نورستان ته د سفر پر مهال ولسمشر غني د چټکو مرستو امر کړی

د عکس سرچینه، ARG
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نورستان ولایت برګمټال ولسوالۍ ته د واورې ښویدنې له امله د وژل شويو او ټپيانو سره د خواخوږۍ او د مرستو د بهیر ارزونې لپاره ورغلی و.
د نورستان والي حفیظ عبد القیوم وايي په دغه ولايت کې واورو شاوخوا ۷۰ تنه وژلي، چې ۵۳ پنځوس يې له پرون راهیسې خاورو ته سپارلي دي.
ولسمشر غني دولتي چارواکو ته امر کړی، چې مرستې ډېرې کړي او د ټپیانو د درملنې لپاره چټک ګامونه واخلي، اشرف غني د افغانستان لومړنۍ ولسمشر دی، چې برګمټال ته ورځي.
د ولسمشر مرستیال ویاند شا حسین مرتضوي بی بي سي ته وویل "ولسمشر د خواخوږۍ او د مرستو د بهیر د څرنګوالي په نیت دغه ولایت تللی و."
نوموړي وويل، "ولسمشر مسولینو ته د نورې مرستې او د ټپیانو د درملنې سپارښتنه وکړه".
د نورستان والي حفیظ عبد القیوم په وينا "د واورو له امله ۲۸ کسان ټپيان شوی، د ځينو درمنله دلته وشوه او هغه چې ټپونه يې ژور وو جلال اباد ته لېږل شوي دي."
يوازې په اپسې کلي کې ۵۷ کسان مړه شوي او ۱۱ کسان نور د دغه ولايت په نورو سيمو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دي.

د عکس سرچینه، LATIF AZIMI
برګمټال ولسوالۍ ته د مرستو رسولو لړۍ له پکشنبې پیل شوې، د افغان پوځ چورلکو نن ټوله ورځ د مرستو په رسولو تېره کړه او له شلو الوتنې يې برګمټال ته وکړې خوراک پوښاک او درمل يې وروړل او ټپیان يې ولېږدول.
نور لوړپوړي چارواکي هم برګمټال ته ورغلي وو. د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال عبدالرحمن رحمان له اپسي نه بي بي سي ته وویل چې د ځپل شويو ټولې اړتیاوې به پوره کړي.
د دولت تر څنګ خلکو په کونړ او ننګرهار کې د ځپل شويو سره د مرستو راټولولو په موخه کېږدۍ درولې. په خواله رسنیو کې د خواخوږۍ په نیت پراخه مبارزه کېږي.
د رسمي شمېرو له مخې د روان ژمي له پيل راهيسې په ټول افغانستان کې له ۱۶۰ ډېر کسان د واورو او يخنۍ له امله مړه شوي چې يوازې ۱۱۹ تنو يې په تېرو دريو ورځو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.










