سپوږمۍ ته د ختلو سیالي؛ جاپان هم تر څو ځلې ناکامۍ وروسته د فضايي توغندي په ورتوغولو بریالی شو

جاپان نن پنجشنبې داسې مهال په بریالیتوب سره د سپوږمۍ پر لور سپوږمکۍ لېږدوونکی فضايي توغندی ورتوغولی چې په روان کال کې یې ورته څلور هڅې د موسم د خرابوالي له کبله ناکامې شوې دي.

دغه توغندي ته د "مون سنایپر" نوم ورکړل شوی. تمه ده که هر څه سم وو او بیا کوم خرابی رامنځ ته نه شي نو دا سپوږمکۍ لېږدوونکی به په راروانه فبرورۍ کې د سپوږمۍ پر سطحه کېني.‌

جاپان په تېر یوه کال کې دوه ځلې د سپوږمۍ سطحې ته په رسېدو کې پاتې راغی او فضايي پروګرام یې له خنډ سره مخ شوی دی.‌

تر امریکا، روسیې، چین او هند وروسته به جاپان پنځم هېواد شي چې سپوږمۍ ته رسېږي.

دوه اوونۍ مخکې هند هله یو تاریخي بری وګاټه چې چندریان-۳ په نوم فضايي بېړۍ یې په بریالیتوب سره د سپوږمۍ پر جنوبي قطب کوزه کړه.

ټاکل شوې د جاپان فضايي بېړۍ به د سپوږمۍ په دننه کې شيویلي نومي ځای سره په سل مترۍ کې کېنول شي.

تمه ده په په راروانو څلورو میاشتو کې به دا بېړۍ د سپوږمۍ مدار ته ننوځي. بیا به د سپوږمۍ پر مدار یوه میاشت وڅرخي او په فبرورۍ کې پرې د کېناستلو هڅه وکړي.‌

کم وزنه سپوږمکۍ او ارزانه ماموریت

د سل میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د دغه ماموریت په ترسرولو سره ټوکیو غواړي ثابته کړي چې پر سپوږمۍ کم وزن لرونکې او کم لګښته فضايي بېړۍ ښکته کوي.‌

د جاپان له لوري دغه توغول شوی فضايي توغندی اېکس-رې ماشین او د سطحې سنجوونکې سپوږمکۍ یا "سپېکټروسکاپي" هم لېږدوي چې د جاپان، امریکا او اروپايي فضايي ادارو ګډه پروژه او ماموریت دی.

دا سپوږمکۍ د یوه ملي بس هومره ټېلسکوپ هم لري چې هغه ترې له سپوږمکۍ لېږدوونکي سره د ځمکې د مدار پر لور جلا شوی دی. دا به اوس په تشیال کې د تور سوري په څېر د بېلابېلو فضايي پېښو مطالعه پیل کړي.

تېره نومبر میاشت کې د جاپان فضايي ادارې یا جاکسا هله پر سپوږمۍ د کوزېدو ماموریت پای ته ورساوه چې له سپوږمکۍ لېږدوونکي توغندي "اموتېناشي" سره یې اړیکه پرې شوه.

تر هغې مخکې همدا تېره اپرېل میاشت کې یو خصوصي جاپانی فضايي شرکت د ورته ستونزې له کبله په خپل ماموریت کې پاتې راغی چې غوښتل یې د هاکوټو-آر په نوم سپوږمکۍ د سپوږمۍ پر ځمکه کوزه کړي.

همدا راز روان کال یې د فضايي توغندیو دوه توغونې هم ناکامې شوې دي او تازه هغه یې تېره جولای میاشت کې وه چې توغندي اور واخیست او وچاودېد.