د مسکو مرګوني برید ته غبرګونونه؛ ګڼو هېوادونو غندلی، طالبانو یې د مخنیوي لپاره د همغږۍ غوښتنه کړې

د روسیې پلازمینې مسکو په یوه مرکزي سیمه کې د موسیقۍ یوه تالار کې د ننه خونړی برید په پراخه کچه غندل شوی.

افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې پر کنسرت دا برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې "د ټولو انساني معیارونو ښکاره سرغړونه" بللې.

طالبانو پخپله اعلامیه کې د داعش مسولیت اخېستو ته په اشارې ویلي "داعش وسله والو چې له دې مخکې یې هم په افغانستان او سیمه کې ولسي وګړي هدف ګرځولي، یو ځل بیا ثابته کړه چې د استخباراتي سازمانونو په لاس جوړه شوې دا ډله غواړي په داسې بریدونو اسلام بدنام او سیمه ناارامه کړي."

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت همدا راز غوښتنه کړي چې د سیمې هېوادونه باید د داسې پېښو مخنیوي په موخه شفاف، ګوټلي، همغږي او جدي ګامونه واخلي.

له اوله د موسیقۍ تالار کې د ډزو له کبله د ۶۰ کسانو د وژل کېدو او د سلو نورو ژوبلول کېدو رپوټ ورکړل شوی و.

وروسته دا شمېرې لا ډېرې شوې او ویل کېږي په دې پېښه کې تر اوسه ۱۱۵ تنه وژل شوي او له ۱۴۰ نور ډېر ژوبل شوي دي.

اسلامي دولت ډلې یا داعش د دغې پېښې مسولیت پر غاړه اخیستی دی.

امریکا ویلي، د روانې میلادي میاشتې په پیل کې یې د مسکو د ګڼې ګوڼې په یوه سیمه کې د احتمالي برید خبرداری ورکړی و، خو روسیې په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

د روسیې خبري اژانس تازه ویلي چې د دغه هېواد امنیتي ادارو په پېښه کې د ښکیلو څلورو کسانو تر څنګ ۱۱ نورو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

په بي بي سي کې د روسیې برخې اېډیټر سټیو روزنبرګ وايي، دا په وروستیو دوه لسیزو کې په دغه هېواد کې تر ټولو خونړی او مرګونی بلل کېږي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، پخواني اجرایه مشر عبدالله عبدالله او‌ ځینو نورو افغان سیاستوالو هم دغه برید غندلی دی.‌

د طالبانو مخالفو څېرو بیا د مسکو برید په افغانستان کې د "طالبانو له پخوانیو بریدونو" سره پرتله کړی دی.‌ د پرځول شوي جمهوریت مخکېني لومړي مرستیال امرالله صالح پر اېکس لیکلي "دا برید د طالبانو هغو بریدونو ته ورته دی چې تېرو دوو لسیزو کې یې زموږ په ښارونو کې کول."

ایران، پاکستان، چین، هند او د سیمې نورو هېوادنونو دغه برید غبرګونونه په ډاګه کړې دي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان پخپله اېکس پاڼه د دغې برید د غندنې تر څنګ لیکلي،‌ له ترهګرۍ سره ګډه او اغېزناکه مبارزه له نړیوال تبعیض پرته جدي اقداماتو ته اړتیا لري.."

د دې تر څنګ په سیمه کې د دوه نورو پیاوړو هېوادونو مشرانو شي جین پینګ او نریندرا مودي هم دا پېښه غندلي او له روسیې سره یې غمشریکي کړې.

د چین ولسمشر ویلي "چین له هر ډول ترهګرۍ سره مخالف دی او د روسیې له هغو هڅو سخت ملاتړ کوي چې غواړي خپل امنیت خوندي کړي."

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم دا "ترهګریز" برید بللی او ویلي یې دي هېواد یې په دې سخته تراژدۍ کې د روسې له خلکو او حکومت سره ولاړ دی."

د سیمې د هېوادونو تر څنګ لویدیځې نړۍ، اروپايې ټولنې، جرمني،بریتانیا، بلجیم او ګڼو نورو هېوادونو هم د روسیې د ننه دا کمسارې خونړۍ پېښه غندلې ده.

د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر ډېوډ کمرون ویلي بریتانیا مسکو ته نږدې دا پېښه په کلکو ټکو غندي او په وینا یې "هیڅ شی د داسې وحشتناک تاوتریخوالي توجیه نشي کولی."