اسراییل کې د اریتریا حکومت د پلویانو او مخالفانو اخ‌وډب؛ لسګونه کسان پکې ټپي شوي

په تل ابیب کې د اریتریايي‌ پناه غوښتونکو په خپلمنځي او له امنیتي ځواکونو سره په اخ‌وډب کې لږترلږه ۱۵۰ کسان ټپي‌ شوي دي.

د رپوټونو له مخې په ټپيانو کې ۳۰ اسراییلي پولیس دي.

هاارتص اسراییلۍ ورځپاڼې لیکلي ۱۵ کسان په مرمیو لګېدلي او دا چې د ۱۸ کسانو ټپونه ژور دي.‌

دې ورځپاڼې د ځینو ټپيانو روغتیايي وضعیت نازک بللی دی.‌

دغه اخ‌ډب تر هغې وروسته رامنځته شو چې په تل ابیب کې د اریتریا سفارت غوښتل، د ۱۹۶۱ کال د سپتمبر د لومړۍ نېټې د انقلاب په مناسبت جشن ترسره کړي، چې دوی یې د ایتوپيا خلاف د خپلواکۍ جګړې پيلامه ګڼي.‌

خو د اریتریا د حکومت یو شمېر مخالف کسان د سفارت له امنیتي‌ خنډونو ور واوښتل او هڅه یې وکړه چې دغه مراسم ګډوډ کړي.‌

دوی لا مخکې د اسراییل له حکومت غوښتي وو چې دغو مراسمو ته دې اجازه نه ورکوي.

رویټرز خبري اژانس وايي،‌ د اریتریا د حکومت پلویان چې په دغو مراسمو کې یې ګډون کړی و، له معترضانو سره په نښته اوښتي‌ دي‌.

پولیسو ويلي د دې لپاره چې د اریتریا حکومت مخالف او پلوي احتجاج کوونکي خواره کړي،‌ هوايي‌ ډزې،‌ اوښکې بهوونکي‌ ګاز،‌ غږیز لاسي‌بمونه او ربړي‌ مردکي یې کارولي دي.‌

ځينو احتجاج کوونکو بیا پر پولیسو د ډبرو ګوزارونه کړي او ځای ځای یې اورونه لګولي دي.‌

پر خواله رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري‌ چې د اریتریا حکومت د مخالفو او پلويانو ترمنځ‌ سخت اخ‌و‌ډب کې د پولیسو موټرونو او پلورنځیو ته هم زیانونه اوښتي.‌

ویل کېږي تر ۱۸ زرو ډېر اریتریايي‌ پناه غوښتونکي په اسراییل کې مېشت دي.

له دوی ډېرو د مصر د سینا ټاپو وزمې له لارې په ناقانونه توګه ځانونه اسراییل ته رسولي دي.

دوی وايي‌ چې په خپل هېواد کې د محاکمه کېدو، ځورنې، او جبري عسکري خدمت له خطر سره مخامخ دي.‌

د اریتریا ولسمشر ایسایاس افورکي په ۱۹۹۳ کال له ایتوپیا د خپلواکۍ اخیستلو راهیسې د واک واګي لاس کې لري.

د بشري حقونو مدافع بنسټونه د هغه حکومت د مخالفانو په ځپلو تورنوي.

اریتریا جمهوریت د افریقا ختیځ کې پروت او حکومت یې د امریکا او اروپايي‌ ټولنې د بندیزونو په لیست کې شامل دی.