو د کړو خطاګانو قرباني کېږي او په تېر کې يې هم پر مسولانو غږ کړی چې د داسې دودیزو پرېکړو مخه ونیسي.
د خوست امنیه قومندانۍ شپږ داسې کسان نیولي

د عکس سرچینه، Ahrar
که څه هم په دې اړه کره معلومات نه شته چې د ټول افغانستان په کچه به داسې څومره پېښې په کومو ولایتونو کې شوې وي خو په خوست کې د طالبانو حکومت امنیه قومنداني مني چې په تېرو څو میاشتو کې داسې شپږ قضیې ورسره ثبت شوې دي.
د دې قومندانۍ ویاند طاهر احرار بيبيسي پښتو ته وویل چې د داسې کسانو پر ضد یې د نجونو تر عرضپاڼې وروسته "کوټليګامونه" اخیستي دي.
ښاغلی احرار زیاتوي، "د خوست امنیتي پولیسو د هوايي ډزو په ترڅ کې د نجونو نوموونکو کسانو پر وړاندې عملیات ترسره کړي او د خوست ولایت مرکز، اسماعیلخېلو او مندوزیو او ګوربزو ولسوالیو کې یې هغه شپږ کسان نیولي چې نجونې یې د دوی له رضایت پرته ځانونو ته نومولې وې"
ښاغلی احرار زیاتوي چې حکومت یې د دې مسئلې پر ضد د خپل مشر تر هغه فرمان وروسته جدي اقدامات پیل کړي چې د جبري نکاح منع کولو سپارښتنه یې کړې ده.
د یادولو ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت مشر ملا هبتالله اخندزاده د خپل واک پر پنځمه میاشت یعني د ۲۰۲۱ کال د دسمبر پر درېیمه "د ښځو حقونو" په تړاو په یوه فرمان ویلي وو چې هېڅوک ښځې په جبر نکاح ته نه شي مجبورولای او ښځه مال نه بلکې اصیل او ازاد انسان دی او هېڅوک یې چا ته د صلحې په بدل کې په بدو کې نشي ورکولای.
خپلو اړوند مسولانو، عالمانو او قومي مشرانو باندې یې غږ کړی و چې که څوک له دې سرغړونه کوي نو باید مخه یې ونیول او جزا ورکړل شي.
په واده کې د نجونو رضا
قادر وايي، د خوست امنیه قومندانۍ ډاډ ورکړی چې هېڅوک به یې هم د خور د نکاح مانع نه شي اوز یاتوي، "موږ ته ویل شوي چې دا موضوع به د شریعت له مخې حلېږي او هېڅوک د نجلۍ په خپله خوښه د نکاح مانع نه شي جوړېدلای او دغه شخص به هم اعتراف کوي چې خپله خبره بېرته واخلي او کومه اوازه یې چې خپره کړې، له هغې تېر شي."
د شریعت او اسلامي احکامو خبره پر خپل ځای خو بدرۍ د افغانانو د جرګو مرکو پر ځينو هغو پرېکړو نیوکه کوي چې له دوښمنیو د کورنیو د ژوغورلو لپاره نجونې قرباني کوي.
بدرۍ وايي، که د داسې اعمالو او پرېکړو کوونکو کسانو ته سخته جزا ورکړل شي نو ټولو ځوانانو ته به درس شي او بیا به هېڅوک دا جرات ونه شي کړای چې د چا پر خور لور په ډزو سره غږ وکړي او د هغې له خوښې پرته یې واده ته اړ باسي.
خو زیاتوي، چې کورنیو ته په کار ده چې د واده په مسئله کې خپلو نجونو ته د خوښې حق ورکړي او پرې نه ږدي چې یوه موضوع دې حد او بدیو ته سره ورسېږي.











