د هنګري لومړی وزیر وايي ټرمپ به اوکرایین ته یوه روپۍ هم ورنه کړي

د هنګري لومړی وزیر وېکټور اوربان وايي که ډونلډ ټرمپ د امریکا ولسمشر شي، نو د اوکرایین د جګړې له ملاتړه به لاس واخلي.

دغه محافظه کار سیاستوال له ښاغلي ټرمپ سره په فلورېډا کې تر کتلو وروسته ویلي "هغه [ټرمپ] به د اوکرایین-روسیې جګړې لپاره یوه پیسه هم ورنه کړي. همدا ده چې جګړه به پای ومومي."

ډونلډ ترمپ ویلي که بیا ولسمشر وټاکل شي، نو د اوکرایین جګړه به په "۲۴ ساعتونو کې دننه دننه" پای ته ورسوي.

خو هغه د دې وضاحت نه دی کړی چې دا کار څنګه کوي.

ښاغلی اوربان په زغرده د امریکا د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونلډ ترمپ ننګه کوي چې پخوانی ملګری او متحد یې دی.

هغه د یکشنبې ناوخته د هنګري ایم-۱ تلویزیوني شبکې ته ویلي "ښکاره ده چې اوکرایین په یوازې ځان مقاومت نه شي کولی. که د اروپایانو ترڅنګ امریکایان پیسې او وسلې ورنه کړي، نو جګړه ختمه ده."

نوموړي زیاته کړې "که امریکایان پیسې ورنه کړي، اروپایان په یوازې ډول دا جګړه نشي تمویلولی. او بیا جګړه پای ته رسېدلې."

د هنګري لومړی وزیر دا هم ویلي چې ګوندې ښاغلی ټرمپ د اوکرایین-روسیې جګړې پای ته رسولو لپاره "کارنده مفصل پلانونه" لري، خو د هغو جزییات یې نه دي ورکړي.

د امریکا مخکیني ولسمشر تر اوسه د ښاغلي اوربان پر دې مرکې تبصره نه ده کړې.

هغه د جمعې پر ورځ په خپله 'مارالاګو' ماڼۍ کې له ښاغلي اوربان سره د کتنې پر مهال خپل مېلمه وستایه.

ښاغلي ټرمپ وویل "تر وېکټور اوربان بل ښه او ځیرک مشر نشته."

ښاغلي اوربان د دغه سفر پر مهال د امریکا له اوسني ولسمشر جو بایډن سره چې د نومبر میاشتې په ټاکنو کې د ډونلډ ترمپ اصلي سیال ګڼل کېږي، ونه لیدل.

دا د یوه بهرني هېواد د مشر لخوا ډېره نادره او غیر معمول ده چې د امریکا د سفر پر مهال دې له اوسني مشرتابه سره له کتلو پرته له مخکنیو مشرانو سره ګوري.

د یادونې ده چې د هنګري لومړی وزیر په وار وار له دې کبله د اروپايي ټولنې د مشرانو له سختو نیوکو سره مخامخ شوی، چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکرایین له پراخې کچې یرغل وروسته یې هم له ولادیمیر پوتین سره نږدې اړیکې پاللې دي.

هغه د ګڼو نورو اروپايي هېوادونو برعکس خپل ګاونډي اوکرایین ته وسلې نه استوي او پرله پسې وايي، چې کیېف له اټومي ځواک لرونکې روسیې جګړه نشي ګتلی.

د اروپايي ټولنې د غړو هېوادنو مشران په زیاتېدونکي ډول اندېښمن دي چې که ډونلډ ټرمپ بیا ټاکنې وګټي، نو له اوکرایین او همداراز ناټو پوځي ټلوالې سره به د امریکا پوځي او مالي مرستې پام وړ کمې شي.

د یادونې ده چې د جمهوریتپالو د مخالفت له کبله د امریکا په کانګرس کې د ۹۵ میلیارد ډالرو بهرنۍ مرستې مسوده، چې له اوکرایین سره د ۶۰ میلیارد ډالرو پوځي مرسته هم پکې شامله ده، ځنډېدلې ده.

د استازو جرګې جمهوریتپال غړي چې له ښاغلي ټرمپ نه یې الهام اخیستی، وايي تر هغې چې د امریکا د پولو خوندیتوب لپاره اضافي بودیجه نه وي ځانګړې شوې، د بهرنیو مرستو د مسودې پر وړاندې پراته خنډونه نشي هوارېدلی.

روسیې ځواکونو په دې وروستیو کې له دې کبله د اوکرایین ختیځ کې پرمختګونه وکړل چې کیېف د تجهیزاتو له جدي کمښت سره مخامخ دی.

اوکرایین د روسیې یرغل پر وړاندې مقابلې لپاره د لوېدیځ پر مالي او پوځي مرستو پايي.

او د دغو مرستو ستره برخه ورسره د امریکا متحد ایالتونه کوي.