نورستان کې قهرېدلو 'تښتېدلې' نجلۍ او هلک په ډزو وژلي

د عکس سرچینه، AFP
- Author, نعمت الله کریاب
- دنده, بي بي سي
د ختیځ نورستان ولایت واما ولسوالۍ کې ځايي خلکو له حکومتي ودانۍ نه یوه میاشت وړاندې واده شوې یوه نجلۍ او هلک، چې د تېښتې پرمهال پولیسو نیولي وو، ویستلي او په ډزو يې وژلي.
چارواکي وايي، واده شوې نجلۍ له یو بل کس سره د تېښتې پر وخت پولیسو نیولي وو، چې نن ووژل شول.
چارواکي زیاتوي، د غیرت په نوم په دغه شخه شولانګه کې درې پولیس هم ټپیان شوي.
د نورستان نا لیدلې سیمه (انځورونه)
دا د خپل ډول لومړنۍ پېښه ده، چې خلک پر دولتي ودانۍ چپاو وروړي او بیا يې وژني.
ځايي خلکو خلکو نجلۍ او هلک د قومندانۍ له ودانۍ ویستلي او په ډزو يې وژلي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وايي، ګڼ شمېر قهر وړي خلک د قومندانۍ او ولسوالۍ انګړ ته ورننوتي، له پولیسو سره لاس او ګریوان شوي او جینۍ او هلک يې په زوره ویستلي.
نوموړی وايي د پیښې د ښې روښانتیا په موخه واما ته یوه ډله لېږي، چې مالومه کړي رښتیا څه پېښ شوي:
''بېګا یوه هلک یوه واده شوې نجلۍ تښتولې وه چې د لارې په اوږدو کې پولیسو نیولي وو، کله چې خلک خبر شوي پر ولسوالۍ یې هجوم وروړی د ولسوالۍ د و دانۍ دروازې یې هم ماتې کړې، نجلۍ او هلک یې رایستلي او په ډزو یې وژلي دي.''
ځینې رپوټونه وايي، ګرانه ده، چې د ځايي واکمنو د سر خوځولو پرته خلک په ولسوالۍ ورشي، دروازې ماتې کړي او د پولیسو له ګورته دې څوک راخلاص کړي او بیا يې ووژني.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه جینۍ او هلک تېر ماښام پولیسو نیولي وو. ویل کېږي، وژل شوې جینۍ د یوې میاشتې ناوې وه.
تر اوسه ددغې وژنې او پر ولسوالۍ د ورغلو کسانو له ډلې هېڅوک هم نه دي نیول شوي.
که پېښه هغسې چې والي يې وايي رامنځ ته شوې وي، دا به په افغانستان کې دغیرت په نوم د وژنې نوی ډول وي، چې خلک په حکومتي ودانۍ ورځي ، جینۍ او هلک ترې را وباسي او د پولیسو د سترګو پر وړاندې يې وژني.








