حامد کرزی د پاکستان حکومت ته: وروستۍ ناامنۍ مو د خپلو پالیسیو پایله ده، بدلې يې کړئ

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي

تر هغه وروسته چې یو شمېر پاکستاني چارواکو هلته د ناامنۍ پړه پر افغانستان وراچولې، پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې دا هر څه د پاکستان حکومت د خپلو تګلارو پایله ده او له سره دې ژوره کتنه ورته وکړي.

ښاغلي کرزي په یوه خبرپاڼه کې په خپل غبرګون کې ویلي، "د پاکستان خلک د افغانستان ګاونډي وروڼه دي، خو د پاکستان اوسني حالات او ناامنۍ تر ډېره د پاکستان د حکومت د خپلو پالیسیو نتیجه ده"

د افغانستان دغه پخواني ولسمشر همدا راز له پاکستاني حکومته غوښتي چې "د یوې ګټورې او اغېزمنې مبارزې لپاره دې د خپلو تېرو څو لسيزو پالیسۍ باندې له سره ژور غور وکړي او بدله یې کړي"

ښاغلی کرزی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په پرله پسې ډول څو پاکستاني چارواکو هلته د روانې ناامنۍ پړه پر افغانستان اچولې او تور یې پورې کړی چې ګواکې پاکستاني طالبانو ته افغانستان کې پټنځي برابره شوي او له دغه هېواده هلته ورځي او چاودنې کوي.

د یادولو ده چې په دې وروستیو کې د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ګډون هلته په څو سيمو کې چاودنې او امنیتي پېښې شوې دي.

د پاکستاني طالبانو د بریدونو له زیاتېدو وروسته، د افغان طالبانو او پاکستاني حکومت ترمنځ ترینګلتیا ډېره شوې ده.

"له زور زیاتي ډډه وکړئ، د متمدنو او نېکو اړیکو لار خپله کړئ"

تازه غبرګونونه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ هلته د امنیت شورا تر وروستۍ غونډې وروسته څرګندېږي چې جګپوړو پوځي مشرانو هم ګډون پکې کړی و او د ترهګرۍ پر ضد او د پاکستاني طالبانو پر وړاندې د عملیاتو په اړه خبرې پکې شوې دي.

پرون دوشنبه شهباز شریف په دې غونډه کې ویلي، "هېڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې اورپکو ته خوندي ځایونه ورکړي"

د پاکستان د ملي امنیت شورا تر غونډې وروسته په اعلامیه کې د کوم هېواد نوم له یادولو پرته ویلي چې د هغو پر ضد به ګام پورته کړي چې "ترهګرو ته خوندي پټنځي ورکوي او اسانتیاوې ورته برابروي"

خو تر دې غونډې مخکې د پاکستان کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله بیا په زغرده ویلي وو چې "امکان شته چې په افغانستان کې پر پاکستاني طالبانو بریدونه وکړي"

حامد کرزي په تازه خبرپاڼه کې له پاکستان حکومته غوښتي چې "له زور زیاتي دې ډډه وکړي او په سیمه کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره له افغانستان سره د متمدنو او نېکو اړیکو لار خپله کړي"

د طالبانو حکومت غبرګون او د دفاع ټټر وهل

 د پاکستاني چارواکو دا دريځ په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو هم غندلی او په اړه یې توند غبرګونونه څرګند کړي.

نن (سې شنبې) د طالبانو حکومت هم د پاکستاني چارواکو دغه څرګندونې غندلې، "ناسمې او د تاسف وړ" يې بللې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه خبرپاڼه خپره کړې او پکې ویلي یې دي، "پاکستانی اړخ هم مسئولیت لري چې د وضعیت د کابوکېدو هڅې وکړي، له بې اساسه خبرو او پارونکو نظریاتو ورکولو څخه ډډه وکړي، ځکه چې داسې خبرې او بې باورۍ د هېڅ اړخ په ګټه نه دي."

د طالبانو د حکومت ویاند د پاکستان وروستۍ څرګندونې "ناسمې او د تاسف وړ" بللي‌ دي‌ او وايي‌ د حکومت یې هڅه کوي "د افغانستان خاوره د پاکستان او هېڅ کوم بل هېواد پر وړاندې ونه کارول شي."

تر دې مخکې په افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې د پاکستان حکومت دا دريځ غندل شوی و او په افغانستان کې يې د پاکستاني طالبانو موجودیت هم رد کړی و.

په اعلامیه کې راغلي، د "پاکستاني چارواکو له خوا دا ډول ادعاوې د دواړو ګاونډيو هېوادونو ښې اړيکې زيانمنوي او هر ډول ستونزه بايد د پوهاوي له لارې حل شي."

طالبانو همدا راز په اعلاميه کې د خپل هېواد له "ځمکنۍ بشپړتيا او خپلواکۍ" د دفاع ټټر وهلی او ویلي یې دي چې "موږ د خپل هېواد د دفاع ښه تجربه لرو."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت داسې مهال د خپل هېواد د دفاع خبره کوي چې د ۲۰۲۲ کال په اپرېل میاشت کې د پاکستان جېټ الوتکو پر خوست او کونړ هوايي بریدونه وکړل چې درنه مرګ ژوبله یې واړوله. د دغو بریدونو ډېری قربانیان هغه وزیرستانیان وو چې خوست او کونړ کې مېشت شوي وو.